د جبهو جوړولو لوبه به تر کومه توده وي؟

 

ګل آغا احمدي وردګ

 

د ډیرو افغانانو او نړیوالو په ذهن کې دا پوښتنه را پورته کیږي چې آیا موږ به کله هم له هغو معیارونو سره ځان عیار کړو لکه چې د بهرنۍ نړۍ اوسیدونکو خپل کړي دي، حاکم ارګانونه یې د هغه په اساس خپل هر اړخیز بنسټونه جوړوي او د اړوندې ټولنې لپاره خدمت کوي؟

د یوه هیواد اساسي قانون، د سیاسي نظام څرنګوالی، ملي بیرغ، ملي نښان، ملي سرود او داسې نور ملي ارزښتونه ټوکې نه دي چې هر کله ځینې افراد یا ډلې وغواړي نو هغه دې تغیر کړي او یادې په هغه کې د خپلې خوښې، خپل میل او خپلې طبعې سره سم بدلولونه راولي بلکي یاد شوي او داسې نور ضروري بنسټونه د یوه ملت د ټولو ساکنو پرګنو داسې ملي پانګه ده چې د تاریخ په یوه اساس پړاو کې یې جوړښت صورت مومي او بیا نو په پیړیو پیړیو د اړوندې ټولنې نسلونه د هغه په رڼا کې خپل هر اړخیز ژوند مخ ته بیایي په سر  او مال سره د خپلو ملي ارزښتونو ساتنه کوي.

د ساري په توګه که د امریکا اساسي قانون ته و ګورو نو له ۱۷۸۱ میلادي کال څخه سرچینه اخلي چې بیا په ۱۷۸۷ میلادي کال یې لومړۍ مسوده لیکل شوې او د وخت په تیریدو سره فرعي بدلولونه پکې راغلي او د بشپړتیا په لوري یې ګامونه ایښي دي چې نن ورځ د نړۍ له بریالیو اساسي قوانینو څخه ګڼل کیږي. د امریکايي ټولنې ټول ساکن وګړي یې احترام کوي، ساتنه، رعایت او عملي کول یې فرض ګڼي او د هماغه جوړ شوي قانون په رڼا کې خپل ژوند په بریالۍ توګه پر مخ وړي.

په همدې توګه د  انګلستان د اساسي قانون د جوړولو بهیر بیا تر دې هم پخوانی تاریخ لرلید لري او ۱۲۱۵ میلادي کال څخه پيل کیږي چې په ۱۸۸۵ میلادي کال بیا د خپل پوخوالي مرحلې ته رسیدلی او نن ورځ هم د نوموړي هیواد اساسي قانون ګڼل کیږي، وګړي پرې ویاړ کوي او په خپل عملي ژوند کې یې تطبیق کوي. په همدې توګه نور پرمختللي هیوادونه د ورته بهیر سره مخ دي او اساسي قوانین یې اوږدې تاریخچې لري.

له بلې خوا  د دریمې نړۍ هیوادونه هم نن ورځ د ملي ارزښتونو په هکله له موږ څخه وړاندې دي او هر هیواد د خپل تشکیل او خپلواکۍ  په لومړي پراو کې اساسي قانون، ملي بیرغ، ملي نښان، ملي سرود، کرنسي او داسې نور ملي ارزښتونه جوړ کړي، مطبوع خلک یې په ځان عملي کوي او د هغه په سیوره کې خپل ژوند مخته وړي.

اساسي قانون د یوه هیواد د نظام د څرنګوالي، حکومت، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، قضايي، ښوونیز، حقوقي او هر اړخیز نظام د جوړولو په لاره کې د هیواد تر ټولو لوړه مرجع ګڼل کیږي چې په جوړولو کې یې د هیواد د میشتو ټولو پرګنو استازي ګډون کوي او د اړوندې ټولنې وګړي خپل هر اړخیز ژوند د هماغه په رڼا کې برابروي.

په تیرو څه  د پاسه دوه نیمو لسیزو په دور کې افغانستان د پخواني شوروي له خوا د بهرني یرغل او اوږدې کورنۍ جګړې سره مخ وو چې زموږ یو زیات شمیر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د ملي زیربناوو زیاتره برخه د اور خوارک شوه، زموږ د هیواد سیاسي، ټولنیز، تعلیمي او هر اړخیز بنسټونه یو پر بل پسې په ټولنه کې و نړیدل، قانون له منځه لاړ لنډه دا چې د هیواد زیاته برخه مادي او معنوي شتمني له نشت سره حساب شوه او په سلګونو داسې نورو ناخوالو د دې ملت په سرنوشت باندې منګولې ټینګې کړې دي.

نږدې څلور کاله وړاندې او د ۱۳۸۲ په وروستیو کې د افغانستان خلک په دې و توانیدل چې د بهرنۍ نړۍ د پراخې همکارۍ او د بن د پریکړې په اساس له ډیرو ستونزو، هلو ځلو لګښتونو، پراخو منډو او زړه سواندو هڅو سره یو ځای د هیواد لپاره نوی اساسي قانون جوړ کړي.  په همدې توګه د اساسي قانون د لویې جرګې په لړ کې ریاستي نظام د دې  هیواد د سیاسي برخلیک لپاره تصویب شو. دا دي څلور کاله لا پوره شوي نه دي چې بیا د ځانګړو موخو درلودنکې  یو شمیر کړۍ غواړي چې د هیواد هغو ملي ارزښتونو ته تغیر ورکړي چې د پرمختللیو او مخ پر ودې هیوادونو خلک یې د پیړیو پیړیو راهیسې د عمل وړ بولي او بریا یې هم په دې کې ده چې ثابت ملي ارزښتونه لري.

زموږ هیواد له یوه داسې بدمرغ برخلیک سره مخ دی چې ځینې ځانګړې ډلې او افراد یې د خپلو سلیقه یي موخو په شاوخوا را څرخوي غواړي چې د تل لپاره د دې حلقاتو اراده پرې حاکمه وي، هغوي چې څه کوي د دوی په خیال روا ده که د ملت وګړي له هر راز راتلونکي سره مخ کیږي نو د دوی یې پرې څه؟ خو مهمه دا ده  چې همدغه ښاغلي په واک کې وي.

دې ښاغلیو ته باید وویل شي چې که تاسو په اساسي قانون او د سیاسي نظام په څرنګوالي کې د خپل میل مطابق بدلون راولی نو کوم ضمانت وجود لري چې له تاسو وروسته به یې بیا څوک تغیر نه کړي؟ نو ښه خبره دا ده چې د افغانستان حکومت او ټول مطرح اړخونه په داسې یوه بنسټ توافق سره وکړي او هغه د اساسي قانون برخه وګرزوي چې د اساسي قانون په اصلي موادو لکه د نظام څرنګوالی، ملي بیرغ، ملي نښان، ملي سرود، کرنسي او داسې نورو کې څوک لږ تر لږه د ۳۰۰ کلونو لپاره بنسټیز بدلولونه نه شي راوستلای خو هو فرعي مسایل به استثنايي شکل لري او د بدلون وړ به وي.

د جبهو ایتلافونو او ډلو جوړول که په هیواد کې د یوې اړتیا له مخې او د یوې سپیڅلې موخې د سر ته رسولو لپاره هغه مهال جوړې شي چې هیواد مو په بشپړه توګه د امن غیږې ته پریوتی وي، د هیوادوالو زیاتره برخه یې لوستی او منظم تعلیمي پروګرامونه یې سر ته رسولي وي، قانون د وګړو د ژوند په ټولو برخو کې په بشپړه توګه حاکم وي او د یوې مثبتې سیالۍ او غوره خدمت لپاره نوموړی کار وشي نو تر دې خو ښه خبره نشته او که د هیواد اوسنیو نازکو حالاتو ته پاملرنه وشي چې په څومره لوی مشکل او د بهرنۍ نړۍ په پراخه نظامي او اقتصادي مرسته مو د هیواد دغه اوسنی حالت منځته راغلی نو د جبهو جوړولو ملاتړي دې د خپل وجدان له مخې قضاوت وکړي چې آیا اوس هغه وخت را رسیدلی چې بیا دغه مظلوم او بیچاره وګړي په داسې ډلو سره وویشو چې پایله یې له صفر پرته بل څه نه ده؟

بل دا چې جبهې که په مناسب وخت کې د هغو کسانو او ډلو له خوا جوړې شي چې ملت ته یې د خپل غوره خدمت مثبته آزموینه ورکړې وي، سپیڅلې موخې ولري او د هیواد له ملي ارزښتونو سره لوبې و نه کړي، سوله ایزو آرونو ته ژمن وي، د هیواد هراړخیز حالات د دې کار تقاضا وکړي نو بیا هم یوه خبره خو په اوسنیو نازکو حالاتو کې د افغانستان خلک په هیڅ ډول تیار نه دي چې له یوې لنډې او نسبي آرامۍ وروسته بیا هم د داسې نوو جنجالونو لوري ته کش کړای شي چې منفي پایلې یې د هیواد د سیاسي تاریخ په نږدې ماضي کې ولیدل شوې. نو باید ووایو راځی چې نور دغه ځوریدلی او کړیدلی ولس په آرام پریږدو او د جبهو د جوړیدلو لوبه به تر کومه توده وي؟

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت