ملي متحده جبهه، تکراري لوبه!
محمد کبير حقمل
له ديرشو کلونو زياته موده کيږي چې افغانان د نړۍ د ملتونو په منځ کې له ټولونه سخت ژوند تيروي. دغه د تاريخ مظلومان چې کله د شاهي نازوليو له واکه خلاص او د جمهوريت په مڼه وويشتل شول، ډير لږ وخت د آرامه او نسبتا هوسا ژوند څښتنان و. دوى هماغه وخت هم له داسې ستونزو سره لاس او ګريوان و چې حل کولويې ستر اقدامات او پوره ټاکل شوي پروګرامونه غوښتل. د ظاهر شاه له حکومت نه وروسته د داوود خان پرمهال د کمونيستي ډلو زور اخيستل او ترڅنګ يې د اسلامي نهضت ځپل يوداسې حالت و چې پخپله يې زموږ ملت د يوه بدلون او قيام په لوري رهبري کاو.
بدلون ته دوو مختلفو قشرونو( د اسلامي نهضت بنسټ ايښودونکو او له شوروي نه رهبري شويو د کمونيستي ايډيالوژۍ خپروونکو) کار کاو. د هغه بدلون په پايله کې چې دداوود خان په وخت کې يې تصور کيده، بې له شکه له درېو لوريو نه يو د غلبې او مغلوبيت پولوته رسيدل، داوود خان چې په سياسي او نظامي کړيو کې يې له حده زيات کمونيستان ځاى پرځاى شوي و مغلوب لورى او د اسلامي نهضت غړي او کمونستان غالب لوري ګڼل کيدل، خو په غالبو لورو کې به يو لورى بياهم مغلوبيده څو د پوره متضادو ايډيالوژيو يو لورى په واک او وروسته دداوود خان له پرځولو بل مخالف لورى هم له واکه لرې او مات وساتي.
کمونيستان دداود خان په رژيم کې د ننوتو څخه په استفادې د 1357 کال د غوايي په اوومه نيټه د يوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسيدل او د داوود خان بل مخالف قشر چې د اسلامي نهضت غړي و نيم په زندان او نيم هم له هيواده بهر او يا د هيواد په غرونو کې وساتل شول او دواک ته رسيدونه بې برخې شول.
نه پخلاکيدونکي دښمنان
د غوايي له اوومې را پديخوا د افغانستان په سياسي او نظامي ډګر کې دوه ډلې مطرح وې، د ثور د اوومې ياغيان چې افغانستان يې له مرکزي حکومت نه بې برخې کړى و او ملګرو يې انقلابيون بلل او په غرونو او ګاونډيو هيوادونو کې سرګردانه او واک ته د رسيدو په لټه کې د اسلامي نهضت پلويان چې د سپيڅلې جګړې له امله يې نومونه مجاهدين ايښوول شوي و.
کمونيستان چې واک ته د رسيدو له ورځې راهيسې يې اسلام او انسان ضد سياست درلود، د افغان ملت له پراخ غبرګون سره مخ شول. ددې غبرګون پايله داشوه چې د ورځې په تيريدو سره د هغو ډلو چې مجاهدين بلل کيدل او له ښارونو بهريې د نظام د را پرځولو هڅې کولې، صفونه غښتلي او په لکونو رضاکار ځوانان ورسره ودريدل. کمونيستانو د ډيموکراسۍ د نويې دورې او د افغانستان د پرمختګ په نامه ټول هغه کسان چې له خپل دين او وطن نه به يې دفاغ کوله او يابه ددې ګومان پرې کيده په بې رحمانه توګه وهل، ټکول او له زنداني کولو وروسته به يې په ډله ييزو قبرونو کې ژوندي د خاورو لاندې کول.
کمونستانو له پيله مجاهدين اشرار(هغه کلمه چې تل د بهرنيو ګوډاګيانو د افغانستان د حريم مدافعينو ته کارولې) او مجاهدينو هم دوى د روس زامن او وطن فروشان بلل چې دغو متضادو نومونو دوى په کلونو کلونو و جنګول او زموږ په ميليونونو افغانان يې د مرګ له کومي تير کړل.
د مجاهدينو او کمونيستانو داسې کلکه دښمني وه چې په هيڅ صورت يې نرمښت د هيوادنۍ لانجې د حل لپاره نه ده پيشنهاد شوى. کمونيستان د افغانانو د دين او کلتور په ضد داسې را پاڅيدلي و چې په خپله لاره کې يې هيڅ راز انعطاف پذيري نه منله او دخپل ولس د ځپلو لپاره يې آن د هيواد له پلورلو او هيواد ته د شورويانو له راوستلو هم ډډه ونکړه.
په مقابل کې مجاهدين هم په داسې ټينګه جبهه له دوى سره جنګليدل چې حتى ځينو يې د کمونيستانو د ماتې په وړاندوينه کې د کابل د اوارولو او له سره د هغه د جوړولو خبره هم کوله، د دوستۍ او په يوه ميز کيناستو خو چا تصور هم نشواى کولاى!
زوړ فکر او نوى سياست
د هجري لمريز 1368 کال نه وروسته د افغانستان حالت نويې بڼه ونيوله. شوروي ته وفاداره کمونيست واکمنان چې کله په دې وپوهيدل چې نور نو د زړو سياستونو کارول بې ګټې او شوروي پوځ هم له افغانستان څخه په وتو دى، په دې لټه کې شول چې د خپلو مخالفينو په ليکو کې درزونه واچوي او په داسې بڼه يې مات کړي چې هم ددوى جرمونه په کې پټ شي او هم ځانونه په کې وساتي. د همدې آرمان د لاسته راوړلو لپاره يې د مجاهدينو له بيلابيلو ډلو سره تماسونه ونيول. دوى د شوروي په پوره ملاتړ د ډاکټر نجيب په مشرۍ د افغانستان د خلکو ترمنځ د ملي مصالحې غوښتونکي شول او په دې نامه چې په افغانستان کې له وينې توييدو او انسان وژنې نه مخنيوى کوي، د مجاهدينو سره د سولې لار خپله کړه. دوى له دې لارې غوښتل چې مجاهدين دداسې کړنلارې غوره کولو ته اړباسي چې پايله يې يوځل بيا په هره معنا د شوروي او کمونيستانو په ګټه وي. د افغانستان د سپيڅلي جهاد په صفوفو کې متاسفانه داسې څيرې هم ننوتې وې چې شوروي ته د هغوى وفاداريو هم کمونيستان خپلو ټولو ارمانونو ته ورسول، هم يې ددوى په جرايمو پرده اواره کړه او هم يې هيواد د يوه بل ښکاره اشغال په خولې کې ورکړ.
په افغانستان کې د شوروي پوځ قوماندان جنرال ګروموف په خپل کتاب کې څو څو ځايه د هغو پيژندل شويو مجاهد؟! قوماندانانو نومونه اخيستي چې له دوى سره يې معامله کړې او د کمونيستانو سره يې تړونونه کړي دي. له شورويانو او د کمونيستي ډلو له ځينو برخو سره د ځينو جهادي ډلو معاملو دې ته لاره اواره کړه چې تر ډيره پورې د غوايي د اوومې قهرمانان؟! د غوايي د اتمې قهرمانان؟! هم شول، د نجيب د حکومت له سقوط نه وروسته چې کله مجاهدين کابل ته را ننوتل ترډيره بياهم واک پخوانيو کمونيستانو په لاس کې لاره. دغه کار کمونيستانو ته دوه ګټې ورسولې، يو داچې دوى د شوروي په مرسته د جهادي ډلو يوه لويه برخه واخيستله او په غير مستقيمه توګه يې د هغوى په واسطه خپل شوم اهداف د افغان ملت په وړاندې لاسته راوړل او دوهم داچې د مجاهدينو ترمنځ يې د اختلاف او جګړو په بلولو سره داسې ناورين ته لاره اواره کړه چې په پايله کې يې خلکو د کمونيستانو جنايت هير کړ او دوى ددې ترڅنګ چې په يوه خواکې محفوظ پاتې شول، مجاهدين يې ملت ته په ريښتيا هم هغه څوک ور معرفي کړل چې د ثور د کودتا نه وروسته به يې معرفي کول.
خالد ابن وليد او پسر خوانده؟!
د کمونيست رژيم د وروستۍ دورې يوه پيژندل شوې او د اسلام او افغانيت په ضد جنګيدلې څيره يوه هم د د جنرال دوستم څيره وه، دوستم چې د نجيب د واک د ساتلو لپاره عسکر، قوماندان او بيا هم رهبرشو، د (سر ازما مال از شما) جنګي سياست په غوره کولو کې د 1369کال په شاوخوا کې د مجاهدينو سره د سختو جګړو په کولو هرچا وپيژانده. دده ځانګړنه داوه چې کسانو ته يې د جګړې پرمهال د هرڅه اجازه وه، ډاکټر نجيب هم په هره جبهه کې دده برياليتوبونه له شوروي نه په راغلو پيسو او افتخاري لقبونو لمانځل. دى چې له څو کلن جنګ وروسته د واک ستر هوادار شو په نامعلومو دلايلو يې له نجيب نه مخ واړاوه(ښايي د هغه اوښتل هم د کمونيستي رژيم په بقا نه اعتقاد وي چې هغه مهال يې د پاتې کيدو امکانات له نشت سره برابر وو) او دده په وينا کابل ته د مجاهدينو د راوستو وياړ يې تر لاسه کړ. کابل کې د مجاهدينو لومړى جمهور رئيس حضرت صبغت الله مجددي په دوستم داسې مين شو چې دده له ټولو جنايتونو سره سره يې ورته د خالد ابن وليد لقب ورکړ.(خالد ابن وليد د اسلام هغه زمرى و چې تر قيامته به ورباندې اسلامي تاريخ وياړي، خو د حضرت صاحب په خالد؟! به کوم تاريخ افتخار کوي؟) دارنګه د مجاهدينو يوه بل رهبر استاد رباني هم دوستم ته زوى ووايه او په ډيره ښه توګه يې ولمانځه.
د کمونيستانو نور قوماندانان او جګپوړي پوځي افسران هم د خاصو کړيو لخوا ولمانځل شول او د روس په اشاره هغوى هم خپل هدف ته د رسيدو داسې لاره غوره کړه چې هم يې سر محفوظ پاتې شو او هم نوم. له دغو امکاناتو نه په استفادې کمونيستانو داسې شرايط ځان ته مساعد کړل چې ددوى د جرمونو په يادولو سره هر څوک بايد د دوى نه وروسته جرمونه هم يادکړي او په دې توګه ددې دواړو ترمنځ يوه اړيکه پيدا شوه.
د مدينې ميثاق
د 1370 کال نه را په ديخوا په افغانستان کې د ډلو، اتحادونو او جبهو جوړولو لړۍ نه يواځې داچې پاى ته و نه رسيده، بلکې نور يې هم زور واخيست. يووخت چې دکابل په څو کوڅو او ارګ کې د رباني پاچاهي وه، د کمونيستانو په ګډون څو ډلو د وخت د لومړي وزير ګلبدين حکمتيار په وړاندې جبهه جوړه کړه. له دې جبهې نه څو مياشتې نه وې تيرې چې حکمتيار او حضرت صاحب د ملي تفاهم په نامه د رباني په ضد جبهه جوړه کړه، چې بد بختانه په دې کې هم کمونيستان( په تيره دوستم) په پوره توګه دخيل او برلاسى و.
په افغانستان کې د طالبانو را پيداکيدو نه وروسته هم د جبهو جوړولو ادامه پيداکړه او خداى مې دې غاړې نه بندوي، د هندوکش شمال ته به په کال کې دوه درې جبهې جوړيدې او ماتيدې. دې حالت د 2001 د سپتمبر له يوولسمې وروسته چې افغانستان له نوي حالت سره مخامخ شو، هم ادامه پيداکړه. کله چې د امريکې د B52 پر مټ د رباني شمال ټلواله کابل ته راغله له لويديځوالو (چې ځانونه يې تکنوکراتان بلل) سره يې لاس يو کړ. استاد رباني داځل د افغانستان اوسنى ولسمشر چې دى يې د ارګ له خوندورې چوکۍ ليرې او خپله ورباندې کيناست، خپل زوى وباله. په حقيقت کې دا لوبه د بن له تړون نه را پيل شوه، هغه تړون چې استاد رباني او ملګري يې چې د جهاد وياړ ټول په خپل نامه ثبتوي، له يوې بلې مخالفې ډلې سره چې دوى يې يو وخت په ارتداد کې هيڅ شک هم نه در لوده يوځاى شول او آن تر دې چې ډيرو يې د هغوى د لاس لاندې کار هم پيل کړ. داټوله لوبه دوى وطن ته د خدمت په لاره کې د قربانۍ په نامه وکړه خو په دې ټول هيوادوال پوهيدل چې د امريکې زور او ددوى ناتواني دوى دې ته اړ کړل څو په دې ډرامه کې همداسې رول ولوبوي.
د 2004 کال نه را پديخوا د رباني او نورو مجاهدينو ډلې په پرله پسې توګه د بشر د حقوقو د نړيوالو سازمانونو تر بريدونو لاندې راغلې. دوى د بشري حقونو ناقضين وګڼل شول او ددې ترڅنګ يې په حکومتي ادارو کې هم هغه زور چې د کرزي په لومړيو وختونو کې يې لاره، له لاسه ورکړ. له بل لوري د افغانستان د لانجې اوږديدو او له طالبانو او حکمتيار سره د حکومت د جوړجاړي اوازو دوى نور هم په انديښمن کړل او داسوچ يې ورته پيدا کړ چې که چيرې طالبان او ياهم حکمتيار سياسي فعاليتونه پيل او له جګړې لاس واخلي، ښايي ددوى شعار چې د جهاد له نامه سره يې زور څه ناڅه زيات و، کمزورى او له پامه ولويږي، نو له بلې لارې يې ګټه واخيسته او د يوې نويې جبهې په جوړولو يې لاس پورې کړ.
له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په سياسي کړيو کې د رباني په مشرۍ د يوې ډلې د جوړيدو خبرې کيدې، خو څو اونۍ وړاندې دغه ډله په رسمي توګه اعلان او غړي يې هم څرګند شول. په دغه ډله کې چې ملي متحده جبهه نوميږي، په ائتلافونو کې بلدو جهادي ډلو، د کمونيستي رژيم او همدارنګه د شاهي کورنۍ له ځينو غړو سره نويې جبهه جوړه کړه او يوځل بيايې له دې لارې هيواد ته د خدمت کولو؟! هوډ څرګند کړ. د افغانستان خلکو چې ددغې جبهې له غړو سره ښه آشنا دي له همغه پيل څخه ددې جبهې په وړاندې خپل دريځ په ډاګه کړ. ځينو جهادي ډلو او اشخاصو هم په دې اړه خپله لاره مشخصه کړه او له دغې جبهې سره ونه دريدل. استاد سياف چې د رباني د اتيايمې لسيزې ډير نژدې ملګرى پاتې شوى، هم په دې جبهه کې ورګډ نه شو، همدارنګه محقق هم له جبهې څخه دباندې پاتې شو.
له پيژندل شويو کمونستو مشرانو لکه علومي او ګلاب زوى سره د رباني يوځاى کيدل هغه څه و چې يو ځل بيا يې د جهاد او مجاهدينو په وړاندې دده نيت او کړنلاره څرګنده کړه. ډير مجاهدين په دې اند دي چې په دې برخه کې له رباني څخه ګيله کول يو پرځاى کار ځکه نده چې دى په داسې ائتلافونو او جبهو کې آن د جهاد له دورې بلد ده. ده خو چې له کله نه په شمال کې له کمونيستي رژيم سره خبرې پيل کړې او بيا دده تنظيم ته وفادار ځواکونه له شمالي څخه د دوستم او بابه جان له لوري کابل ته راننوتې هماغه وخت له کمونيستانو سره خپله مينه څرګنده کړې وه نو اوس ترينه د ګيلې کوم ځاى پاتې دى چې خلک يې ځنې کوي. په زړه پورې خبره خو لاداده چې ښاغلى؟! رباني خپلو دغو اعمالوته دينې بڼه هم ورکوي او يو رنګ قياس ورته پيداکوي. په ريښتيا هم ده ديني فلسفه لوستې او په هغې کې استاد ده، له کمونيستانو سره د وروستۍ ګدې جبهې د اعلان په ورځ ده په ډاګه وويل چې دا په مدينه کې د حضرت محمد(ص) هغه تړون ته ورته دى چې د مدينې له ټولو مسلمانو او غير مسلمانو اوسيدونکو سره يې وکړ. ده دغه تړون(ميثاق مدينه) ته ورته وباله، خو نه پوهيږو دى له دې ناخبره و او که يې په هغې سترګې پټولې چې د مدينې تړون ولې او څنګه وشو.
ټولو ته ښکاره ده چې د مدينې ميثاق د مدينې د ټولو اوسيدونکو او حضرت محمد (ص) ترمنځ د مدينې څخه ددفاع په خاطر وشو، هغه هم په داسې توګه چې د مسلمانانو لورى پکې حاکم او پوره برلاسى و، خو د اوسني تړون کوم ځاى د مدينې ميثاق ته پاتې کيږي، اوس رباني د کوم هيواد دفاع له چانه کوي، دى ددغې جبهې له لارې دکوم هيواد ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي آزادي ساتي، افغانستان خو ده لا له وړاندې له دغو شيانو نه خلاص کړى دى. دوهم ټکى دادى چې د مدينې په ميثاق کې حضرت محمد(ص) پوره واک درلود او د تړون په ټولو برخو حاکم و، اوس رباني په دې ډلو چې ده ورسره جبهه جوړه کړې ده ترکومه حاکم ده او خپل اهداف ورباندې عملي کولاى شى. موږ خو په دې فکر يو چې اوس خو دده کوم هدف چې ديرش کاله وړاندې يې د هغه هدف د لاسته راوړلو لپاره پاڅون وکړ، په پوره توګه دده په وړاندې مسخه کيږي او مسخه کوونکي يې بيا دى په خپله جبهه کې سره را ټولوي، همدا اوس د افغانستان 14 کلن جهاد ته توهين کيږي او په ډير وياړ سره د هغو وطن پلورونکو عکسونه ليږدول کيږي چې دافغانستان ملت يې په روسانو خرڅ کړ، آيا په دې برخه کې به د رباني جبهه د مدينې د ميثاق معنا ولري.
زموږ په ګومان خو د افغانستان د تباهۍ ژونديو لوبغاړو ددې ملت په وړاندې خپل هدف ته د رسيدو داسې هڅې وکړې چې هم يې دين وشرماو او هم وطن، له دې امله که هرڅوک نن له هرچا سره ائتلاف کوي او يا هم جبهه جوړوي، نو مخه يې څوک نشي نيولاى، خو يوڅه چې سړى ژړوي هغه داده چې دوى اوس هم له دين څخه هماغسې استفاده کوي لکه چې داڅو کاله يې کړې ده. د افغانستان ملت نه غواړي نور هم خپل دين دداسې چا په واسطه سپک وويني چې هغوى هيڅکله ددين د تعالي لپاره کار نده کړى.
د افغانستان ملت په داسې حال کې ددې جبهې ننداره کوي چې د ورته جبهو له امله يې اوس هم په خروارونو غمونه مخ ته پراته دي، داچې دغه جبهه به نور څه نوي ګلان را و ټوکوي، دا له وخت نه وړاندې خبره ده او راتلونکى به يې څرګنده کړي.