جنرال ايواشوف وايي: پنتاگون پلان لري چې د ايران پر نظامي جوړښتونوباندی يرغل ترسره کړی !
دانټـــرنيټ دفارسی منابعونه

ژباړونکی:(عزيزاحمدخوارمل )
دمسکو د«نووستی» دخبری رسنی په حواله / جنرال "لئونيد ايواشوف"دروسيی د ژئوپوليتيکوعلومود آکادمی درئيس معاون د«نووستی» سره په يوه مصاحبی کښی وويل :پنتاگون پلان لري اوغواړي چې په دی نږدی راتلوونکی کې د ايران پر نظامي جوړښتونوباندی يرغل ترسره کړی ،
ده ديولړتوضيحاتوپه ارايه کولوسره چې دپنتاګون لخوايونظامي يرغليز عملياتی پلان د " نـــيش" په نوم ترلاس لاندي دجوړيدو په حال کې دی او دغه موضوع په يو شميرورځپاڼواورسنيوکښی هم خپور شويدي ، په دی هکله ده وويل : " په دی اړه بايد ووايم سربيره پردي چې نظامي عمليا ت به تر سره شی اويا په دقيقه توګه ووايم چې دتيری عمليات به دايران پرضد ترسره شی ،زه کوم شک په کښې کې نه ووينم ".
جنرال ايواشوف ددی مطلب په توضيح کولو سره وويل دامريکا اواسرائيلودعمومی اړيکودکميټي دکنفرانس جوړيدل چې دمارچ په مياشت کې په واشينګتن کې جوړاوترسره شواوپه هغه کې فيصله وسول چې دامريکی دجمهورئيس جورج ډبليوبوش ددولت څخه بايد ملاتړوشی،اوپه همدارنګه له دغه حقيقت څخه واضيح معلوميږی کله چې دامريکی کنګري فيصله وکړچې پرايران باندی نظامي يرغل کول بيله دکنګري له حکم او اجازه نه پرته دجمهوررئيس دپاره منع دی اوجمهوررئيس پرخپل سر نه شی کولای داکار ترسره کړی وروسته دڅوورځوپه تيريدوسره دکنګری دغه فيصله لغوه اعلان سو ،چې دغه امرپه ښکاره ډول دنظامي يرغل کولويوه روښانه نښانه ده .
ايواشوف څرګنده کړ: " موږپه قطعی ډول سره ودی نتيجي ته رسيدلای يو چې دغه نظامي عمليات ترسره کيدونکی دی . همدارنګه اسرائيلی ټولنی ،امريکايې اواسرائيلی جګ پوړي چارواکي چې داسرائيلودباندنيوچارودوزيری په غړيتوب سره ددواړوهيوادونواستازی په نوموړي کنفرانس کې ګډون درلود ،پرايران باندی دنظامي يرغل په دستور ټول هم ږغ سول اودنظامي يرغل ددستورفيصله او تصويب هم سره وکړل " .
د ايواشوف په هاند،امريکا دمځکني نظامي عملياتوپلان نلری .دغه روسيی نظامی او سياسي کارپوه ټينګار کوی" په اغلب ګومان سره به مځکني يرغل ترسره نه شی ،مګرپراخ هوايې ټينګ ګوزارونه اوويجاړيدونکی يرغلونه به ترسره شی ترڅودايرانی نظامي ځواکونواودنظامي پتانسل ټينګيښت اوواک له منځه ولاړ شي اوپه نظرکې لري چې دايران اداری مرکزونه ،اقتصادی حساس اومهم جوړښتونه اوکيدی سی دايران دحکومت حکومتی برخي هم له منځه يوسي " .
ايواشوف په دی هکله وويل ،کيدی سی پنتاگون دهستوي اوتاکتيکی وسلود ټينګ اوکلک ګوزارونو په په ترسره کولو سره دايران پراټومی اوهستوی صنايعوباندی نظامي يرغل ترسره کړی ،دِغه روسيي جنرال په دی هکله باوري دی چې امريکا به ممکن دلږحجمه نظامي هستوي وسايلوڅخه به هم کارواخلي ".
دغه نظامي اوسياسی کارپوه په ټينګارسره وايی چې دپنتاګون دغه لاس لاندی دجوړيدوپه حال کې نظامي يرغليزعملياتی پلان کولای سی په ايران کې ورځنی ژونداوچاري له منځه يو سي اودخلکوپه منځ کې وراخطايې ،بيره اوپه ټول هيواد کې وضعه دګډوډی اوشورماشور وخواته بوزي اوپه ټول هيواد کې به نامشخصه وضعيت اوحالت رامنځته کړي .
جنرال ايواشوف وويل :دغه نظامي يرغل به په ايران کې دقدرت پرسره د مبازری لمنه پراخه کړی اودهغه څخه به وروسته په اغلب ګومان سره نوری دندی دسولی درامنځته کيدلودپاره ترسره سي اواجازه به ورکړی ترڅويوامريکا يي پلوه ی دولت به په ايران کې دواک پر سرکښينوی ".
لئونيد ايواشوف زياتوی دغه به ټوله ترسره شی ترڅودامريکی دجمهوريت غوښتوونکی دولت موخي چې تل اعلانوی اووايی دايران هستوی اواټومی پتانسيل وران شی ،دغه خبره وساتل شی .
جنرال ايواشوف ددی خبری پخلی وکړددی عملياتو په ټولوهغه راتلونکی پيښوکې چې ممکنه ده دعراق په شان جنګ ځپلی هيوادکې اوپه ټول منځني ختيځ کې دمځکی اودخاوري ويشل به رامنځته کړی"ځکه دغه طرحه په بالکان کې ګټوررامنځته شو اوپه دی اړه له دغه تجربی نه به دستر(لوي )نږدی ختيځ په هکله به ورڅخه کار واخيستل شی او يا دکاراخيستلوپه حال کې دی ".
دغه روسيی جنرال ديوی بلی پوښتنی په ځواب کې،چې ايا روسيه په دی توانيدلای سي چې دډيپلماتيکولاروچارو په کاراخيستلوسره دوضعی دنه پراختياپه اړه باندی، پرايران تاثير کښيږدی ؟ ايواشوف داهيسی وويل : "مسکو خپل تاثيربايد ولري اودملګرومليتونودسازمان سملاسی غونډه اوناسته هم ددغه نظامي اوعملياتی يرغل اوترکاراولاس لاندی يرغليز پلان دمسئلي څيړنه وه چې يوغير قانونی تيري پرايران باندی ممکن ترسره سی او صورت مومی، او دملګرومليتونودمنشور دنه رعايتولو اونقضولومندرجواصولوپربنسټ دغه سملاسی غونډه جوړه شوه ".
لئونيد ايواشوف روسيی جنرال په دی باوردی " روسيه په دی ځای کې کولای سی چې دچين اوفرانسی اودملګرومليتونودسازمان دامنيت دشورادنوروغير دايمی غړی هيوادونوسره په دی هکله په ډليز ډول کاروکړي اوددغه ډول پرخپل سر،چارو اوددغسي نظامي عملياتی تيری اويرغل څخه مخ نيوی وکړي". /