عزيزاحمدخوارمل

په  سپينه ماڼي  کې پرايران باندي دنظامي يرغل بيانيه جوړه سويدی چې په راتلوونکې ورځوکښې  دبوش لخواونړيوالوته اعلانيږی!

               دانټـــرنيټ دفارسی منابعوڅخه

               ژباړونکی:( عزيزاحمدخوارمل )

                 يوی کويتی ورځپاڼي دخپل هيواددخبری منابعوپه حواله ددی خبروپخلی کړی اوداهيسی  يې وليکل : دامريکی جمهور رئيس په څوراتلوونکی ورځوکښې ددی پلمي په ټاپه ووهلوسره چې ګويا «دترهګری نه ملاتړ  » ))دايران پراټومی اوهستوی جوړښتونوباندی دنظامي يرغل امربه صادرکړی .

               «احمد عبدالعزيز الجارالله»دکويت دالسياسه ورځپاڼی مسؤول رئيس په يوی مقالی کې « د واشينگټن دباخبرومنابعو » په حواله يې  تردی سرليک لاندی ليکلی دی  : «ددی مياشتی ترپايه پوری پرايران باندی يرغل»،

              ده وليکل داهيسی اټکل کيږی چې دهوانه ومځکی ته دراکتونوڅخه  پرايران  باندی د نظامی يرغل په وخت کې کاراخيستل کيږی دامريکی دمتحده ايالاتوسمندری کښتي چې عصری  اومدرن جنګي جهازونه اوراکتونه انتقاله وي دامريکی نه دفارس و خليج ته وليږل  سول اودااوس عملآدفارس په خليج کې شتون لری دا صرفآيونظامي چال نه دی ځکه دايران پرنظامی اواټومی مرکزونوباندی وخاصو  وسلوته اړتيا سته  ترڅودايران دولت  ونشی کولای چې بالمثله عمليات دي ددی يرغل په وړاندی ترسره کړی . دبوش سياسی بيانيه په سپينه ماڼی کې جوړشويدی او  و وروستي پړاوته رسيدلی دی.په دغه بيانی کښې به وويل سي ،چې دايرغل دفارس په خليج اومنځنی ختيځ کې دسولی اوثبات دټينګښت دپاره اودهغوخطرونودمخ نيوی په خاطردي چې دايران ددولت اټومی اوهستوی پروګرام نړيواله سوله يې  دخطرسره مخامخ کړيدی،دامريکی  متحده ايالات خپل دامنيت اودخپلودوستانودامنيت دساتلوپه خاطرديوی نظامي پيل د مخ نيوی په خاطردغه يرغل دايران پرضدعملی کوي  .دکويتی ورځپاڼی ددی خبرپربنسټ دامريکی دولت په دی بيانی کې  همدارنګه دايران اودسوريی په ملګری سره د يمن اولبنان په ناامنيو کې لاس لرل، اوپه دی هيوادونوکښې په مذهبی شخړوکښی دايران ددولت لاس وهني،اودافغانستان په ناامنيو کې اودهـــرمـــز دسيمی نه وآزاده کيښتيوته دتيريدوپه وخت کې  دګواښ په تور به تورن سي . که څه هم دالسياسه ورځپاڼی دسرمقالی محتوا،ډيره برخه يې پر رواني جګړه باندی ليکل شوی دی،خودانګليسی سمندری سربازانوپه هکله يې  هم داهيسی  ليکلی دی:دانګليس دسمندری سربازانودخلاصون دليل بايددانګلستان لمړی وزيرد(۴۸)ساعتونو ټاکل سوی  وخت چې اعلان کړي وودمخ تر(۴۸)ساعتونونه صورت وموندل،اوبل دسردارقاليباف پټ سفروسويس ته ،همدارنګه که دغه ټوله ددغي مقالي دمتن اومحتواپه څلورچوکات کې  وپلټل سی اوڅيړل سی،نوڅرګنديږی چې د نيول شووسمندری سربازانوپيښه ،اووروسته بيا دسپاه پاسداران دقوماندانانواوددولتی لوړپوړوچارواکوماجراغوښتني  ،چې دانګلستان دسفارت ومخ ته  رامنځته شول وښودل سول چې څونې دايران دولت دعراق د نيولوخلاف،دامريکی سره په مخالفت کې  دي . /



 


بالا
 
بازگشت