بش، هغه انسان دوست؟! چې تل په لاريونونو بدرګه کيږي!

محمدکبير حقمل

www.ghbargon.blogfa.com

د اوسنۍ نړۍ په سياسي او نظامي بدلونونو او پيښوکې له مطرحو، بلکې عاملو څيرو څخه يو هم د امريکې ولسمشر جورج ډبليو بوش دى. دى د مشر بوش زوى او د امريکې له سرمايه دارو خلکو نه حسابيږي. نوموړى همدا اوس د امريکې دوهمه دوره ولسمشري پر مخ بيايي او له سخاوته يې په نړۍ کې ډير نور هم د پاچاهۍ پوړيو ته رسيدلي دي.

د امريکې په تاريخ کې د ولسمشر بش ستره ځانګړنه داده چې دى يو ستر انسان دوست؟! او بشري حقونو ته ليواله؟! انسان ده. په همدې توګه بش د لويديزې نړۍ د ډيموکراسۍ ستر علمبردار او خپروونکى ده، چې په همدې بهانه يې خپلو ډيرو له شيطانته ډکو کارونو ته لاره اواره کړې او خلک يې غولولي دي.

ولسمشر بش ددې ترڅنګ چې يو انسان دوست؟! او د مظلومانو د حقونو مدافع؟! ده، خپل هيواد وال هم ډير ورته ګران دي او ددې ترڅنګ چې په خپلو شيطانيو کې يې کله کله وريتوي، خو بيايې هم د نړۍ په سترو خلکو کې حساب کړي او د يوويشتمې پيړۍ فاتحان يې ځينې جوړ کړي دي.

ښايي د حيرانتيا خبره وي چې بش ته څنګه د يوه انسان دوست او د بشري حقونو مدافع نسبت کيداى شي او ياهم ښايي دا خلکو ته ډيره په زړه پورې وي چې بش غوندې انسان چې د ډيرو امريكايانو ميندې يې بورې كړې، دوى يې ناروا جګړو ته ورټيل وهل او ډيرې دښمنۍ يې ورته پيدا كړې، څنګه کيداى شي وطن پال او يا هم په خپلو خلکو مين انسان وګڼل شي، خو شته داسې دلايل چې د نوموړي پورتني ټول اوصاف ريښتيا کوي او د تاييد نښه ورباندې لګوي. د امريکې د ولسمشر د انسان دوستۍ ستره نښه په پيل کې له اسرائيلو سره دده وروري ثابتوي، هغه اسرائيل چې د نړۍ د سترو غاصبينو په توګه د فلسطين د مسلمان ملت وينې زبيښي او په ځمکو يې خيټه ورته اچولې ده، د بش له خاص مرحمت نه برخمن دي او ددې ترڅنګ چې له هرراز نارواو نه يې دفاع کوي، ددغو ظالمو په وړاندې جنګيدونکي ګواښي او په ډيره نامردۍ د هغوى حقه حقوق ترپښو لاندې کوي، د بش او دې ته ورته خلکو مرستې دي چې همدا اوس اسرائيل د اټومي ځواک څښتنان دي، ټوله عربي او اسلامي نړۍ ګواښي او په ورځ كې په لسګونو كسان وژني. د بش انسان دوستانه سياست ده چې د عراق روا او ثابت نظام له منځه ولاړ او اوس هره ورځ هلته په لسګونو مسلمانان د يوبل په لاس له منځه ځي. بش خو دډيموکراسۍ علمبردار ده او دا ادعا کوي چې هر ګام يې نړۍ ته د سولې پيغام ځان سره لري، خو دابه څوک ورته ووايي چې ستا هر ګام د مظلومو ملتونو پرستونو ايښول شوى او هره لحظه له دغو ملتونو نه ژوند اخلې!

بش خو ځانته د معاصرې نړۍ ناجي وايي، خو دا يې هيره ده چې ده نه يواځې داچې ملتونو ته نجات نده ورکړى، بلکې دوى يې د بدبختۍ داسې کندې ته اچولي چې راختل به يې ترينه ډير ګران وي.

پنځه کاله وړاندې بش انسان دوستۍ او ډيموکراسۍ ته د خدمت په نوم په ډير چل څو داسې بيړني ګامونه اوچت كړل، چې له امله يې په زرهاو انسانان د مرګ كومي ته ور ټيل وهل او خپله امريكايان يې هم په يوه داسې جنګ كې راګير كړل، چې پاى ته رسيدل به يې كلونه كلونه وخت هغه هم له ډيرو سترو زيانونو سره ونيسي. هغه وخت د كار پيل و او د بش په خبرو هرچا په تيره بيا امريكايانو باور كاو، خو اوس چې څو ملكونه د بش د ناتار زور ويني او شپه ورځ يې په اوركې دي، د نړۍ ډير ولسونه په دې باوري شوي، چې لكه ځينو په بش پلورل شويو سياستوالو چې دده هر ګام په پيل كې پرځاى او دنړۍ په ګټه باله، داسې نه ده، بلكې د همدې بش ناروا او بې ځايه سياستونه و، چې ولسونه يې له روا حكومتونو بې برخې كړل او د ميليارډونو انسانانو په منځ كې يې د نفاق اور ولګاوه. اوس ډير ولسونه په دې پوهيدلي چې د بش سياست د نړۍ په ګټه نه، بلكې دده او دده د خاصې كړۍ په خوښه جوړ شوى سياست دى او د هيچا په ګټه نه ده. ښايي همدا لامل وي چې بش هر هيواد ته په تلو په لاريونونو بدرګه كيږي او هيڅ ځاى ورته خلك د يوه انسان دوسته او ښه انسان په توګه ښه راغلاست نه وايي. له اسلامي هيوادونو نيولې تر نورو هيوادونو پورې، كله چې بش په سفر ځي، خامخايې د ميلمستيا د ځاى مخې ته په زرګونو انسانان راټوليږي، )مرګ پر بش( نارې وهي او د هغه عكسونو او مجسمو ته اورونه اچوي.

څو ورځې وړاندې بش د لاتينې امريكې په سفر ولاړ، خو خواركى؟! هلته هم له داسې ولسي غبرګون سره مخامخ شو چې په نورو هيوادونو كې يې ليدلى و. هلته هم خلكو د زړه له خلاصه پرده د مرګ نارې وهلې او سړكونو ته را وتلي و، د خلكو له غبرګونونو داسې ښكاريدل چې دوى بش ته نه د يوه هيواد(هغه هم په نړيواله كچه د يوه ستر هيواد) د خلكو د استازي په سترګه، بلكې ده ته د يوه جنايت كار او د انسانانو په سرونو د لوبيدونكي انسان په سترګه كتل. په نړيواله كچه او بيا په لاتينې امريكا كې (چې خلك يې امريكايان دي او بايد له بش نه يې ډير ښه هركلى كړى واى) د بش په وړاندې د خلكو غبرګونونه داسې ښيي چې يو بد سړى كولاى شي، د نړۍ ستر ملتونه سره جدا او مرور كړي.

د كوم هيواد ولسمشر چې بل هيواد ته په سفر ځي، د خپل هيواد د خلكو استازيتوب كوي، هلته كه دده درناوى كيږي دا په دې معنى ده چې د هغه ولس درناوى شوى، چې دى يې ولسمشر او استازى دى او كه هلته دى سپكيږي او خلك نه غواړي چې هيواد ته يې ورشي، نو دا ددې معنى وركوي، چې كوم ولس چې دغه سړى د هغه استازيتوب كوي، د خلكو نه ده خوِښ او نه يې غواړي. زموږ په ګومان خو بش په خپلو كارونو سره د امريكې ټول ولس د خلكو له پامه بد كړ او اوس ډير داسې ولسونه شته چې د امريكې ټول ولس مغرض او خود خواه بولي، ښايي د امريكې ټول ولس داسې نه وي، خو دوى چې په دوه دورو ټاكنو كې بش غوندې انسان ته رايه وركړه او دى يې خپل ولسمشر وټاكه، ډيرو خلكو ته يې داسې فكر پيدا كړ چې ګنې د امريكې ولس هم له بش سره همغږى دى او هغه څه غواړي چې بش يې كوي، له همدې امله هغه كسان چې د بش د سياستونو ښكار شوى، هركله چې له ده نه دخپل غچ اخيستلو وخت پيداكوي، د امريكې پر ولس بريد كوي او خپل زړه ورباندې تشوي.

امريكايي ولس كه غواړي چې د بش په لاس لوټ شوى حيثيت يې اعاده او د نړۍ په ولسونو كې د يوه بې ضرره او نيك ولس په نامه و پيژندل شي، اوس هم وخت لري او ددغه شر غوښتونكي پرضد دې شپه او ورځ داسې لاريونونه وكړي، چې په پايله كې يې بش له واك نه ليرې او داسې څوك واك ته ورسيږي چې د نړۍ په هرګوټ كې ميشت امريكايان خپل هيواد ته راټول او نوره نړۍ ددوى له شره وژغوري. كه څه هم امريكايي ولس په منځنيو پارلماني ټاكنوكې بش او دده ډلې ته څه ناڅه خپل نفرت وښوده، خو ښه به داوي چې دوى نوموړى له واكه ګوښه او د كړيو جنايتونو له امله يې محكمې ته معرفي كړي. كه داسې ونشي لرې، نه ده چې د نړۍ د ولسونو لاسونه د بش ګريوان ته ورسيږي او په داسې برخليك يې واړوي، كوم چې د نړۍ د تاريخ د مجرمانو برخليك دى.

د همداسې يوې ورځې په هيله

 

 


بالا
 
بازگشت