عزيزاحمدخوارمل

برژينسكي دبوش  وسياسي پاليسيو ته يې د صفر نمبرورکړ !

                دانټـــرنيټ دفارسی منابعوڅخه

                  ژباړونکی:( عزيزاحمدخوارمل )

            زبيگينو برژينسكي دامريکی دملی امنيت دپخوانيومشاورينوله ډلی څخه دی اوپه امريکی کې د سياسی مسايلوپه چاروکې دلوړلړليدخاونددی ،ده دجورج دبليوبوش شپږکلن سياستونه يې څيړلی دی اووبوش سياسي پاليسو  ته دصفرنمبريې ورکړيدی اوبوش يې ډير غندلی دی  .  

          برژينسكي همدارنګه وبوش ته يې توصيه يې کړيدی چې ددی صفرنمبرسره دی بی ځايه هلی ځلی نه کوي  چې تردی  ټيټ نمبروانخلی ،نوردی نوبوش ددی نمبره څخه دعبرت لوست واخلي  .

           زبيگينو برژينسكي يوکتاب يې هم  د " دوهم فرصت " ترسرليک لاندی په (۲۳۴ ) دوه سوه څلورديرشو مخونوکښې خپورکړيدی اوپه هغه کې يې ددرو(۳)جمهوروريئسانوکړني يې ترڅيړنی لاندی راوستي دي .                 نيويارک تايمز دتيری دوشنبی په ورځ په يوه ګزارش کې په  دغه هکله يې وليکل : برژينسکی چې دجيمی کارتردرياست جمهوری په دوران کې دملی امنيت مشاور وو،هغه په کلکه سره ګوت څڼدنه وکړاووي ويل چې دامريکی دتکبره اوخپل سری نه ډک کړني کولای سی دامريکی نه دباندی په خارج کې   دغميزی اوفاجعی سبب وګرځې .

           برژينسكي د هنري كيسينجر دخپل جمهوريت پلوی ملګری خلاف ، دعراق دجنګ يوکلک سری  مخالف وواودی .

           نيويورك تايمزپه  دی هکله ليکی : " هغه(برژينسكي) جورج بوش، بيل كلينتون او جورج ډبليو بوش (پلار) يې ددی پاره  ډير ترکلکو ګوتنيونولاندی  راوستی دی چې دوي  دامريکی ځواکی يې دبربادی  سره مخامخ کړيدی اودليکنې په وروستيوبرخوکښې وهرجمهورريئس ته يې ددوي دکړونوپه اړه نمري يې  ورکړي دي،  دبوش وپلارډبيلوبوش ته د"بي B" (دوهمه رتبه)و كلينتون ته د"سي C"(دريمه رتبه)او برژينسكي و(جورج بوش)ته چې دهغه په نوم پوهيږو د "اف F" (د   رديدواودايسته کيدو نمبر)يې  ورکړي.دی   .

"د برژينسكي دلړليدپربنسټ دبوش لمړني دولت  دساړه جګړی دبرياليتوبونوڅخه يې ګټه پورته نکړ          (پلارجورج بوش) مرسته يې وکړ ترڅوشوروی اتحاد په سوله ايزه توګه ونړيږی ،المان سره يوخای سي،نړيوال ائتلاف  صدام حسين  دکويت نه وباسی ،همدارنګه برژينسكي په دی باوري دی چې کيدای سوای ډيري نوری چاری بايدترسره سوی وای،دامريکی سياسي نفوذاواخلاقی مشروعيت چې په خپل اْصل اوډول کښې بينظيره دی  ديوی کړنلاری په ډول دروسيي دبدلون دپاره اوپه منځنيی ختيځ کې  دسولی درامنځته کيدودپاره کار ورنه وانه خيستل سو"  .

         زبيگينو برژينسكي وايی چې جورج بوش  که اسرائيل يې تر ټينګ فشارلاندی راوستی وای  ترڅودياسرعرفات دفلسطينيانودمشر سره ويوی ګډی تل باتي نتيجی ته رسيدلای وای، که لوی بوش  ميړانه اوزيرکی يې نه وای درلودی ترڅودامريکی باندنی سياست ته وروسته ترسړۍ جګړي بدلون ورکړي،  اوکه كلينتون په دی باوري وو چې دنړيوال کيدل جوړښت، شخړي اواخوډب  پاي ته رسوي ،نودوي به  حتمی غمجن اومايوسه سوی به واي .

         برژينسكي و كلينتون ته دناټو دبريالی پراختيا په هکله ښه نمبرورکوي،داچې كلينتون ونه شوای کړای د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنخ سوله راولی ،ګوت نيونی ورباندی کوي   ".

          نيويورك تايمزليکلی دی:برژينسكي وبوش ته  په درنښت نه ګوري اواحترام يې نه کوی ،اوددغه دليل پربنسټ  ډيرلږدهغه په هکله خبری کوي ،دهغه په عوض اوبدل کې هغه نوی محافظه کاران چې دجورج بوش شااوخوايې نيولی دي ،او دی يې ډير قهرجن اوپه غضب کړی دی،د برژينسكي  په هاند دعراق جګړی هغه ښه تحفه يې چې درلود، عراق دنويومحافظه کارانودهيلواودارزوګانوپه اديره او (قبرستان ) سره واوښت .

          زبيگينو برژينسكي وايی که جګړه په عراق  بريالی سوی وای ،نودااوس مهال به دجورج بوش دولت دسوري اودايران سره په جګړه کې بوخت واي ./  

 

 


بالا
 
بازگشت