منصور افغاني
د توربېلې او راولپنډۍ چاودنې او وژنې كه د پاكستاني چارواكيو لپاره د عبرت درس!!؟؟
كه چېرې د پاكستان پوځي او سياسي چارواكي خپلو هغو شيطاني كړو، وړو او پالېسيو ته پام وكړي، چې دوي يې د ټولو ګاونډيانو په اړه خپلې كړي دي، او بيا د تېرې مياشتې چاودنو او وژنو ته، نو دا به ورته په ډاګه شي، چې ددوي دا دوه مخې چال چلند او پالېسي د همدوي د تبهاۍ او بربادۍ اصلي عامل دى. ځكه په يوه مياشت كې دننه دننه په پوځي، ځانګړيو څارګريزو او د چټك غبرګون په قطعو بريدونه، دا خبره ښه روښانه كوي، چې هغه څه چې پاكستان يې په ګاونډيو هېوادو كې كرل غواړي، په خپل هېواد كې يې رېبي. او حاصل يې ترلاسه كوي.
تېره اونۍ سهار مهال د پاكستان مهم ښار راولپنډۍ د دوه پرله پسې بمي چاودنو ولړزاوه، چې يو له بل څخه د ۱۸ دقيقو په واټن سره رامنځته شوې.
د حكومتي چارواكيو له خولې په لومړيو ګړيو كې ۳۱ تنه پوځي او ملكي وګړي ددې بمي چاودنو ښكار شوي ول. او څه دپاسه ۶۸ تنه ټپيان شوي ول، چې د خبري رسنيو له مخې د زياترو روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه ؤ.
لومړۍ چاودنه د ځاي وخت په ۷:۱۷ سهار مها د قاسم ماركېټ ترڅنګ د پاكستان د اتومي انرژۍ په بس كې رامنځته شوه، چې د چاودنې له امله بس په بشپړ ډول وېجاړ شوې ؤ، او زياتره د حساسو ادارو چارواكي چې پدې بس كې د دفترونو په نيت ناست ول، وژل شوي، او يا هم مرګي حال ټپيان ول. د پاكستاني پوځ وياند مېجر جنرال وحيد ارشد له خولې دا بس د دفاع وزارت اړوند ؤ، چې د ۶۰ تنو شاوخوا ملكي، پوځي او د اتومي انرژۍ ساېنسپوهان پكې ناست ول، د وياند له خولې ددې بس نږدې ۱۶ ملكي او پوځي مامورين وژل شوي ول، او پاتې ټپيان روغتونونو ته رسول شوي ول.
نومړې بس په څو ګړيو كې له خپل ځايه د كرينونو پواسطه لرې كړاى شو.
دويمه چاودنه په (آر اې) څلورلارې كې رامنځته شوه، دا چاودنه د ځايي چارواكيو له خولې د يوه موټرساېكل چلوونكي لخوا د پاكستان په پوځي چارواكيو شوې. د ډله اييزو رسنيو له لارې پدې بريد كې ۶ پوځي سرتېري چې خپلو دندو ته په لار ول، وژ شوي، د پوځ وياند دوه لوړپوړيو پوځي مامورينو د وژلو پخلې كړې، چې يو كرنل او بل لفټېنټ جنرال په رتبه پېژندل شوي دي.
دا بمي چاودنې د پنډۍ په ځانګړې امنيتي سيمه كې رامنځته شوي، چې د پاكستاني پوځ له مهمو سيمو څخه شمېرله كېږي.
دې چاودنو د پاكستان لوړپوړي چارواكي دومره وارخطا كړي، چې په خپلو بيانونو كې يې له تاوتريخ خوښوونكيو څخه هيله كړې چې خپلې مسئلې د خبرو اترو له لارې هوارې كړي. پدې اړه فرزند پاكستان (شېخ رشيد) په چاودنوز خواشيني ښودلې او د تاوتريخوالي خوښوونكيو څخه يې هيله كړې چې مسئلې د خبرو اترو له لارې حل كړي.
دارنګه د مذهبي چارو وزير اعجاز الحق بيا په حساسه امنيتي سيمه كې دارنګه چاودنې د فكر وړ بللي.
د پنجاب اعلى وزير چودري پروېز الهي د چاودنو مسؤلين د پاكستان !! او اسلام دوښمنان بللي، او ويلې يې چې كه چېرې دوي لږ څه هم له اسلام څخه خبر وايې نو دا مسلمانان!! (پوځيان!!) به يې نه وژلې او نه به يې داسې كار ته زړه ښه كړې واى.
همدې چودري صېب ووويل چې پاكستان ته زيات زيان د افغانستان له روان حالت څخه وراووختې دى.
په همدې ډول تېره ورځ د تربېله د اوبو بند سره نږدې د امريكې په مټ د پاكستان لپاره ډالۍ شوې پوځي ډلګۍ ( د چټك غبرګون قطعه) يا (quick response force) په خوړنځي (Mess) كې يوه فدايي بريد په ترڅ كې لږ ترلږه ۶۰ ځانګړي پوځيان وژل شوي، او له ۱۰۰ زيات ټپيان شوي، چې دا شمېره بيا د ځايي چارواكيو له خولې ۲۰ وژل شوي، او له ۴۴ څخه زيات ټپيان ښايي. مګر د پاكستاني پوځ وياند له خولې چې د ډله اييزو رسنيو خبريال لخوا د وژل شويو پوځيانو د شمېر په اړه وپوښتل شو، داسې وويل چې: (د چاودنې په وخت كې په خوړنځي كې ډېر زيات ګڼه ګوڼه وه، نو لدې وجې سړې نشي ويلاى چې سمه شمېره به څومره وي).
دا پوځي قطعه په امريكې د ۱۱ ستمبر له بريد څخه وروسته د ترهګرو د ځپلو لپاره د امريكې په مالي مرسته جوړه شوې، چې ترنن ورځې پورې يې مالي او پوځي لګښت د امريكې په غاړه دى.
نو هغه ډله چې پاكستان او امريكا به يې له ترهګرو! څخه ژغورله، خپله په خپل مركز كې د ترهګرۍ ښكار شوه.
كه يو اړخ ته سړى د پاكستان دې ناكراره حالت ته وګوري، او بل لورې ته ختيځپوه شاعر علامه محمد اقبال چې له ټولو څخه مخكې يې همدا پاكستان د ميراث داعوېدار دى، نو سمدلاسه دده هغه څلوريځه يې راپه زړه شي، چې د افغانستان د اهميت په اړه يې څو لسيزې وړاندې ويلې وه او هغه داسې چې:
اسيا يك پېكر اب و ګل است ملت افغان در آن پېكر دل است
از كشـــــــاد او كشاد اسيا از فــــــــــــساد او فساد اسيا
پاكستاني چارواكي چې له قرآن او حديث څخه زيات د محمد علي جناح او علامه اقبال ويناوو ته ارزښت وركوي، او له قرآن او سنت څخه يې پورته ګني. نو له يوې لورې ځانونه د علامه اقبال د نظريو او افكارو دعوېداران ګڼي، او دا ناكرده چې (د پاكستان نظريه علامه اقبال وړاندې كړې)، نو بيا خو دې دې خبرې ته هم پام وكړي، چې د افغانستان د اهميت په اړه علامه صېب څه ويلي ول.
نو د پاكستاني چارواكيو خبره دې په ګل بدله وي. څنګه به د افغانستان راوان حالات په دوي اغيز نه كوي. ايا دوي د ختيځ شاعر علامه اقبال په هغه څلوريزه عمل كړې كه نه؟! او كه همدا يوه خبره يې په ياد ده چې د پاكستان نظريه علامه صېب وركړې. كه هغه ښاغلي خداى ناخواسته دا سهوه كړي هم وي، نو هغه خو دا هم ويلي ول، چې:
از كشاد او كشاد اسيا از فساد او فساد اسيا
د افغانستان له ارامۍ، ښېرازۍ او ابادۍ څخه ټوله اسيا ارامه، ښېرازه او اباده وي، او كه چېرې د اسيا زړه (افغانستان) نا ارامه ؤ، ګډوډي وه پكۍ، وژل او ورانول ول پكې، نو دا هرڅه به په ټوله اسيا كې وي، ګاونډيان به ورڅخه حتما اغيزمن كېږي،
د پاكستاني چارواكيو دا وروستۍ نارې سورې چې د افغانستان له روانو حالاتو څخه دوي ډېر اغېزمن شوي، نو بيا ولې د افغانستان دننه اور ته لمن وهي، هغه ورانكاري، چې يواځې او يواځې د همدې لپاره په پاكستاني ورانكاره كېمپونو كې روزل كېږي، ترڅو د بيا ودانولول چارې له خنډ سره مخ كړيو د سړك جوړونې انجينيران او كاركوونكي ووژني، ډاكټران ووژني، ښوونځي، كتنځايونه وېجاړ او وسوزوي. نو ولې دا ورانكاري د مانسهرې، اېبټ اباد، وزيرستانونو، ښكېلاك لاندې كشمير ( چې پاكستان يې ازاد كشيمر بولي)، په پوځي كمپونو كې روزي او بيا يې ګاونډيو هېوادو لكه: افغانستان، ايران، چين، كشمير او هند ته ورلېږي، ترڅو د جهاد په نامه وېجاړوونكي كارونه ترسره كړي.
د پاكستان چارواكي بايد د افغانستان له ۳۰ كلن ناورين څخه پند واخلي، ځكه كله چې د روس پر خلاف له افغاني مجاهدينو سره په مرسته كې د كلاشېنكوف او مخدره موادو كولتور خپل كړ، بيا د طالبانو سره د مرستې كولو څخه يې د مذهبي تاوتريخولي ته لمن وهنه غوښتل، چې همدا مذهبي تاوتريخوالې د تېر په څېر خپله د پاكستان لپاره د سر درد جوړ شو، دارنګه له ۲۰۰۱كال څخه راپدېخوا يې د ځانمرګو بريدكوونكيو لپاره ځانګړي كمپونه جوړ كړل، او په كار پوه ښوونكي يې ورته راپېدا كړل، د بمونو جوړولو ۱۰، ۲۰، ۳۰ ورځيني كورسونه يې جوړ كړل، او پدې كمپونو كې يې داسې تنكي ځوانان ترڅارنې لاندې ونيول، چې زياتره يې له كوره په سارا او له وېش نه په تالا خوشاله ول، راټول او افغانستان ته د ورانكارۍ لپاره ولېږل، ترڅو هورې ښوونځي، كتنځايونه، پلونه او داسې نور د عامه ګټو ځايونه لمنځه يوسي، چې لدې ډلې څخه ځينې ونيول شول، ځينې په خپلو عملياتو كې بريالي شول، او ځينې ووژل شول.
كه څه هم د آى.اېس. آى له لوې د پاكستان زياتره مذهبي ګوندونه په پېسو اخيستل شوي، او د دوي كنټرول د څارګرو ادارو په لاس كې دى، خو لدې سره سره بيا هم ځينې په الله مين او رېښتينې مسلمانان په همدې ګوندونو كې شته چې هغوې دا خپله اسلامي او ملي دنده بولي ترڅو د امريكې پوځ سره د پاكستان په مرسته كولو د دوي خلاف د سپېڅلي جهاد غږ پورته كړي، او د افغانستان پر ځاى د پاكستان په ناپاكه خاوره كې خپل جهادي فعاليت ته ادامه وركړي، چې په شمالي او جنوبي وزيرستان، باجوړ او سوات كې د ملا نېك محمد، عبدالله محسود، او بېت الله محسود نومونه د يادولو وړ دي، د قباېلو د پښتانه اوس پدې پوه شوي چې اصل جهاد چېرې دى، او د الله په وړاندې غوره جهاد د چا په وړاندې كول پكار دي.
د جنګ جګړې هغه تاوده خبره چې مخكې به له سرحده اخوا څخه ترلاسه كېدل، اوس د سرحده دېخوا رالېږدېدلي دي، د قبائېلو د شازلمو خبره كه چېرې ناپاك پوځ له خپلو ناوړه موخو څخه لاس په سر نشي نو موږ به دا جګړه د هغوي تر پوځي مركزنو او ان تر پلازمېنې ورسوو، چې دا دعوه يې په حقيقت كې هم په زبات ورسوله، د لال جومات يې يوه ښكاره بېلګه ده. .
په نوموړي جومات كې د ۲ زرو شاوخوا كې د ديني مدرسې زده كوونكيو په خپل شهاد سره چې ښځينه يې له نارينه ؤ څخه زياتې وې، د پاكستان پوځي چارواكيو ته دا په زړه كړه چې نور موږ د غفلت له خوبه راويښ شوي يو، او كه جهاد كوي نو په خپله خاوره به يې كوي، نور به د جهاد لپاره نه كشيمر ته ځي، او نه به هم افغانستان يا فلسطين ته....
د پاكستان چارواكي بايد پدې خبره پدې خبره د زړه له تله سوچ وكړي، چې د افغانستان روان حالات او هغه ورانكارۍ چې دوي يې په افغاستان كې كوي، پردوي مستقيمه اغيزه كوي، كه څو مياشتې مخكې په كابل كې د افغان ملي پوليسو د ښوونكيو په بس ځانمرګې بريد شوې ؤ، نو په هماغه ډول او له هغې څخه په څو وارې خطرناك او زيات زيان رسوونكي ډول د پاكستان د اتومي انرژۍ په بس دا بريد ؤ،، چې كېداى شي له هغه ۶۰ يا ۷۰ ملكي، پوځي او ساېنسپوهانو څخه يو هم نه وي ژوندې پاتې كوم چې پدې بس كې ناست ول.
كه افغانستان كې د پاكستان لاسپوځي كوم جرمني تښتوي، يا كوم تركي انجينير تښتوي، نو په همدې توګه دلته په پاكستان كې د وزيرستان يا نورو اجنسيانو پوليېټيكل اجنټان تښتول كېږي، كه هلته ۱۰ يا ۲۰ افغان پوځيان تښتول كېږي، نو دا دې دلته د تښتول شويو پوځيانو شمېره په يو ځل ۳۰۰ تنه شوه. د اريانتيا خبره خو دا ده، چې د پاكستان پوځي چارواكي خو لا څه چې رسنۍ يې هم دا خبره كوي، چې ۳۰۰ پوځيان وتښتول!! شول. پوځي تښتول كېږي. عجيبه خبره ده. دا نه وايي چې دا بې غېرته پوځيان ونيول شول يا .......
په هر ډول، په پاى كې زموږ زورېدلو افغانانو غوښتنه له پاكستاني چارواكيو ده ده، چې له هغو ورانكاريو لاس واخلي، كومې چې په افغانستان كې د دوي كونسلګرۍ يې كوي، او يا هم هغه اړ او ناپوه افغانان چې د يو څو روپو په بدل كې ددوي ناكردو ته زړه ښه كوي، او خپل وطن ورانوي.
كه چېرې پاكستان همداسې په خپل خره سپور وي، او دا ډول ورانكاريو ته دوام وركوي، نو لرې نده چې د تېرو ورځو په څېر ډېرې داسې نورې زياتې چاودنې هم د زړه په سترګو وويني، او د هغه ګټې څخه به يې تاوان زيات وي، كومه ګټه چې دوي يې په افغانستان كې د ناراميو او ورانيو په رامنځته كولو كې ترلاسه كوي.
اوس نو دا د پاكستان په چارواكيو پورې اړه لري، چې همداسې نورې ورانۍ يې خوښې دي، او كه غواړي په ارامه خپل ژوند تېر كړي، او د يوه ښېرازه، اباد او سوكاله هېواد څښتنان وي.
په پاى كې خپلې خبرې د رحمان بابآ په دې شېر پاى ته رسوم چې وايي:
كوهي مه كنـــه د بل سړي په لار كې چېرې ســـتا به د كوهي په غاړه لاړ شي
ته چې بل په غښو ولې هسې پوه شه چې همدا غشې به ستا په لور ګوزار شي