عزيزاحمدخوارمل

په عراق  کې دعراقي اوسيدونکودوژلو شميرورځ په ورځ ډيريږي  اولوړيږي ،تردااوسه په عراق کې يومليون غيرنظمي وګړي  وژل سويدي!

              

               دانټـــرنيټ دفارسی منابعوڅخه

                   ژباړونکی:( عزيزاحمدخوارمل )

                 دانيل بيتز:ددی مقالی ليکوونکی دمتروپه نوم په ورځپانی  کې چې هره ورځ دلندن  دترمځکی لاندی  مترو،داوسپنۍ دپټلي  دمسوؤلينولخواخپريږي اودمتروپه هرتم ځای کې  بيله بيعی  اوبی قيمته پرخلکوباندی  ويشل کيږی،په دغه ورځپانی کې يې  وليکل : په ډير اټکل سره  ددی مياشتی ترپای  ته رسيدوپوری دعراق دجګړی مصرف ،دجګړه ماروګروپونواوښورښی عراقيانو  سره په مبارزه کې  د انګليس  ددولت  جګړیز مصرف دپنځه (۵) ملياردونه هم واوښت  ،مګرانسانی  تلفات به هم  تردی ډيراوډيرتره وي،خصوصا دغيرنظامي  خلکووژنه اوقرباني کيدل    چې ديوي نوي څيړنی  پربنسټ  چې دعراق دجګړي دڅلرمی کاليزی  په هکله خپورشو دوژل سوخلکوشمير تريومليون کسه  ډيرتره دي   ، دعراق دلمړی کال دنيونو وروسته دانګليس ډيرترينه ټول دنظامي برخی مصرف تردری اعشاره  يو(۱.۳) ميليارده  پوندوپوری ورسيدی . په راتلونکی کال کې به دانګليسی سربازانو په شميرکې به لږوالی  هم رامنځته شی اودغه لږوالی به ددی سبب وګرځي  چې نظامي  مصرف  به هم ونهه سوه لس (۹۱۰)مليونه  پوندوته ورسيږي  مګرپه دووتيروکلونوکې دانګليس نظامي بودجی  ډيروالی يې پيداکړی وو چې دغه ډيروالی  دمعاشونوپه ورکولوسره او دوسايلو اووسلوپه اړه هم کيدی شی  محاسبه  سی .

                سربيره پردی دغه  دتوجووړپوندونوباندی ، دانګليس  دماليه ورکوونکو  له ماليی  نه هم  د نظامی  بودجی وحساب  ته ورګډيږی ،لاتراوسه ددی جګړي  درښتين والی اوعقلانيت پرسر چې دغه جګړه ډير قربانيان لري ډيري خبراتري اوناندری په دی هکله رامنځته شوي دي .

             تيره اونۍ يوی  استراليائی څيړونکی  ددی جګړي دغيرنظامي قربانيانواووژل سوخلکويونوي شميريې خپورکړ چې دڅلورو(۴) ډولو اطلاعاتی ګروپونودخپاري شوي اوراټول سوي اطلاعاتوپربنسټ ،دوژل سوخلکودشمير څخه عبارت دی اود ټولووژل سوخلکود مړو شميريو(۱)ميليون کسوته رسيږي چې دغه اطلاعات دملګرومليتونودسازمان،دکمکيانودبيناددڅانګي ،دملګرومليتونودسازمان ،دوګړود پيژندني اودوګړودشمير دڅانګي  اودموظفوروغتيايې ډاکترانودليکونواوداسنادوله مخۍ  دغه شميرنه څرګنده اوخپاره سوي دي .دډاکتر گيدون پولياشميرنه چې د(۶۵۵۰۰۰ )  وژل شوي کسانوشمير وو له دغه شميرڅخه هم  تراندازی ډيروژل سوي  دي  .

               په عراق کې دائتلافی اومتحدينوقواووياندوويل جګړه ودره وی اوتم يې  کړی ده څرګنده کړ دغه «دوژنوشمير حيرانونکی دي »،ده وويل «دموښتواوديرغل له پيل  څخه وروسته ترڅلرو (۴)کلونونه په عراق کې  موږيې اوس وينو چې داجګړه يوه ستره غميزه ده» هغه څه چې موږمخ دمخه ويلی وو،هغه ټول رامنځته سول مګرهغسی چې موږويلی وه، وضعه ډيره  بدتره اوويجاړه ونکی  زموږترويلو رامنځته سول ».

څلرمه کاليزه  په داهيسی شرايطوکې لمانخل کيږي چې دانګليس دولت غواړي خپل دسربازانوشمير په عراق کې و(۵۵۰۰) کسوته راټيته اوراکم يې کړی ،اوتر(۲۰۰۹)ميلادی کال پوری له عراق څخه ووځې .

             هم هغسی چې تونی بلر ځان وتقاعدته سموي اوپرکورکښينی ،يوشميرډيرکسان  په دی باوري دي چې پرصدام حسين باندی يرغل دده پريګړه دجورج بوش سره،ده ته دلمړی وزيرپه توګه ديوی ستری خاطری په ډول پاتيږی .

            دده ملګري او پړيکړه دجګړي په هکله دکارګر دګوند د غړوترمنځ  دجلاوالی سبب وګرځيدی اوڅلور(۴) تنه دکارګرد ګوندوزيران  له دندونه لاس واخيستل اودانګلستان دپارلمان  داستازوستري سر غړوني دتونی بلر دلمړی وزارت په  دوران کښې رامنځته سو،کله چې (۱۳۹) يوسلونهه ديرش تنه دکارګر دګونداستازودعواموپه مجلس کې  ددولت دراوړاندی سوی لايحی وړانديزچې دجګړي  په هکله وړاندي سول مخالفه رايه يې ورکړل اوددغه دليل پربنسټ چې کارګرګونددعواموپه مجلس کې اکثريت يې درلودل ،د(۱۶۲)تنوڅخه د۲۰۰۵ کال یې په ټولو ټاکنوکښې و(۶۶)  وشپوږشپيتوتنوته ورسيدی  .

            ښاغلی تونی بلرپه دغه اړه ډيری  هلی ځلی وکړي څوځلي يې په وار،وارسره ز يارايستلی دی چې  ترڅو پرعراق باندی نظامي يرغل دصدام حسين  دديکتاتوری نظام  دنړيدوسره په اړيکوورکولوسره، اوديودموکراتيک دولت درامنځته کولو سره توجهی کړي اوپه دی هکله دخبراترو،ګوت نيونواودناندرو مخه ونيسی  مګر دی يې منی چې وينه توني  اودغيرنظامي خلکو وژنه  چې په عراق کې  ادامه لري  يوه ستره غميزه اوفاجعه ده .

                   دعراق په دغه جنګ جګړوکې  تردا اوسه  پوري (۱۳۴) يوسلوڅلرويشت تنه  انګليسی سربازان  اوتردروزرودوه  سوه (۳۲۰۰) نه ډير امريکايي سربازان  مړه سويدی . اودبله خوانه دعراق هيوادهمدا اوس دټروريسټيانو،دسکتاريسټانوپه  ځـــالـــه تبديل ســــويدی اوديرغلګــــــــروقواوپه وړاندی ديوشمير

ښورښيانو جنګ جګړی دعراق دنيونواودښکيلاګروپه وړاندی ترسره کيږی ،چې دانسانانوتښتونی ،بمب ايښودل دموټرانو په وسيله ځان وژني اوغلچکی يرغلونه  دسربازانوپه وړاندې  ادامه لري  .

               د(۲۰۰۶) ميلادی کال په وروستيودرومياشتوکښې   ممکن  ډيرترينه  وينه توني دعراق دنيونو نه تردا اوسه پوری   وو اودغه وينی  توينی اووژنۍ ددی سبب ګرځيدلی دی  ترڅوامريکائيان هم  دا ومني   چې يوڅه  موښتی  اوجنګ جګړی  دداخلی جنګ  اوجګړو وضعيت يې   ځان ته نيولي  دي  اودامنيتی ټرټلو سره  رامنځته شويدی ،اودامريکی ددولت پريکړه  د(۲۱۵۰۰) نورنوي  سربازانو ليږدل وعراق ته ددی  سبب وګرځيدی  چې  موښتی اوجنګ جګړی  يوڅه لږ سی .

              په ۲۰۰۳ ميلادی کال  کې دمارچ دمياشتی  پرشلمه  (۲۰) مه دعراق نيونه  پيل سواوپه سيمزی وخت دسهارپر(۳۳.۵) دقيقي باندی دډيروچاودنوږغونه واوريدل سو .

- امريکا وايي چې دعراق دولت دملګرومليتونودسازمان  پريکړه ليک يې دډليزو وژنودوسلوپه هکله دغه پريکړه ليک يې پرپښو لاندی کړيدی ،اوهمدارنګه  هيڅ ډول وسلي هم پيدا نه سول .

- د۲۰۰۳م کال دمی دمياشتی پرلمړی نيټی باندی دامريکی دولت اعلان وکړ چې په عراق کې دنظامي موښتواوجګړوبنسټيزه برخه  پای  ته ورسيدل ،اودمتحدينواودائتلافی قواوپه وسيله  صدام حسين ونيول سو.

-تونی بلر د۲۰۰۷م کال دفبروری  ديوويشنمی-۲۱ می نيټی نه  « دسربازانود پړاوپه پړاووراوتلو   »  اعلان وکړهمدارنګه  يې په دی هکله يې وويل چې انګليسی سربازان  تر ۲۰۰۸م کال پوری به په عراق کې پاتيږی .

- وژنۍ او مړنۍ په عراق کې : په عراق کې دوژنو اومړنۍ شمير توپيرلري ،دعراق دجسدونودشميرني دپروژی  په وينا ددغو ډول مړنو اووژنو شميرټوله (۶۰۰۰۰)شپته زره  کسه  اعلان سويدي .

دلانست جريدی ،هم دوژنواو مړنو شمير يې  ټوله(۶۵۵۰۰۰) تنه اعلان کړي وواودابل نوي  شميرنه  چې يواستراليائی  څيړونکی ترسره کړيدی اوتينګارپری کوي چې  دوژل شوکسانوشميرپوره (۱۰۰۰۰۰) يومليون تنه دي  .

-          د ۲۰۰۳م کال څخه ترداوسه پوری ټول دامريکايي سربازانو دوژل سومړوشمير و(۳۲۱۸)تنه اودټپی سووسربازانوشميريې و(۲۳۴۱۷) تنوورسيدي  .

-          دمتحدينواوائتلافي قواو دوژل سووسربازانوشمير (۲۵۸) تنه دی ، چې ددغو له جملی نه (۱۳۴) تنه يې انګليسی سربازان وژل سوی دی  .

نظامی جګړيزه بودجه ،وانګليسی ماليه  ورکوونکوته  (۵) پنځه مليارده پونډه  محاسبه سوي دي ./

 

 

 


بالا
 
بازگشت
cialis prescription buy hydrocodone online cheapest meridia money order phentermine 37.5 no prescription vicodin hp cialis side effects
overnight ambien carisoprodol pharmacology pain headaches cialis comparison viagra fioricet and pregnancy hydrocodone mail