ګل آغا احمدي وردګ

 

 

ویب لیکنه

 

 

 

ویب سایټ، انټرنیټ پاڼه یا بریښنا پاڼه او د هغه لیکنه د معاصرې لیکنې د پرمختګ په لاره کې د یوه غوره، عصري، روښانه، پرمختللي او آسانه ګام په توګه ګڼل کیږي چې د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ په برکت یې د ادب، لیکنې او ژورنالیزم اړخ ته نوې ښکلا وربخښلې ده. باید وویل شي چې له بریښنا پاڼو څخه نه یوازې د ادب او لیکنې په اړخ کې ګټه  اخیستل کیږي بلکي په سوداګرۍ او د ژوند په ټولو چارو کې ورڅخه استفاده کیږي چې تر اوسه پورې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو بریښنا پاڼې جوړې شوې دي او د مختلفو موخو د لاسته راړولو لپاره انسانان ورڅخه ګټه اخلي.

د اړیکتیايي او خبرتیايي ټکنالوجۍ په وسیله د بریښنا پاڼې تر طرحې او ډیزاین وروسته ویب لیکنه یوه ساده، آسانه او عادي خبره ده  چې لیکوال د ځانګړو کلیکونو په ټوکلو او ځانګړو شیفرونو په ورکولو سره د ویب پاڼې د لیکلو خونې ته ورتللی شي، خپلې موضوع ته عنوان ټاکلی شي او په ښکلي شکل سره خپله لیکنه د ویب پاڼې په مطلوب زیرمتون کې ځای په ځای کولای شي. خو د دې تر مخه چې لیکنه په بریښنا پاڼه کې په لیکه شي باید زیات ځینې اړین ګامونه په نظر کې و نیول شي.

 

لومړی: د موضوع خوښول

لیکوال کولای شي چې د خپلې لیکنې لپاره داسې یوه موضوع انتخاب کړي چې د خپلو خلکو او ولس په ګټه او د نوو نوو پیغامونو درولودونکی وي. یا دا چې لیکنه تحقیقي او څیړنیزه بڼه ولري او د وخت له غوښتنې سره سم یې اړتیا احساس کیږي. د موضوع انتخاب د لیکنې په ډګر کې یو مهم او اساسي عنصر دی چې له لیکوال سره د خپلې لیکنې د بشپړولو په لاره کې همکاري کوي او هغه هڅوي چې د خپلې ټولنې د اساسي غوښتنو په اساس په هغه موضوعاتو باندې د خپل فکر بیړۍ او د خپل قلم ژبه وچلوي چې په ټولنه کې یې نیمګړتیا احساس کیږي، ټولنه د پراختیا په لوري بیايي او د بشر خدمت یې آساسي موخه وي. همدارنګه داسې موضوع انتخاب کړي چې د غوره افکارو، مطالبو او موخو د بیانولو ویندويي وکړي او په روښانه وړاندیزونو، نیوکو او معلوماتو سمباله وي.

همدارنګه موضوع باید د ټولنې د اړینو غوښتنو  سره سمه انتخاب شي څو په لیدلو سره یې د لوستونکي د خیال په نړۍ کې د هغه د محتویاتو د لوستولو شوق را بیدار کړي. لوستونکی و هڅوي چې خیر یو ځل خو یې وګوره که ګټه پکې نه وي نو له تاوانه خو بیخي خالي ده.

 

دویم: د عنوان ټاکل

خپلې لیکنې ته د اغیزمن او توجه جلبوونکي عنوان انتخاب د لیکنې پر بریالیتوب کې ډیره ستره ونډه ترسره کولای شي څو د لوستونکیو د ځانګړي پاملرنې وړ وګرزي.

که چیرې لیکوال خپلې لیکنې ته داسې عنوان ورکړی چې د خپلې لیکنې په تفصیل کې د هغه له یادولو څخه ډه ډه وکړي او د یوه ورک جوهر په توګه یې د لیکنې تر پایه وساتي څو د لوستونکي د زیاتې پاملرنې او توجه وړ وګرزي په داسې توګه چې د هغه  د تلوسې د پارونې سبب شي څو خپل ذهني حضور د لیکنې سره د لوستلو تر وروستۍ لحظې پورې تړلی وساتي.

غوره عنوان لیکنه د لوستونکې مخې ته په جذاب شکل وړاندې کوي او هغه لیکنه چې د غوره اغیزمن او مناسب عنوان درولودنکی وي لوستونکي یې زیاتیږي او په خپلو موخو کې د بریالیتوب سرحد ته رسیږي.

 

دریم: د لیکنې منځپانګه

د لیکنې د منځپانګې محتویات باید د داسې پارګرافونو په شکل کې د هغه باډۍ تشکیل کړي چې د لنډو، اغیزمنو، توجه جلبوونکو او فصیحو کلیماتو درولودونکي وي. کله کله خو لیکوال کولای شي چې د لیکنې له محیط سره سم مطالب په مخامخ شکل بیان کړي خو کله کله اصلي مطلب په طنزیه او غیر مستقیم ډول د لیکوال له لوري د بیان په ډګر کې ایښودل کیږي. خو کله کله موضوع ته په تفصیل سره د لیکوال له خوا اشاره کیږي او د لوستونکي مخې ته یې په داسې مینه ناک انداز نذرانه کوي څو د هغه تلوسه زیاته شي او په لوستلو یې د ستړیا احساس و نه کړي. اوږده لیکنه باید له یوې وړوکې سریزې، محتویاتو، منځپانګې، اغیزمنو پارګرافونو او پایلې څخه تشکیل شوی وي خو کله کله د هر پارګراف په سر کې فرعي عنوان یا شمیرې ورکول هم بیل خوند او کیف کوي څو د لیکنې محتویات که څه هم چې ځنځیري شکل ولري خو په بیله بیله توګه وړاندې شي څو د لوستونکو د پاملرنې په جلبولو کې خپل خاص رسوخ ته وده ورکړي او د مطلب د ښه وضاحت په موخه د لیکنې په  هره یوه نقطه باندې په خپل ځای ټینګار وشي او پخه خپلو موخو کې د بریالیتوب د ښکلاوو د لاسته راړلو هڅه وکړي.

 

څلورم: د لیکنې کمپیوټرایز کول

بریښنا پاڼې ته چې کله لیکنه ورکول کیږي نو لومړی باید هغه په کمپیوټر کې ټایپ شي څو ښکلی شکل غوره کړي، مناسب خط ورته انتخاب شي، په مناسب ډیزاین باندې سمسوره شي، ښه کمپوز شي او د لوستونکو د پاملرنې خوا ته د ښایستونو په جامه سمباله شي. سره له دې چې قلمي لیکنه هم د سکن له لارې او د یوه تصویر په شکل لومړی کمپیوټر او بیا بریښنا پاڼې ته لیږدول کیدای شي خو باید وویل شي چې یوه لیکنه په هغه صورت کې د ډیرو لوستونکو د پوهیدلو وړتیا له لاسه ورکړي. بل دا چې هغه سهوې، خطاګانې او غلطۍ هم په تمامه مانا نه شي اصلاح کیدای چې په لیکنه کې د قلمي لیکنې پر مهال پیښې شوې وي نو غوره خبره دا ده چې لیکنه لومړی په کمپیوټر ټايپ، غلطۍ یې اصلاح او بیا د غوره ډیزاین تر مرحلې وروسته بریښنا پاڼې ته و لیږدول شي.

 

پنځم: د کمپیوټري لیکنې دقیقه مراجعه

کله چې په کمپیوټر کې هغه لیکنه بشپړه شي چې باید بریښنا پاڼې ته و لیږدول شي نو مخکې لدې چې په ویب پاڼه کې په لیکه شي نو اړینه ده چې د غلطیو مخنیوی یې په دقیقه توګه تر سره او د مراجعې له یوې ژورې لړۍ څخه تیره شي څو د هغو سهوو، غلطیو او خطاګانو اصلاح را منځته شي چې لیکوال د کمپیوټري لیکنې په ترڅ کې ورسره مخ شوی دی. نوموړی کار به یا خو پخپله لیکوال سر ته و رسوي او یا به یې کوم بل لیکوال ته د اصلاح لپاره وړاندې کړي او تر دقیقې اصلاح وروسته لیکنه په بریښنا پاڼه کې په لیکه شي.

بیا هم مخکې له دې چې لیکنه په بریښنا پاڼه کې په لیکه شي ضروروي ده چې د هغه لپاره خوښ شوی عنوان او یا سرلیک په خپل ځای ولیکل شي او د بريښنا پاڼې هغه څانګه ورته خوښه شي چې دغه لیکنه ورپورې تړاو لري. همدارنګه د بریښنا پاڼې د زیرمتون د هغه ساحې پیژنده هم ضروری چې باید لیکوال خپله لیکنه د نورو د لوستلو او خوندي کول لپاره زیرمه کړي.

د دې حقیقت یادونه هم ضروري ده چې په بریښنا پاڼه یا ویبلاګ کې د لیکنې پر لیکه کولو نیټه، ورځ، وخت، عنوان، سرلیک او داسې نور اړین څیزونه د هغه سافت ویر په لارښوونه په خپله په اتومات ډول د بریښنا پاڼې مخې ته راځي چې مخکې له مخکې ویب سایټ ته ورکړل شوی دی.

دا خبره هم باید په پام کې و نیسو چې په بریښنا پاڼه کې نه یوازې لیکلي پیغامونه ثبتیږي بلکي په هغه کې هر ډول عکسونه، نقشې، جدولونه، طرحې او حسابي پاڼې هم دلیکنې سره یو ځای د اړتیا پر مهال ځای په ځای کیدای شي چې د ځانګړو لارښوونو له لارې ویب سایټ ته ورکول کیدای شي.

په همدې توګه لیکوال یا د بريښنا پاڼې چلوونکی کولای شي چې په خپله بریښنا پاڼه کې د لیکلو پیغامونو تر څنګ ویدیويي ټوټې، آډیو پیغامونه، سندرې او نور هر ډول پیغامونه هم ځای پر ځای کړي.

 

شپږم: د لیکوال نوم او تاریخ لیکل

له نیکه مرغه چې د خپلې لیکنې سره یو ځای هر افغان لیکوال خپل نوم لیکي چې دا یوه ډیره ضروري او په ځای خبره ده خو یوه لویه نیمګرتیا چې زموږ په افغاني او یا د سیمې په کچه په ختیځ چاپیریال حاکمه ده هغه د تاریخ (نیټه، ساعت، ورځ، میاشت، ځای او کال) نه لیکل دي چې ډیر کم لیکوالان ورته پاملرنه کوي.

په دې لړ کې باید وویل شي چې د نن ورځې لیکنه که په هره موضوع او د ژوند په هره برخه کې وي د سبا ورځې تاریخ ګڼل کیږي نو اړینه ده چې تاریخ او ځای  ته یې د خپلو ځانګړنو سره پاملرنه وشي. په همدې توګه که د غربي نړۍ د ولسونو کلتور او په تیره بیا د انګریزانو مشخصاتو ته وکتل شي چې و به لیدل شي چې حتی  یوه ورځ هم چیرې تیروي او یا په کوم ځای کې تم کیږي نو په هغه ځای کې داسې تاریخ لیکي چې د ډیر وخت لپاره یې د ړنګیدو امکان نه وي او د لیکنې په باره کې خو بیا دغه موضوع تر هر څه وړاندې په پام کې نیسي. هغه ملتونه چې تاریخ لیکي د نړۍ له بریالیو ولسونو څخه ګڼل کیږي او خپل هویت هیڅکله نه ورکوي.

افغان لیکوالو ته ښایي چې د خپل مروج تاریخ تر څنګ هجري قمري او میلادي تاریخ ته هم ځای ورکړي چې پرته له شک څخه د لیکنې اهمیت یو په دوه کوي. د ځای په هکله هم باید د ښار او هغه هیواد نوم د خپلې لیکنې په پای کې ولیکل شي چې لیکنه پکې تر سره شوې وي.    

 

پایله

ویب لیکنه د معاصرې لیکنې، پوهې او کلتور تر ټولو ښه شکل دی چې د لیکنې په نړۍ کې یې  د یوه عظیم او مثبت انقلاب پراختیا ته لاره پرانیستې ده چې په مختلفو شکلونو او د مختلفو موخو لپاره ترې د معاصرې نړۍ انسانان کار اخلي. خو غوره خبره دا ده چې دغه نوې او جادويي ټکنالوجۍ د ناسمو څیزونو په ځای د روا موخو او مثبتو معلوماتو او لیکنو لپاره ځانګړې شي. د دې لیکنې په لړ کې ځینو هغو ټکو ته په لنډ او مختصر ډول ګوته و نیول شوه چې د ویب سایټ یا بریښنا پاڼې د لیکلو لپاره یې په پام کې نیول اړین دي. په دې لړ کې  د یوې خبرې یادونه اړینه بولم هغه دا چې موږ افغان لیکوال او د علم مینان باید د ویب لیکنې خوا ته زیاته پاملرنه وکړو، نورې لیکنې مطالعه او د خپلې ژبې د ودې په لاره کې په لویه پیمانه ورڅخه کار واخلو د همداسې یوې روښانه هیلې په هیله.

 

 

 


بالا
 
بازگشت
carisoprodol toxic build up fioricet tablets ambien cr side affects phentermine pharmacy valium dosage ambien discount
phentermine china viagra cialis canadian pharmacy alprazolam xanax ambien com pharmacy india viagra cialis