د افغانستان د ترافیکي پولیسو اوسنی نظام

 

ګل آغا احمدي وردګ

د افغانستان فعلي ترافیکي نظام د معاصرې نړۍ د زیاتو هیوادونو د ترافیکي نظامونو په پرتله داسې یو وروسته پاتې نظام ګڼل کیږي چې د خپل فعالیت لپاره له  ډیرو پخوانیو او لومړنیو میتودونو څخه کار اخلي او د زمانې د نویو غوښتنو سره عیاریدو ته زیات واټن په مخ کې لري. د دې وروسته والي دلایل معلوم دي چې کورنۍ جګړه او تیرې ناخوالې یې تر ټولو غوره دلایل ګڼل کیدای شي چې نه یوازې زموږ د هیواد ترافیکي نظام له  تدریجي پرمختګ څخه وروسته پاتې شو بلکي هغه مجرب کادرونه، آسانتیاوې، وسایل، ترافیکي نښې، قانوني چلند، مناسبه تګلاره او تجربې  هم تیرو ناخوالو ترې واخیستې چې مخکې د دې نظام د سمون لپاره زموږ هیواد په لاس راوړې وې.

موږ غواړو چې د خپلې دغه لیکنې په ترځ کې د افغانستان په اوسني ترافیکي نظام څه نه څه رڼا واچوو په دې لړ کې ځینې هغه ستونزې، ګواښونه او ناخوالې په ګوته کړو چې زموږ د هیواد اوسنی ترافیکي نظام ورسره مخ دی. همدارنګه یو لړ هغو وړاندیزونو ته هم په لنډه توګه ګوت نیونه وشي چې څرنګه کیدای شي چې نوموړی نظام مناسب پرمختګ وکړي.

 

د ترافیکو پولیس

اوس مهال د افغانستان د ترافیکو د پولیسو زیاتره برخه له داسې مسلکي زده کړو څخه بې برخې ده چې د زمانې له غوښتنو سره مناسب او د خپلې دندې د ښه سر ته رسولو په بهیر کې ورسره مرسته وکړي.  د د ې کړۍ هغه یو شمیر مامورین چې څه نا څه مسلکي زده کړې لري، په دې لاره کې یې کار کړی او په دې هکله د مسلکي چارو د سر ته رسولو هیله لري  نور نو  سپین ږیري شوي دي، څو انقلابونه پرې تیر او تقاعد ته برابر دي. د ترافیکي پولیسو دوهمې ډلې کسانو د بیلابیلو عواملو له کبله د کورنۍ جګړې په کلونو کې د مختلفو وسله والو ډلو له منځ څخه دغه مسلک ته مخه کړې ده چې هغوی هم د مناسبو زده کړو او په دې هکله د غوره قانون د مراعات کولو څخه تر ډیره حده بې برخې دي. دریم شمیر یې هغه ترافیکي پولیس دي چې په هیواد کې د سولې د راتللو وروسته د بیړنیو پروګرامونو په لړ کې دغه بهیر ته شامل شوي او یا هم د شامیلیدو په حال کې دي. د ترافیکو د پولیسو وروستۍ ډول چې د بیړنیو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د دندې ساحې ته وړاندې کیږي معلومات او تجربې یې کافي نه دي بلکي د زیاتو معلوماتو لاسته راوړلو ته اړتیا لري.

د ترافیکو د پولیسو یاد شوي درې واړه اقسام په کمه تنخوا باندې کار کوي، د کار ساحه یې له ستونزو، سختیو او ګواښونو څخه ډکه ده چې له همدې کبله یې په چارو کې اداري فساد رامنځته کیږي، قانون تر پښو لاندې کیږي او د غوره سمون ځای یو لړ زیاتې اندیښنې نیسي چې د ملت د وګړو په مغزونو کې ځای نیسي.

د ترافیکي پولیسو اوسني وسایل د هغه دریشي، پیک لرونکې خولې، شپیلاق، وړوکې ټایر پنچر کوونکې برمه او داسې یوه آله ده چې په انګریزي او دري ژبو باندې (ودریږه) پرې لیکل شوي دي چې د دندې د اجرا پر مهال ترې کار اخلي او کله کله خو د هغو سرکښو موټرونو خاوندانو ته د قانون د رعایت لپاره زارۍ او جګۍ  هم کوي چې ځانونه په ټولنه کې تر نورو زورور ګڼي.

د افغانستان د ترافیکو اوسني پولیس ځینې نقلیه وسایل لري خو زیاتره یې د لویو چارواکو په واک کې دي او د دندې په لړ کې په ډیره کمه پیمانه کار ځینې اخیستل کیږي. همدارنګه د مخابرو او ځینو داسې نورو وسایلو موثر استعمال هم په ډیره کمه پیمانه لیدل کيږي چۍ شاید د دې کار یو علت له هغو وسایلو سره د پولیسو نابلدتیا وي. د ترافیکي پولیسو د کاري وړتیا د ښه کولو لپاره د کورنیو چارو په وزارت کې هڅې روانې دي خو په دې لاره کې په لوړه کچه د اصلاحاتو راوستلو، د پولیسو تعلیمي لوړتیا، قانون پیژندنې او یوې موثرې عملي پالیسۍ  ته اړتیا ده څو اړوندو چارو ته سمون ورکړي.

 

موټر چلوونکي

د افغانستان زیاته برخه موټروانان که زده کړې لري او یا یې نه لري، که په ډریورۍ لږ پوهیږي او یا ډیر خو په حاضر وخت کې د ترافیکو د قانون، ترافیکي نښو او ترافيکي چلند رعایت تر ډیره حده په پام کې نه نیسي. بل دا چې هر څوک داسې په منډه وي ته به وایي چې د بیړنیو او اضطراري حالاتو سره مخ دی  غواړي چې خپله د سپرلۍ وسیله له نورو څخه د مخه کړي مهمه نه ده که د قانون څخه سرغړونه کیږي، که لاره بندیږي، که د ترافیکي نښو خلاف رفتار صورت مومي، که د پلیو په لاره تیریږي خو د سورلۍ د چلوونکي لپاره مهمه خبره دا ده چې دی مخکې شي. که فرضا د چا موټر خراب، ټایر یې پنچر، له ټکر او یا کومې بلې ترافیکي پیښې سره مخ شي  په ځای د دې چې موټر مناسب پارکینګ ته ورسوي د سړک په منځ کې ځای پر ځای دروي، ټایر همدلته وربدلوي او له نورو سره پیښه شوې لانجه په همدې ځای کې فیصله کوي. له بلې خوا د نقلیه وسایطو زیاتره چلوونکي د خپلې دندې د اجرا پر مهال تر ډیرې اندازې پورې هغه راز ټولنیز اخلاق په پام کې نه نیسي چې له یوه غوره هیوادوال او غوره ښاري سره مناسب وي بلکي د یوې وړې پیښې د پیښیدو په صورت کې ډیر ژر منفي عکس العمل، د بل ګریوان ته لاس اچونه، ښکنځل او مقابل طرف ته بد او رد وایي که فرضا د ترافیکې حادثې پرمهال هر څومره ملامت هم وي نو خپله ملامتي تر وروستي حده پورې نه مني او د خپلو ګناهونو پیټۍ، سهوه او خطا په مقابل طرف باندې اړوي چې د وسایطو د چلوونکو او موټروانانو په منځکې د دغه راز ناوړه کلتور رواج کیدل تر ډیره حده د ترافیکي پولیسو دنده نوره هم سختوي او کله کله خو د اداري فساد سبب همدغه بیځایه سرتمبه ګۍ وي.

 

د ترافیکي پولیسو وسایل

دافغانستان د ترافیکو پولیس اوس مهال داسې مناسب، کافي او وړ وسایل نه لري چې د خپلو چارو په سمون کې ترې په پراخه پیمانه کار واخلي بلکي هغه ناڅیز وسایل، موټرونه، موټر سایکلونه او بیسیم مخابرې چې زموږ د هیواد د ترافیکو د پولیسو په واک کې ورکړل شوي دي د مختلفو وجوهاتو له کبله د دندې پر مهال سمه استفاده ورڅخه صورت نه مومي. چې په نوموړو وسایلو باندې د ځینو لوړ رتبه پولیسي مامورینو انحصار، بې پروایي او د هغه د اغیزمن  استعمال په هکله د پولیسو د تجربې کموالی یې مهم عوامل ګڼل کیږي. نو له همدې کبله یوازې دریشي، پیک لرونکې خولۍ، شپیلاق، د دریدو ډنډه او ټایر پنچر کوونکې وړه برمه د افغانستان د لویو ښارونو د ترافیکي پولیسو مهمې وسیلې ګڼل کیږي چې د دندې د اجرا پر مهال ترې ګټه اخلي.

 

ترافیکي نښې

باید وویل شي چې زموږ د هیواد په ښارونو، واټونو لویو او وړو لارو کې د ترافیکي نښو، زګنالونو، علایمو، چراغونو او هر ډول مرستندویه موادو یوازې نوم پاتې دی او له نشت سره حساب دي. هغه زګنالونه چې باید د پلازمینې او نورو ښارونو په واټونو کې نصب شوي وای وجود نه لري او که یوه یوه نیمه چیرې پاتې وي نو لومړی خو په ښارونو کې دوام لرونکې بریښنا نشته چې پرې روښانه شي او که فرضا کله کله بریښنا را پیدا شي نو په دې هیواد کې  زیاتره موټرچلوونکي ورسره دومره نابلدتیا څرګندوي چې د هغه مراعات هیڅ په پام کې نه نیسي.

له بلې خوا هغه نښې هم په ندرت سره لیدل کیږي چې د فلزې تختو پر مخ پرې ترافیکي لارښوونې لیکل شوې او د اوسپنیزې ستنې په سر کې ټینګه شوې وي خو که فرضا چیرې کومه یوه دریدلې هم وي نو لومړۍ خو د موټر چلوونکو د پاملرنې سترګه نه ورته برابریږي او که یې چیرې وویني نو د لارښوونو د مراعات هیڅ ډول خیال  یې نه ساتي. بل دا چې په عام ډول د دې نښو او لارښوونو په هکله معلومات هم د کومې خبري رسنۍ یا تلویزیون له لوري د عامو وګړو په واک کې نه ورکول کیږي څو د موټرونو د موټر چلوونکو د پاملرنې سبب هم وګرزي بلکي په هیواد کې د تلویزیوني چینلونو زیاتره برخه بهرنیو سندرو او د بهرني کلتور خپراوي ته ځانګړې شوې ده.

 

ترافیکي قانون

ترافیکي قانون او د هغه پلوي هم په افغانستان کې ډیر کم تر سترګو کیږي او په دې هیواد کې د وسایلو د زیاتوالي، پلونو، چوکونو، سړکونو، د وسایلو د مناسبو معبرونو، واټونو، او بدیلو لارو د کموالي له کبله دغه قانون نور هم تر پښو لاندې کیږي.

یوه بله ستونزه چې د دې هیواد عام وګړي، موټر چلوونکي او د ترافیکي پولیسو چارواکي ورسره مخ دي هغه په هیواد کې د لنډمهالې ادارې څخه د مخه او له هغه راوروسته له دوبۍ څخه د دوهم لاس د یو زیات شمیر داسې ډول ډول موټرونو واردول دي چې چپ لاس اشترینګ لري او د افغانستان د ترافیکي قانون خلاف دي او نوموړی نظام یې له لویو لویو ستونزو سره مخ کړی دی. دغه  کار په هیواد کې د ګڼو ستونزو، د وسایطو د ټکرونو او افرادو د تلفاتو سبب شوی دی. له نیکه مرغه اوس مهال د دې ډول نقلیه وسایطو واردول هیواد ته بند شوي دي خو بیا  هم د هیواد په موټر پلورنځیو، بارګینونو او مارکیټونو کې په لسګونو زره دغه ډول وسایط د پلورلو لپاره ولاړ دي، اخیستل او پلورل یې دوام لري. همدارنګه د دې ډول موټرونو یو زیات شمیر د ښاري ساحو څخه بهر په غیرقانوني ډول او پرته له دې چې دافغانستان د پولیسو قانوني کاغذونه او جواز سیر ولري یوازې د خریدارۍ کاغذونو په درلودلو سره خپل فعالیت کوي چې د افغانستان ترافیکي نظام یې له یوه لوی خنډ سره مخ کړی دی.

 

وړاندیزونه

د خپلې لیکنې په دې برخه کې اړینه ګڼم یو لړ هغو وړاندیزونو ته په لنډه توګه اشاره وکړم چې د دې نظام د سمون په لاره کې مرسته کولی شي:

 

د پولیسو د علمي او مسلکي سطحې لوړوالی

په دې لړ کې ضروري ده چې د پولیسو د علمي سطحې د لوړوالي لپاره لنډ مهالي او اوږدمهالي پروګرامونه په لاره واچول شي څو پولیسو ته د خپلو دندو، مسوولیتونو، قانون او سلوک په هکله پراخې زده کړې ورکړل شي. نوموړي پروګرامونه که په داسې ډول ترتیب شي چې د پولیسو ټول کادرونه پکې حصه واخلي نو ګټه یې زیاته او نوموړی بهیر به د سمون په لوري ګړندي ګامونه پورته کړي.

 

د خبري رسنیو له لارې د ټولنیزو اخلاقو د خپراوي پروګرامونه

ټولې خبري رسنۍ او بیا په ځانګړې توګه د هیواد تلویزیوني خپرونو ته دنده و سپارل شي چې د خپلو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د افغانستان خلکو ته د داسې ټولنیزو اخلاقو پروګرامونه هم خپاره شي چې په څه ډول د ګډ ژوند کاروان په ښه توګه پر مخ ولاړ شي. همدارنګه په دې لړ کې ځینې داسې ځانګړي پروګرامونه هم د خپلو خپرونو په لړ کې خپاره کړي چې د هیواد د ترافیکي پولیسو د ستونزو په راکمولو کې مرستندوی واقع شي. په همدې توګه که د دې پروګرامونو په لړ کې د پرمختللیو او مخ پر ودې هیوادونو د ترافیکي نظامونو ژوندۍ نمونې کله کله د تلویزیوني خپرونو په لړ کې ښودل کیږي او خلک ورته متوجه کیږي نو پرته له شک څخه چې د افغانستان د ترافیکي نظام په سمون کې ونډه اخیستی شي.

 

په واټونو باندې د ترافیکي نښو لګول

د موجودو امکاناتو په رڼا کې دې د هیواد د ترافیکي پولیسو نظام د هیواد په پلازمینه او ولایتونو کې د ټولو لویو لارو، واټونو او چوکونو باندې د ترافیکي نښو لګول پیل کړي. که د ساري په توګه د زیاتې ساحې امکانات نه وي چې نښې پرې ولګول شي نو  د یوه ښار یوه ساحه که هر کال په ځانګړې د پولیسو د نښو نصبولو تر پوښښ لاندې راشي نو خدای مهربانه دی چې ورو ورو زموږ د هیواد د ټولو ښارونو او واټونو مخ د ترافیکي نښو په نصبولو ښکلی شي.

 

چپ اشترینګ والا موټرونو ته حل لاره موندل

لکه چې مخکې وویل شول په هیواد کې یو لوی شمیر ترافیکي وسیلې د چپ اشترینګ والا دي چې نوموړی عمل د افغانستان د ترافیکي قانون خلاف کار دی او نوموړې ستونزې ته باید ډیر ژر او بیړنی حل لاره و موندل شي. په دې هکله همدا اوس ځینې کمپنۍ د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې په کار بوختې دي او د هغو موټرونو اشترینګ بدلوي چې چپ لاس والا وي خو که نوموړی کار په خپله د هیواد په داخل کې د ملي سوداګرو په وسیله عملي او کمپنۍ ورته راوستل شي نو اغیز به یې ډیر او هراړخیزه بڼه به ولري.

کله چې په هیواد کې د دې ډول کمپنیو راوستل او نصب بشپړ شول نو د هیواد د ترافیکي پولیسو نظام دې یو وخت ورته وټاکي چې په معین وخت کې ټول وګړي مجبور کړي څو د خپلو هغو موټرونو اشترینګ بدل کړي چې د افغانستان په لاس نه دي.

 

د ترافیکي پولیسو قانون او نښو ته درناوی

ترافیکي نښې د انسانانو د سالمیت، آرامتیا، په ښه وسیله د لیږدونکو وسایطو د چلولو او نوموړي قانون ته د درناوي په موخه نصب کیږي نو له همدې کبله د دې نښو او قانون په ساتنه، پالنه او د هغه په لارښوونو باندې عمل کول د انسانانو د حمایې او د ترافیکي قانون د ځواکمنتیا سبب کیږي.

په کومه ټولنه کې چې غښتلی ترافیکي قانون حاکم وي هلته د ناوړه پیښو ګراف ډیر ټیټ او خلک یې د آرامۍ، خوښۍ او امن احساس کوي خو په کومه ټولنه کې چې ترافیکي قانون ماتیږي نو ورسره جوختې په سلهاوو بدمرغۍ او ناخوالې هم سر پورته کوي. پر دې برسیره د ناوړه پیښو کچه لوړیږي، د انسانانو تلفات زیاتیږي او د نقلیه وسایطو خرابوالی هم په لوړه پیمانه رامنځته کیږي. په همدې توګه د ټولنې وګړي یو د بل ګریوان ته لاس اچوي، جنجالونه ډیریږي او د یوې سالمې ټولنې د پرمختګ چارې ټګنۍ کیږي.

 

ترافیکي پولیسو ته د غوره امتیازاتو منل

که چیرې حکومت غواړي چې ترافیکي نظام د مناسب سمون په لوري ګړندي ګامونه پورته کړي نو اړینه ده چې د دې نظام ټولو هغو چارواکو ته په ښو امتیازاتو قایل شي چې مسلکي وړتیا ولري، د خپلې دندې د ښه اجرا کولو آزموینه یې ورکړې وي او خپل مسلک ته د زړه له اخلاصه ژمن وي. ځکه چې د نورو دندو په پرتله د ترافیکي پولیسو دنده زیاته له ستونزو، ګواښونو او مشکلاتو ډکه ده نو له همدې کبله ضروري ده چې هغه د چارو د غوره سر ته رسولو په صورت کې په مادي او معنوي امیتازاتو د حکومت او اړوندو چارواکو له لوري و نازول شي.

 

ترافیکي پولیسو ته د اړتیا وړ وسایلو برابرول

پولیس هغه مهال د هیواد په کچه یو بریالی ځواک ګڼل کیدای شي چې د ښو زده کړو، اخلاقو، قانون او تجربو سره یو ځای په غوره وسایلو سمبال وي نو له همدې کبله ضروري ده چې د امکان په صورت کې هغه ته وړ وسایل آماده، پر هغه باندې پوه او له هغه څخه د اغیزمنې استفادې لارې چارې ورته و ښودل شي.

په دې لړ کې بیسیم مخابرې ډیره ښه، موثره او اغیزمنه دنده تر سره کولای شي البته چې په موثره توګه د ترافیکو پولیس ګټه ورڅخه واخلي او په دې لړ کې د قانون په وړاندې هیڅ ډول مصلحت په نظر کې  و نه نیسي بلکي د قانون پلي کول له هر څه لوړ و ګڼي.

 

له پولیسو سره د چارو په سر ته رسولو کې مرسته

د خلکو په منځ کې باید د دې فکر پیاوړي کولو ته کار وشي چې پولیس او په تیره بیا د ترافیکو پولیس ډیره مهمه دنده تر سره کوي نو له هغوی سره د خپلو چارو د سر ته رسولو په هکله باید مرسته وشي، وهڅول شي او د کارونو بهیر یې په داسې لوري سوق نه شي چې د اداري فساد خوا ته یې بوزي او یا د اړوندو چارو د ټګني کولو سبب شي.

همدارنګه خلکو ته واضح شي چې پولیس د دوی د خدمت، سالم ژوند او یوې نیکمرغه ټولنې د جوړیدو په موخه په کار ګمارل شوي دي نو له هغوی سره د خپلو اړوندو چارو په سر ته رسولو کې هر اړخیزه مرسته باید وشي.

 

د اداري فساد مخنیوی

د ترافیکو د پولیسو ځواک هغه مهال په اغیزمنه توګه خپلې دندې مخته بیولای شي، نظام یې ښه کیږي او د اغیزمنه وده مومي چې د خلکو باور، ډاډ او اعتماد ترلاسه کړي داسې اعتماد چې ګواکي پولیس کولای شي چې په شفافه، اغیزمنه او سپیڅلې توګه خپلې ورسپارل شوې دندې مخته بوزي او په دې هکله د هر ډول اداري فساد مخه و نیسي.

اوس مهال کله چې خلکو او بیا په ځانګړې توګه د هیواد موټر چلوونکو ته ترافیکي پولیس یاد کړې نو داسې یوه څیره یې سترګو ته ودریږي چې پولیسي دریشي یې په ځان او د موټر چلوونکو د ځورولو ډول ډول وسیلو ته لاس اچوي موټروان د خلاصون زارۍ ورته کوي خو د ترافیکو پولیس پرې رحم نه کوي. نو له همدې کبله پولیسو ته هڅه په کار ده څو د خپلو مثبتو کړنو په وسیله د خلکو په ذهن کې موجوده تصور په داسې یوه څیره بدل کړي چې د غوره خدمت، اخلاقو او همکارۍ  دوړانګو ځونډي یې د دریشۍ په هره خوا بیلې بیلې نندارې کوي او نومونه یې د هیواد د غوره خدمت په تاریخ کې ثبت شي.

 

د ترافیکي وسایطو د انتقال لپاره د متبادلو لارو او معبرونو جوړول

د افغانستان د ښارونو د سړکونو اوسنۍ وضع، کمیت او کیفیت ټول یو خواشینونکی حالت لري او د ښار ګڼه ګوڼه د دې خبرې پخلی کوي چې په ښارونو کې زیاتو لارو، سړکونو، متبادلو معبرونو او هوایي پلونو ته اړتیا شته ده. د هیواد د ښارونو د سړکونو اوسنۍ وضع داسې ده چې یوازې د کابل د ښار سړکونه د ساري په توګه د  ۴۰۰۰۰ څلویښت زره ترافیکي وسایطو لپاره ډیزاین شوي دي په داسې حال کې چې اوس مهال پرې له ۴۰۰۰۰۰ څلور سوو زرو څخه زیاتې ترافیکي وسیلې خوځیږي او نوموړې شمیره د ورځې په تیریدو سره نوره هم لوړیږي. د هیواد په نورو ښارونو کې هم دغه وضع روانه ده. نو د متبادلو لارو جوړول د افغانستان د ترافیکي نظام لپاره ډیره زیات ضروري دي او د اوسني ترافیکي نظام په سمون کې لویه ونډه لري.

 

پایله:

د افغانستان ترافیکي نظام اوس مهال په ټول هیواد کې دومره ښه نه دی چې د صفت وړ وي خو د ښه والي لپاره یې هڅې روانې او د سمون په برخه کې یې د دې هیواد خلک، حکومت او پولیس ګډ مسولیت لري.

د دې لیکنې په ترڅ کې ځینو هغو ستونزو ته لنډه کتنه وشوه چې نوموړی نظام ورسره مخ دی او یو لړ داسې وړاندیزونه هم طرح شول چې له هغه سره د سمون په لاره کې مرسته کولی شي. خدای دې وکړي چې زموږ هیواد ژر تر ژره د یوه اغیزمن ترافیکي نظام څخه برخمن شي.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت