ګل آغا احمدي وردګ

 

یووالی د سوله ایز ځواک اغیزمنه وسیله

 

یووالی له داسې وړانګو او برکاتو څخه ډک دی چې د کایناتو د ستر خالق خوښ دی او همیش یې خپل بندګان د یووالي په رنګین دسترخوان باندې کښیناستلو ته رابللي دي. د یووالي بنسټ دی چې په یوه ټولنه کې د سترو سترو بدلونونو د راوستلو دنده پر خپله غاړه اخلي همدارنګه یووالی دی چې د انسانانو زړونه سره نږدې کوي، ځیګرونه د سپیڅلتیا پر اوبو وینځي او داسې یو انساني ځواک منځته راوړي چې د هر اړخیزو بدلونونو رسۍ په خپل لاس کې اخلي. البته د دې خبرې څرګندول ضروري دي چې یووالی په یوه ټولنه کې نه یوازې مثبت بدلون د عمل صحنې ته راوستلی شي بلکي کله نا کله د منفي بدلونونو د راوستلو سبب هم کیږي ځکه چې نوموړی کار د انسانانو په نیت، موخو او عمل پورې اړه لري چې د څه لپاره یې یووالی کړی دی، کوم تغیر راوړل غواړي او موخه یې څه ده؟ خو د دې خبرې یادونه هم ضروري ده چې په زیاتو مواردو کې د انسانانو تر منځ یووالی د یوه غوره او سپیڅلي بدلون د راوستلو په موخه تر سره کیږي چې په لرې او نږدې واټن کې د ښو پایلو درلودونکی وي.

زموږ د هیواد وګړي او بیا په ځانګړې توګه فرهنګي کړۍ د خپلو خلکو د یووالي او په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره سخت تږي دي او غواړي چې د یوه پوخ عزم له مخې د تاریخ په دې اساس پړاو کې د خپلو خلکو تر منځ ټینګ یووالی رامنځته کړي، په یوه نظر شي او د زمانې ګواښونو ته اغیزمن غبرګون ووايي.

په دې لړ کې افغان زړه سواندي چارواکي، روڼ آندي، لیکوالان، شاعران، ادیبان، فرهنګیان، دیني عالمان، مسلکي پوهان، ښوونکي، استادان، محصلین، زده کوونکي او عام وګړي کولای شي چې د خپل نظري او عملي یووالي په ترڅ کې د هیواد په سطح د ژوند په مختلفو سکتورونو کې ستر ستر مثبت بدلونونه رامنځته کړي. خو د دې یووالي لپاره د یوه داسې کاري چوکاټ د رامنځته کیدو اړتیا لیدل کیږي چې د افغانانو اړوند اړخونه د هغه له مخې د یووالي په بهیر ورګډ او د رڼو هیلو غوړیدو ته لاره و مومي. په دې لیکنه کې هڅه کیږي چې د یووالي د چوکاټ د رامنځته کولو لپاره ځینې اړین ګامونه د خوږو لوستونکو مخې ته کیښودل شي.

 

د موجوده ګواښ انتخاب

په یوه ټولنه کې زیاتې نیمګړتیاوې موجودې وي چې د ټولنې غړي، مسوول ،زړه سواندي، فرهنګي او کلتوري اړخونه  یې د لرې کیدو هیله لري او غواړي چې په معقوله توګه د ستونزو، نیمګرتیاوو، ناخوالو او ګواښوونو مقابله وکړي. له همدې کبله ضروري ده چې لومړی د داسې یوه ګواښ حل کیدو ته مټې را ونعاړي چې تر نورو یې په ټولنه کې زیان ډیر وي او حل یې د ټولنې د وګړو لپاره د هر اړخیزو ګټو درلودونکی وي.

د یوه ګواښ، ستونزې او یا پیچلې موضوع انتخاب له هغو هیلو، آرمانونو او آرزوګانو څخه په ښه توګه منعکس کیدای شي چې د ټولنې د زیاتو وګړو تر منځ د خپل اهمیت له مخې د خبرو محور ګرزیدلې وي او د حل لپاره د نورو موضوعاتو څخه د مخه باید غوره شي.

 

د موضوع په اړه عمومي نظر پوښتنه

کله چې موضوع غوره شوه نو په دوهم ګام کې د موضوع په هکله د نظر له خاوندانو څخه د عمومي نظرپوښتنې پروسه صورت مومي. دغه نظر پوښتنه په څو طریقو شونې وې یو دا چې د اهل نظرو تر منځ له هغو کسانو سره مطرح شي چې د نورو په پرتله یې خپل هیواد، ملت او خلکو ته د خدمت د عملي آزموینې بریالۍ پروسه تر سره کړې وي. په دوهم قدم کې د اهل خبره کسانو په مجلسونو، ادبي بنډارونو او د مشرانو په غونډو کې وړاندې او د هغوی نظر پرې وغوښتل شي. همدارنګه د نوموړو نظریاتو د نچوړ لپاره مشخص افراد غوره او د مختلفو نظریاتو د توحید پروسې ته پراختیا ورکړل شي. د موضوع په اړه د عمومي نظر پوښتنې په لړ کې کیدای شي چې موضو د یوه کاغذ پرمخ ولیکل شي بیا د پوست کارد په څیر جوړه د پوستې او ایمیل له لارې د هیواد د ننه او له هیواد څخه بهر اهل نظر کسانو ته ولیږل شي او د هغوی نظریات پرې راغونډ او هغه کمیټې ته یې و سپاري چې د ستونزې د حل لپاره کار کوي. یا دا چې کاغذ لاس په لاس د ټاکل شوو کسانو په لاس د نظر خاوندانو ته وسپارل شي او د هغوی نظریات ترې راټول کاندي.

 

د موضوع په اړه د لیکنو بهیر ته پراختیا

د مشکلې موضوع، ستونزې او یو موجوده ګواښ د منځه وړلو لپاره لیکنه د یوې داسې وړانګې حیثیت لري چې د خپلې رڼا د پلوشو په خورولو سره د هیڅ ډول ستړیا احساس نه کوي. په ټولنه کې د مشخصې او ټاکل شوې موضوع په اړه د مختلفو لیکوالانو لیکنې او ستونزې زیاتره پټې خواوې راسپړي، ښکاره کوي یې او د هغه د حل لپاره مناسبه تګلاره انتخابوي. همدارنګه لیکنه په ستونزه کې ښکیل او مسوول اړخونه له یو بل سره د حل په داسې یوه چوکاټ کې مخامخ کوي چې په نرمۍ او دلایلو باندې سمباله وي او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي. لیکنه د یوې ادعا د ریښتنوالي لپاره تر ټولو غوره، شفاف او ګړندی دلیل ګڼل کیدای شي چې د مختلفو لیکوالو د معلوماتو پټې سینې د مسوولانه ویناوو په کلام سمبالوي.

لیکنه د داسې یوه غشي حیثیت لري چې د موخې نښه په منځ ولي او د ستونزو حل ته په مختلفو لارو باندې د ورتګ مسیر څرګندوي. نو د ستونزې د هواري په دې مرحله کې د یوې ټولنې مختلف لیکوالان د خپلې ملي دندې له مخې د موضوع د روښانه کولو او هغه ته د حل لارې د موندلو په موخه د لیکنو، وړاندیزونو او طرحو یوه غښتلې لړۍ پرمخ بیايي.

 

د موضوع مطرح کول د اړوندو اړخونو سره

کله چې موضوع روښانه شي نو له اړوندو اړخونو سره یې مطرح کول آسانه کیږي او د کار په بهیر کې همدغه مرحلې ته نوبت را رسیږي څو هغه له مختلفو مسوولو اړخونو سره مطرح او د حل لپاره یې غوښتنه وشي.

یوه ستونزه او مشکله موضوع هغه مهال له مسوولو اړخونو سره په غوره توګه مطرح کیدای شي چې د یوه ښه پلټ فارم په شکل کې مطرح شوې او ټول اړخونه یې ښکاره وي. همدارنګه په دې مرحله کې هغه غبرګونونه هم په ښه توګه جوتیږي چې مسوول اړخونه یې د موضوع د مطرح کیدونکي اړخ په مقابل کې څرګندوي.

د اړوندو اړخونو څخه مطلب یوازې هغه اړخ نه دی چې د موضوع د حل کیدو دنده پر غاړه ولري بلکي له هغو شخصیتونو، موسساتو، دفترونو او مقاماتو سره هم تماس نیول کیږي چې د ستونزې د حل ملګري او د ټولنې غوره خواخوږي ګڼل کیږي. همدارنګه په دې مرحله کې هغه دلایل هم په ښه توګه جوتیږي چې ځینې مغرض اړخونه په ټولنه کې د ستونزې د بقا لپاره د پخوا په څیر هڅه کوي.

 

د موضوع په اړه د غونډو او سمینارونو جوړول

کله چې په ټولنه کې د ستونزې د حل بهیر دغه مرحلې ته را ورسیږي نو ورسره ورو ورو د وړانګو لیلاوې د بریالیتوب نڅا ته ځان جوړوي او د موفقیت په لوړ افق کې ناستې سپیدې د سهار موسکا ته لاره پرانیزي.

د غونډو او سمینارونو په ترڅ کې یوازې پر هغه موضوع بحث کیږي چې په ټولنه کې د یوې ستونزې په څیر پاتې او د حل کیدو لحظې ته شیبې شمیري. د غونډو او سیمنارونو په دې مرحله کې له هغو اهل نظر څخه د موضوع د څرګندولو ویناوې اخیستل کیږي چې د ستونزو له حل سره د نورو په نسبت زیاه خواخوږي لري. همدارنګه د ویناوو د کولو حق زیاتره برخه هم هغو افرادو او موسساتو ته ورکړل شي چې په دې لاره کې یې له نورو څخه زیات زیار ویستلی وي. په همدې توګه په دې مرحله کې کاري اړخونه کولای شي چې د ستونزې د سپړنې ، نظر غوښتنې، موافق او مخالف غبرګون د معلومولو سره سره د ستونزې د معقول حل په هکله د غونډې پریکړه لیک صادر د مطبوعاتو او د مسوولو اړخونو په واک کې یې ورکړي.

 

په موجودو مطبوعاتو کې د موضوع منعکس کول

په ټولنه کې یوه موجوده ستونزه، یوه پیچلې موضوع، یو زیان رسوونکی ګواښ او یوه ناوړه پدیده هغه مهال د ټولنې د ټولو موجودو پرګنو په وړاندې په واضحه توګه څرګندیدای شي او د حل لپاره یې د لټون لارې چارې موندل کیدای شي چې د ټولنې په موجودو مطبوعاتو کې په شامل، ریښتني او  اغیزمن شکل انعکاس پیدا کړي.

له مطبوعاتو څخه موخه ټولې هغه خبري رسنۍ لکه رادیو، تلویزیون، ورځپاڼې، مهالنۍ، اخبار، مجلې، بریښنا پاڼې، ویبلاګونه او داسې نور اړوند څیزونه دي چې د یوې ټولنې لپاره په ملي او نړیواله سطح د هیواد د ننه او بهر ژورنالیستکي فعالیتونه کوي.

مطبوعات د ټولنې د څلورم ځواک مانا لري چې تر اجراییه، مقننه او قضاییه قوې وروسته خپل اغیز په خپلو اوسیدونکو باندې شیندي نو له همدې کبله د ټولنې د مطرح شوې  ستونزې د معرفي، شنني، سپړنې او هغه ته د حل لارې موندلو په لاره کې مطبوعات لوی لاس لري.

 

د موضوع په اړه د عرض پاڼو لړۍ

په ټولنه کې موجود انسانان کولای شي چې د یوه بې شانه یووالي په جامه کې د لیکونو، وړاندیزونو، طرحو او مسوولو اړخونو ته د یو ځايي عرض پاڼو په وړاندې کولو سره د ستونزې حل ته د عمل چادر په سر او د حل رنګین، واقعي او ریښتني ګلونه پرې وشیندي.

یو ځایي عرض پاڼې هم د هغه وړاندیز له مخې کیږي چې په ټولنه کې د بې عدالتیو د حل غوښتونکي یې د خپلو لیکنو، مجلسونو، محفلونو، غونډو، سمینارونو او بلنو په ترځ کې د ټولنې د مختلفو پرګنو څخه و غواړي چې په متحد ډول مسوول اړخ ته د مشخصې ستونزې د حل لپاره عرض پاڼې وړاندې کړي. همدارنګه د دې عرض پاڼو په لړ کې دا خبره هم جوته شي چې د خلکو په نظر د موجودې ستونزې حل په څه ډول شونی دی؟ کله چې د متحد مطلب لرونکې عرض پاڼې  په وار وارې وړاندې شوې نو د ټاکلي پلاوي وړې وړې ډلګۍ دې د هغه د پایلو د څیړلو لپاره په کار و ګمارل شي څو د تعقیب چارې یې په ښه توګه پر مخ ولاړې شي.

 

د موضوع د تعقیب په هکله د ستړیاوو زغمل

یوه ستونزه  هغه مهال مناسب حل مومي چې د حل  په لاره کې یې پراخې هلې ځلې وشي، د ستونزو حل کووونکی پلاوی ستونزې و زغمي، په پوره صبر، متانت، حوصلې او پراخه سینه په دې لاره کې د چلنجونو مقابله وکړي. همدارنګه د ګواښونو سره په پراخه سینه د خپل یون بنسټ غښتلی او د بریالیتوب هسکې څوکې ته د خپلو آرمانونو وړانګې تر لاس و نیسي.

د موضوع تعقیب ځکه ضروري دی چې له پراخو هلو ځلو، هڅو او کوشش څخه پرته د بریالیتوب پوړۍ ته رسیدل آسانه خبره نه ده بلکي د انسانانو شامل، هر اړخیز او دوام لرونکی کار د ښو پایلو په لور د هیلو کاروان پرمخ بیولی شي. انسان باید هیڅکله د مایوسۍ، ناکامۍ، ستړیا او خفګان احساس و نه کړي او په دې باور ولري چې د هرې لاسته راوړنې په لاره کې هسکې او ټیټې هرو مرو شته دي. همدارنګه انسان باید ډاډه وي چې د خپل کار مثبته پایله به یا خو په نږدې او یا لرې واټن کې په لاس راوړي او هغه ته به دعمل جامه پوښي خو په یوه شرط چې د ستړیاوو او سرګردانیو سره سره یې بیا بیا تعقیب کړي.  

 

د ستونزې حل د عمل ډګر ته راوړل

د یاد شوو ګامونو په طی کولو سره ستونزه نو نور د حل له دروازې څخه د باندې راوزي او د کوششونو لیلا د عمل ګلونه په خپل ښایسته وربل باندې ټینګوي. انسان باید ډاډه وي څرنګه چې ستونزه او ناوړه پدیده بیدا کیږي همداسې ورته دحل کلی هم موندل کیدای شي خو په دې شرط چې د حل لپاره یې ګامونه پورته شي، هر اړخیز کار ورته وشي او په دې لاره کې ستړیاوې په سړه سینه وزغمل شي.

د عمل ډګر ته د ستونزې د حل راوستل باید په داسې ډول وي چې د ستونزې ټولو اړخونو ته یې د مثبت حل ځواب موندلی او د خلکو له هیلو سره څنګ پر څنګ د ټولنې د پرمختګ په بهیر کې ونډه واخلي.

 

د موضوع د تعقیب په اړه د خپلو کارونو ارزیابي

د هر کار او هرې هڅې  په پای کې ارزیابي ضروري ده ځکه چې انسان کولای شي خپله دغه تګلاره د نورو ستونزو د حل لپاره هم سرمشق وګرزوي. د ارزیابۍ په مرحله کې لیدل کیږي چې د ستونزې په حل کې ګوم ګامونه تر نورو اغیزمن وو؟ کومې تګلارې زیاتې موثرې وې؟ کومې وسیلې د کاري پروسې په لړ کې د موخو د لاسته راوړلو لپاره تر نورو ګړندي ګامونه کیښښودل؟ څومره وخت پرې ولګید؟ آیا هغه موخې په غوره توګه تر لاسه شوې دي چې د لاسته راوړلو لپاره یې هڅې کیدې؟ څه کول پکار دي چې یو ځل بیا په ټولنه کې له منځه تللې ستونزه بیا هم سر را اوچت نه کړي؟ کومې بدیلې لارې پکار دي چې په ټولنه کې د لاسته راغلي حل د ساتلو ضمانت وکړي او په دې توګه نورو پوښتنو ته ځوابونه موندل د ارزیابۍ کار دی.

 

پایله:

په ټولنه کې د ستونزو د حل غوره لاره سوله ایزه مبارزه ده په دې توګه چې ستونزه کشف، د حل لپاره یې د ټولنې وګړي مناسبه تګلاره اختیار، ستونزه معرفي، اړوندو اړخونو ته مطرح او د حل په لاره کې یې نه ستړې کیدونکې ګامونه پورته کړي. په دې لیکنه کې ځینو هغو ګامونو ته په لنډه توګه اشاره وشوه چې د ټولنې وګړي یې د ستونزې د نابودۍ لپاره استعمال او خپل ژوند د بریاوو په مخکښ کاروان کې یقیني کړي. همدارنګه جوته شوه چې په ټولنه کې هره موجوده ستونزه د هغه د خپلو وګړو په صادقانه هلو ځلو د حل لاره مومي او په دې کار سره د انسانانو دخوښۍ اسباب برابریږي خو په دې شرط چې د بشپړ یووالي په چوکاټ کې وي.

د ۱۳۸۶ کال د وري د میاشتې ۹ نیټه ـ کابل

 


بالا
 
بازگشت