ډ يموکراسي که دپرديو دکلتورو نويرغل
دکابل په ښار کې دښځينه قاريانوترمنځ دتلاوت سياليو ته چې په نوي ښار کې دحج او اوقافو وزارت لخوا ترسره کيدلې روان وم، له دفترنه په مو ټر کې لاړم ولې له هغه طرفه پياده راروان شوم او دښار په واټوونو ( نويي ښار) کې مې ډيرې رنګارنګ جامې لرونکي ميرمنې وليدلې هغه جامې چې نن هغه د اروپا اوياهم په هند کې ښځې اغوندي ، هرڅومره مې چې کوښښ وکړ ترڅوهغه ميرمنې چې شهوت پارونکې جامې يې پرتن وي ونه وينم خو بياهم به هم چې په کومه کوڅه ترې چپ شوم نوهلته به بيا له داسې چاسره مخ شوم چې په نورو به مې شکر وويست ، مافکر وکړ چې دلوديځ دکلتوري يرغل اودفتنو په دې عصر کې په دې ښار کې بايد همدې ته ورته ښځې وګرزي .
دغرب دنورويرغلو ترڅنګ مې ټول پام دې کلتوري يرغل ته واوښت نورپه سوچونوکې غرق شوم که څه هم مجله مې په لاس کې وه اوځاي ځاي په چې ګڼه ګوڼه نه وه ، نومجله به مې لوستله ،له ځان سره مې فکر وکړ چې غربيان يو ازې په يوه برخه کې يرغل نه کوي بلکي دوي په هره برخه کې ترخپله وسه هڅې پيل کړې دي .
په کابل کې ډيرى ټلويزونونه شپه او ورځ خپرونې لري پدې خپرونو کې يې که څوشيبې خبرونه اوياهم ريپوټونه وي ، پاتې ټوله شپه او ورځ دځوانانو دګمراه کولوپه خاطر داسې فلمونه اوپروګرامونه ږدې چې ته به وايې بې ټکټه سيمناده ، په سينماکې خو پيسې ورکوي خو دکابل ټلويزيون پرته له لګښت څخه شپه اور ورځ د هماغو سيمناګانوپه شان فلمونه ږدي .
زياتره ټلويزيوني چينلونه هندي، ايرانی ، امريکايي کلتور خپروي
ټلويزيونونه خو مې ياد کړل ښه به داوي چې لوستونکي پوه شي ترڅو کومه خپرونه اوياهم کوم چينل يادوي ، ټول ټلويزيويونونه به نه يادوم ، د طلوع ټلويزيون هرې خپرونې ته چې سړی وګوري نو پرې پوه به شي چې دلته هڅه کېږي چي اسلام او افغانيت سرکوب کړي، دغرب څخه د٥٢ ډوله الوتکو په واسطه نوي کرل شوې اوتپل شوې ډيموکراسۍ او لوديځ والوفکرونوته ښه، د احترام وړ او په علمي دلايلو ولاړ وښيي. د طلوع ټلويزيون هغو خپرونو ته غواړم په مستقيمه توګه اشاره وکړم کوم چي سرترپايه پردی کلتور خپروي.د طلوع ټلويزيون هغه خپرونې چې ډيرې مشهوري شوې دي، هغه هندي سريالونه دي چي په دري ژبه دوبله شوي دي.
دغه ټلوييزون په يوه ورځ کي د دريو هندي سريالونو يوه – يوه برخه خپروي چي دښارميشته زياتره هيوادوال ، ځوان نسل خو لا پر ځای پرېږده، سپين ږېري او ماشومان هم د دغو سريالونوباندې عملي شوي دي اوچې ويې نه ويني نوته به وايې يوڅه ترې نه ورک دي اوټوله ورځ او شپه يې يادوي چې سريال رانه تيرشوي دي . په دغو سريالونو کي په ټوليزه توګه هندي کلتور،دهنديانو کورنى نظام اونور رواجونه خپرېږي. په سريالونو کي زياتره لوبغاړي نيمه بربنډي جامې اغوندي اود نڅا صحنې هم پکې وي.
نه پوهيږم کوم يرغل ياد کړم خودکلتوري يرغل په برخه کې هرڅه په ډير افراطي شکل روان دي .
دپامير سيمناڅنګ ته تيريدلم چې دهندي اوغربي فلمونودلوبغاړو ( دنجونوا وهلکانو )عکسونه بند وو اوکابليانې نجونې اوځوانان ورته ولاړ و کله به يې يو اوکله به يې بل را واخيست ، ماپه دې وخت کې لږ قدم ونيو اوچې ومې ليدل نوفکر مې ورته خراب شو ددې ځوانانوپرحال چې ولې پربې ځايه اوبې فايدې خپل وخت ضايع کوي اوخپل ځانونه په خپل لاس ګمراهۍ لورته بيايې .
زه نور ترې روان شوم په کلتور وزارت کې مې له يوه چارواکي سره سلام عليک درلود ورته مې ټليفون وکړ چې تاسوخومسوليت لري ناروا عکسونو چې په بازار کې دسړک پرسر خرڅيږي مخنيوي وکړي هغه راته ويل چې موږ ورته کميسيون جوړکړي اوهغه نظارت کوي .ورته مې ويل چې دکميسيون غړوته ووايه چې په پامير سيمنا اوپه ده افغانانو کې دځمکې لاندې بازار کې بربنډ تصويرونه خرڅيږي ددې مخنيوي خو وکړي چې ډير دشرم ځاي دي .
هغه راته ويل چې کومه لاره ونيسو په تول بازا ر کې داسې حال دي نور مې خپله قلم راو اخيست او دزړه بړاس مې پرې وويست اودادي اوس قضاوت خپله وکړي چې کلتوري يرغل يې بولۍ اوکه يه خوښه به داوي چې ورته وويى چې آيادا ډيموکراسي ده که دپرديودکلتورونويرغل.
د حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه کابل