بې باوره وزير!

 

 

محمد كبير حقمل

 

د خداى نظام دى، په افغانانو هم داسې حال راغلى چې څوك په كې د ډيموكراسۍ له بركته مزې كوي او څوك هم د تملق او اړيكو له زوره مربا خوري.

پوره يو كال وړاندې له جرمني نه راغلى افغان او جرمن تابعيت لرونكى ډاكټر رنګين دادفر سپنتا د افغانستان د ولسمشر له مشاوريت نه د وزارت مقام ته پورته شو. ده له ولسي جرګې نه باور رايه واخيسته او په پوره خوښۍ د بهرنيو چارو وزارت په ماڼۍ ور ننوت.

سپنتا افغانستان ته د ډيرو نويو راغلو وزيرانو په څير پخوا چانه پيژانده او نه هم تر ډيره چادده په اړه معلومات درلودل، دده نوم يواځې هغو كسانو ته څه ناڅه اشنا و چې بي بي سي او ازادي راډيويې لږ ډيره اوريده. اوس خو دا منل شوې خبره ده، چې كله څوك په افغانستان كې كومه څوكۍ ترلاسه كوي دغه دوه راډيو ګانې يې مخكې له مخكې خلكو ته روڼ اندى او ډير تكړه معرفي كوي. سپنتا هم همداسې يو مزل طى كړ. دى له بي بي سي او آزادۍ راډيوګانونه بهرنيو چارو وزارت ته ورسيده او اوس دادى له هغه ځايه هم لرې كړاى شو.

زه په ډيموكراسي عقيده لرم!

له هغې وروسته چې كرزي سپنتا د بهرنيو چارووزارت ته وړانديز كړ، دده ټول زور په ډيموكراسي و. كه څه هم دى په افغانستان كې د تيرو ډيموكراټانو په ډله كې هم و او ډيريې په شعله يانو پورې تړلى سړى بولي، خو داځل ښايي ده ددې لپاره په ډيموكراسۍ دومره ټينګار كاو چې اوس نو ټوله نړۍ په ډيموكراسۍ مينه ده او چا چې په خوله راوړه، هرڅوك چې وي بيا يې نو پلار هم خلاص ده، هرڅه چې وي په دې خلكو به تپل كيږي او په پاى كې به واك هم وربانېد چلوي. سپنتا چې كله له ولسي جرګې نه د رايې اخيستلو لپاره ملي شورا ته تللى و په ډير ټينګار له ډيموكراسۍ نه يادونه كوله، له همدې امله په ولسي جرګه كې دده ډيموكراټو پلويانو هم د زړه له خلاصه ده ته كمپاين وكړ او ځينو هم ورته د ځينو نورو ملحوظاتو له مخې رايې وركړې او په پاى كې دى د بهرنيو چارو وزير شو. سپنتا د وزارت له پيل نه بيا ترهغې چې ولسي جرګې له ده نه د باور رايه واخيسته خپل ډيروخت هيوادونو ته په سفرونو تيركړ. ډيروخت دده خبرې هم داسې مطرح كيدې چې يولورى به يې درلود او په اداري كارونو كې هم ډيرې نيوكې ورباندې كيدې. له اسرائيلو سره د اړيكو هڅو خو دى آن د مشاوريت پرمهال د خلكو د نيوكو نښه وګرځاو.

د سپنتا يو كلن وزارت

لكه چې ومو ويل، سپنتا دخپل وزارت ډيره برخه نورو هيوادونو ته په سفرونو تيره كړه. ډيرى خو بيا په ټوكو كې وايي چې سپنتا په سفرونو ښه زړه يخ كړ، خو موږ په دې اړه ځكه څه نه وايو چې ښايي دا دده په نظر دده د كاري پرمختګ يوه برخه وي.(خو په ښكاره دده يوه سفر هم د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې.)

په ټوليزه توګه د سپنتا كار هم د نورو مقاماتو په څير د خلكو مثبت او منفي غبرګونونه له ځان سره لرل. چايې كارونه ښه او چاهم بد ارزول، خو په ټوليزه توګه دده كاري دوره دومره په زړه پورې او بريالۍ نه وه. له علمي لحاظه سپنتا يو استاد ده او ښايي دا د هيواد هغو د ګوتو په شمار پوهانو په ډله كې راځي چې په نړيواله كچه يې علمي اسناد ترلاسه كړي، خو افغانستان غوندې يوه هيواد كې يوازې او يوازې لوړې زده كړې مهمې نه دي. په ټوليزه توګه اسلامي هيوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان داسې چارواكوته اړتيا لري چې ترهرڅه وړاندې اسلامي اصول په پام كې ولري او ترډيره ديني پوهه هم ولري. كه څه هم د اوسنۍ كابينې ډير غړي داسې نه دي، خو په سپنتا بيا داسې نيوكې كيدې چې په ريښتيا كه داسې وي نو دى بايد د افغانستان غوندې هيواد بهرنى سياست و نه ټاكي. دو لسي جرګې غړو هم ترډيره دده په دغه ټكي زور راوړ. آن تر دې چې ځينو يې په زغرده دده په اړه ځينې كلمات و كارول او خبره د بوتلونو وارولو ته ورسيده. ددې ترڅنګ د اجمل نقشبندي په اړه د سپنتا دريځ نيولو هم دده په اړه منفي ذهنيتونه ډير كړل.

سپنتا، بې باوره وزير!

په دې وروستيو كې له ايران نه د افغان مهاجرينو بې رحمانه شړل او له هغوى سره ناوړه سلوك ددې لامل شو چې ولسي جرګې د كډوالو چارو اوبهرنيو چارو وزيران استيضاح ته را وبلل. د افغان مهاجرينو په وړاندې د ايران دغه رويه هغه هيواد ته د سپنتا له سفر نه څه موده وروسته ډير زور واخيست.

ولسي جرګې د رايو په اكثريت سپنتا او استاد اكبر نه هغه د باور رايه چې يو كال وړاندې يې وركړې وه واخيسته او په دې توګه يې د قانون له مخې له وزارت نه لرې كړل، خو له دې سره سره چې اوس استاد اكبر د كډوالو چارو پخوانى وزير بلل كيږي، سپنتا د كرزي د مهربانۍ له بركته اوس هم د بهرنيو چارو وزارت برحال وزير دى. دى په داسې حال كې د وزارت په څوكۍ ناست دى چې باوريې ولسي جرګې سلب كړى او ولسمشر غواړي په همدې بې باورۍ كې يې وساتي.

كرزي له دې امله چې د كډوالو چارو دومره په سپنتا پورې اړه نه لرله او راى اچونه هم دوه ځلي شوې، له سترې محكمې نه د بې پرې پريكړې غوښتنه كړې خو د ولسي جرګې غړو په ټينګه هوډ كړى چې دى به نور وزارت ته پرينږدي.

له بهرنيو چارو وزارت نه دده لرې كول يواځې څو ورځې وروسته له هغې وشول چې سپنتا له يوه بهرني سفر نه وروسته خبريالانو ته په ډيره خوشحاله لهجه په وزارت كې دده پاتې كيدل اعتباري وګڼل. داچې دى به نور په وزارت كې پاتې شي او كه نه، دا هغه پوښتنه ده چې راتلونكې به يې ځواب كړي، خو په دغې څوكۍ نور دده پاتې كيدل هم پوره سپين سترګي ته اړتيا لري.

 

www.ghbargon.blogfa.com

 

 


بالا
 
بازگشت