
عزيزاحمدخوارمل
دامريكي نو ی زاړه پال ,دنړي دويجاړيونظر وركوونكي دي !
دانټرنيټ دفارسی منابعــــوڅخه
ژباړونکی (عزيزاحمدخوارمل)
دنوی زاړه پالويووالی اوملګري !
نوی زاړه پال دامريکی دښی اړخوډلواودمسيحی سخت دريځو ډلوديووالی درامنځته کيدو په هکله يې ډېرزيارايستلی دي اوپه نتيجه کښې دواک دترلاسه کولوپه خاطردجمهوريت پلوی ګونډ دښی اړخه ډلو اودمسيحي اصول غوښتوونکوډلوسره چې ديهودی لابي سره ډېرنږدی دي له دوي سره يوځای سول .
جيمي کارتر دامريکی پخوانی جمهور رئيس په خپل کتاب کې ليکی : هغه څه چې کارمشکل وي،هغه دنوی زاړه پالوژمنی اوموافقی دنوروسخت دريځواوافراطی ډلوسره دی ،لکه دامريکی دسخت دريځه مسحيانوسره ،دغه ډول ژمنی اوموافقی خطرناکه دی .او نوی زاړه پاله په اصل کې يوفکری اوسياسي جريان دی چې په ريښتنی توګه په خلکو اوپه ټولنه کې دټول ټاکنۍ دپاره پلويان نلري ،له دی کبله پرجمهوريت پلووښـــی اړخوډلو اودسويلــی امريکی دشتمنوسيموپرخلکواودامريکی پرپخــــوانی زاړه پالو باندی چې په سويلی اوپه لويديزوايلاتوکښې ژوندکوی پردغوخلکوباندی ډاډمن دی چې ددوي نه پلوی کوي . دښی اړخواودنوی زاړه پالودمرستی په نتيجه کښې دنوی زاړه پالودفکری فعاليتونودډېرپراخه شبکيو په جوړيدوسره دامريکی په پوهنتونواو دڅيړنوپه مرکزونوکښې پرمختګ رامنځته کړيدی .
نوی زاړه پال بيله دښی اړخوډلو داشاری اوموفقی څخه نه سوای کولای چې دامريکی دپريکړو ومرکزونه ته ورننه وځی،خصوصأ يوشمير يې چې دخپلولړليدونواو کړنلاری له کبله ترنوروزاړه پالوډېرسخت دريځی هم وو. ددوي په هاندچې وايې ،متدين اومذهب پلوی مسيحيان دامريکی د بهرني سياستونوپه هکله دمنځنی ختيځ اودنړی په اړه ډېرخطرناکه دريځ او لړليدونه لري ،ځکه چې دوي په دی باور دی چې دامريکی هيوادديواوربلوونکی او ويجاړه ونکی جګړی په رامنځته کولوسره دهغه ځای سره ټکر کوی چې هغه دنړی دمنځه وړلوسبب ګڼل کيږی اوهمدا اوس دامريکی هيواد پرهغه لوری په حرکت کې دی اوددی جګړی مرکز به هم منځنی ختيځ وي چې نړی به دامريکی اودهغه دملګروهيوادونوسره دهغه جملی نه داسرائيلو سره به مخا مخ وي. اما په امريکا کې د آنگلوساکسونانوپه هکله بايد وويل ســی چـــې هغوي پرنړيوالـــوسازمانونوباندی باورنلــري اوهمدارنګه دوي ويوشميرنوروموضوعاتوته لکه دنظامی وسايلواوسامان ألاتودډېريدلوپه مخ نيوی کې اودامريکی دنظامی بودجي پرټيټيدواولږيدوباندی عقيده من اوډاډمن نه دي او ورته معتقد ندي ځکه ددوي دلړليدپربنسټ دامريکا هيوادويوی ويجاړه ونکی اونه منونکی اولاس نه اخيستونکی جګړی ته ځان جوړه وي . دامريکی هوښيار خلک (سنتی زاړه پالو) چې ديس کريډيته ،ځانله اوګوښه سوی دی اوونړيوال سازمانونواوبهرنۍ نړی ته باوراوعقيده نلري ،يوازی دامريکی د نظامی وا ک پرزياتوالی اوځواکمن کيدو باندی ايمان لری اوبس چې اساسی مسائيل هم له همدی ځای څخه پيليږی.
(( ادريان ولدريدج )) او ((جان مايکل ثويت )) په هغه کتاب چې دوي په ګډه سره دغه کتاب يې وليکل اود((ښی اړخه ملت ،په امريکی کې نوی زاړه پاله ډله)) تردی سر ليک لاندی يې ليکلی دی ،دنوی زاړه پالوپه هکله ليکی : دايوهغه جريان دی چې په امريکی کې دهغومختلفوښی اړخوډلو دراضی کيدودپاره جوړسوی دی چې دامريکا د ملت سياسي جوړښت يې جوړکړی دی په دی ډول رامنځته سوی دی .
په دی کتاب کې ليکل سو يدی، چې دامريکا ښی اړخوډلوخورامهم مرکزونه يې خپل دکړنواوفعاليتونودتر
سره کولودپاره رامنځته کړی ،اوهغه پردووبرخو باندی ويشل کيږی :
لمړی - دښی اړخودڅيړونومرکزونه چې اصولأ دمطالعي کولواوڅيړنو،دکړنلارواوکړنليکونواودنوی فکرونوپه ترسره کولواوراجوړه ولو،وړاندی کولو،اودهيواد دتوليزوسياسي طرحو،وړانديزونواوکړنلاروپه جوړه ولوکې چاري ترسره کوي اوزيارباسی تر څودولت اوکنګره وخپلوغوښتنو ته وداره کړی اوپردوي باندی خپلۍ غوښتنی اودغه ډول سياستونه ومنی،په داسی حال کې چې دوي دمطالعاتواودڅيړونو دمرکزونو،لکه د((امريکی داينترپرايز)) ،د ((هريتدج )) دموسسی اود((کاتو)) دڅيړنودمرکزونو لارښووني په غاړه لري .
دوهم - ښی اړخی ډلي په هغه خلکوکې چاری ترسره کوی اوهغه موخی لری چې دټولنی خلک خپل پلويانو وګرځوی اودښی اړخه سياست پوهانو سياستونه په ټولنه کې تبليغ وي،اودغه سياست پوهان وخلکوته ورييژنۍ ،اوټينګارپرکوي اوتبليغوی چې دوي دامريکا دګټوڅخه دفاع کوي ،دغه سازمانونه او ډلي لکه دامريکايي دنوی زاړه پالواودمسيحيانوداتحادي استازي ددغه ډول خلکوڅخه شميرل کيږی .
رسني ،دنوی زاړه پالو دپاره ښه اوزاراو وسيله !
نوی زاړه پال دامريکی په ټولنه کې خپل لړليدونه اوموخي دښی اړخواودپروتستانانودواک اودنفوذ څخه په کاراوګټه اخيستلو سره دتلويزيونی شبکيوڅخه لکه دفاکس نيوزدشبکی څخه دخبرواترو اودکړنلاروپه خپريدلوسره چې دا دود ،دشلمی (۲۰می) پيړی د(-۳۰می ) دديرشمی لسيزی دتبليغاتی وسائيلو مهم اصل ګڼل کيږی ،اودااوس مهال هم دامريکی دمهمو سياستونوڅخه شميرل کيږی چې همدااوس وهغه ته پراختيا ورکوي .
د(۷۰می)اوياومی لسيزی په ترڅ کې راډيويي پروګرامونه ډېراوريدونکی يې خپل وخواته راوبلل اوددغه برياوو پربنسټ تلويزيونونه دنوی زاړه پالو دفکرونو،کړنلارواوموخو دبيانولو،تشريح کولواودپراختيا دپاره پيل وکړ چې دوخت په تيريدو سره ديواوزاراووسيلی په توګه ،تلويزيونه اوورځپاڼۍ په کار واچول سول ،اودخپل منځی جګړودله منځه وړلواودبرابروالی اويوشان کيدو د رامنځته کولوپه خاطرپه لويو ښارونواوپه راډيويي دستګاو اوشبکيو کې ددوي تبليغاتی پروګرامونه په ډېرپراختيا سره رامنځته سوبياوروسته ددغو ډلوپلويان په منځ لاروباندی واوښتل .
همــدارنګه نوی زاړه پال اوس په ډېر ځــيرسره دخپل کـړنلاری اوموخي دپراختيا په خاطر دمهمو مطبوعاتواوخپرونوڅخه کار اخلی لکه د((کومنتاري )) مجلی نه ،چې دنوی زاړه پالو په لمړی نسل پوری اړه لري اوپه (۱۹۴۵) نهولس سوه پنځه څلويښتم ميلادی کال کې ديهوديانودکميټی لخوا دامريکی دنيوريارک په ايالت کې ددی ښار وروښان اندوډلوته په پيغام ورکولوسره خپوراونشر سو .
اوونيز ليک مجلی ((ويکلي اسټاندارد)) هم دامريکا دزاړه پالوصهيونسټانودخپريدونکی ارګان په توګه ګڼل کيږی ، دغه مجله دزاړه پالوپه دوهم نسل پوری اړه لري چې ددی مجلی دخپرولوټوله پانګه د(( رابرت مردوخ )) لخوا ورکول کيږی اوخلک نوموړی درسنيودلوی امپراطورپه توګه هم پيژنی اوديوښی اړخه پياوړي افراطی شخص په نوم مشهوردی . دهغه بنسټ ايښدونکی )) ويليام کريستول )) د ((ايروينگ کريستول )) زوی دی دهغه مقالي اوطرحي دخلکوڅخه په دفاع او پلوی خپريږی ،اودفتريې دسپينه ماڼی څخه ليری ندی اوډېرلنډواټن ورسره لری .
نوی زاړه پال په دوامداره توګه د(( فارين افرز)) په مجلی کې مقالي
ليکي او دامريکی په (۳)دری
نورومهمو ورځپاڼوکې هم دغه رازخپل اړوندمضمونونه اوليکنۍخپره وي .
دبيلګی په توګه ((ديويد بروکس )) دنيويارک تايمز دورځپاڼی دپاره مضمونونه
اومقالي ليکي ،((رابرت کاجن )) او((چارلز کروتهمز)) هم دواشينګتن پست او وال
استريت ژورنال وورځپاڼو ته مضمونونه اومقالي ليکي اوخپل لړليدونه اوموخي په دی
ورځپاڼوکښې خپره وي .
نورمطبوعات اوورځپاڼی چې دامريکی ديهودانوکړنلاری اودفکرونوموخی خپره وی يوبل
هم د(( نيو رپپليک )) مجله ده،اودغه مجله دهغوپنځومهمو مجليوڅخه ګڼل کيږی چې
دافراطی يهودانوکړنلاری اودفکرونوموخی خپره وي ،اوڅلورنوري مجلي د(( مومنت))،
((
ناسيونال ريويو)) ، (( کومنتري )) او (( ويکلي اسټناندارد)) څخه عبارت دی
.
دغه
پنځه مجلــــي دډېروخطـرناکو اومهموخپريدونکی نشراتی ارګانونوله جملی څخه
شميرل کيږی چې دنوی زاړه پالونظري،کړنلاري اوموخې ،دعربانواومسلماناوپرضدخپره
وي .
د امريکی داوسنی جمهوررئيس جورج ډبيلوبوش دجمهوری رياست په وخت کې نوی
زاړه پال دمطبوعاتواودخپرونوپرډېرومهمومرکزونوباندی واک موندلی دي اودغه
مرکزونه يې ترخپل لاس لاندی راوستی دي ،په داسی حـال کې چې
ترمخـه تردی،چې واک ته ورسيږی ددوي لـــړليدونه ،دريځونه،کړني او
موخي په ټوليزه توګه دامريکا پر سياستونوباندی اغيزه يې درلودل اوهمدارنګه ددولت اودکنګری وداره کيدل اوپه خپله ګټه باندی پردوی باندی دمسائيلومنل يې ښه بيلګه دی چې نوی زاړه پال دمطالعاتواودڅيړنودمرکزونوپه وسيله خپلۍ موخي په ښه توګه ترسره کولای سي،اوهمدارنګه نوی زاړه پال ډېرزيار باسی او هڅی کوی ترڅوخپل ټول پروګرامونه ددی لاری نه په هراړخيزه ډول په دی ميتود سره ترسره کړی .
دنوی زاړه پالويوشمير دڅيړنومرکزونه عبارت دی د ((هدسون)) ،((د امريکايانود اينترپرايزدمطالعاتو مرکز)) ،((دامريکا دڅيړنومرکز))،دامريکا دنوی لسيزی دطرحومرکز)) اوهمدارنګه د ((ميمري مرکز )) چې دتبليغاتی اوزار اووسيلی ښکارندوی کوي اودغه ډېرمهم مرکزونه د((ميراف ))اود((ورمسر)) په ملګری اودډګروال ((يجال کارمون )) داسرائيلودجاسوسی ددستګاه دپخوانی مزدورپه وسيله جوړ او رامنځته سوی دی.
((د امريکی دڅيړنی مرکز)) دامريکی داوسنی دولت دډېرونږديوڅيړنيزومرکزونو دجملی څخه ګڼل کيږی اودغه مرکزددغه هيواددجمهوررئيس دمعاون ديک چينی سره ډېرنږدی اوټينګی اړيکی لری ،اودديک چينی ميرمنه هم ددی مرکز پرفعاليتونوباندی مخامخ اومستقيم کنترول لری .
نامتواوګټورکسان لکه دپوهتونونواستادان په دغه مرکز کې غړي دي ،اودهغه مديره هئيت (۳۵) پنځه ديرش تنه دي اودهغوي د جملی نه دامريکی ډېرمهم اقتصاد پوهان،شتمن اواقتصادی کسان دبيلګی په توګه د ((چيس منهتن )) دبانک مدير ،د((تکساس انسترومنتس)) دشرکت عمومی مدير، د((کوکس )) دتيلواودګازودشرکت رئيس اوديوشميردسياسي علوموداستادانود غړيتوب څخه،دغه مرکز جوړسوی دي . سربيره پردی چې دغه مرکزديوه ټولنه په توګه دنوی زاړه پالودپوهانودپاره ،دبوش ودولت ته نږدی کسان ګڼل کيږی،نوهمدارنګه ويلی سو چې ددی مرکز مطالعي اوڅيړني دامريکی ددولت کړنلاره په ځانګړی ډول سره راڅرګنده کوي اوهمدارنګه دامريکی ددولت سياست ددی مرکزدڅيړنوڅخه ډيراغيزمن دی .
نوی زاړه پال دجورج ډبليو بوش ترڅنګ
دجورج ډبليوبوش په رامنځته کيدوسره ،دنوی زاړه پالوهغه ليدل سوی خوب اوخيال نتيجه،په ښه توګه رامنځته سو،هغوي چې داسی يــو واکـــدار يې وموندل اووکــولای سول چې دهغه څخــه دخپلوموخـواو
کړنلارو په ترسره کولوکې کارځينی واخلی اوغواړي چې دغه ډول نوری چاری هم ترسره کړی .
نوی زاړه پال کلونه،کلونه ددولتی ګټوروڅوکيواومقامونودلاس ته راوستلوپه تمه سترګي پرلاره وه ،مګروی نشوای کولای چې څوک ومومی ترڅودهيواددپريکړوواک ددوي ولاس ته ورولويږی ،مګردغه ستری هيلی دلوی بوش دزوې جورج بوش په وخت کې رامنځته سو،((بوش))-ده ددی زاړه پالوڅخه يې ګټورکسان وخپل کاری تيم ته ورګډاوودولتی چاروته يې وګمارل،اومهم وزارتونونه يې لکه ددفاع ،عدلي وزارتونه اوسپينه ماڼی يې ودوي ته وروسپارل اوسربيره پر هغه هم، هغه ارګانونه اواداري چې پر دفاعی ،بهرنۍ اوټولنيزوسياسي چاروباندی اغيزمن وو ددوي په اختياراو واک کې يې کيښښودل.
دامريکی جمهوررئيس په لس ګونه تنه دنوی زاړه پالوڅخه يې دهيوادودولتی اداری يې ته ورننه ايستل ددی کاردترسره کولو په خاطريې وځان ته مبارکی وويل ،اوددي زاړه پالوڅخه يولږ شميريې دولتی څوکي اومقامونه يې ونه غوښتل اونه منل ،اودبوش ودولتي اداري ته ورداخل نسول اوددولت دمشاوراومشوره ورکونکواويا د نړيوالو څانګوپه مقامونواوڅوکيوکې اوداطلاعاتواودمخ تللی اقتصادی څانګودمسؤولينو
په توګه دبوش ترڅنګ په کاربوخت سول ،که څه هم بوش دنوی زاړه پالو،غړی ندی اوپه دوي تړلی ندی ،اما په ډېربربنډه اوزغرده توګه ددوي دسياستونوتراغيزه لاندی راغلی دی اوددوي تاثيرور باندی سته دي .نونـــوی زاړه پالــــوپه دی وتـوانيـــدل تر څودخپلولړليدونواوکــــړنلاری سره دنړی داطلاعاتی اوسياسي چارودارګانونوتوجووځان ته راواړه وی اوپردولت اوکنګری باندی ديواغيزمن واک په څير راواوړی .
پربوش باندی ځينی ګوتنيونکی اوهمدا ډول دهغه دمحافظه کاره کابينی ځينی غړي هم وايي چې خپله جمهور رئيس پريکړي نشی کولای،ځکه هغه دولتی چاری چې دی يې په ښکاره ډول ترسره کوي ،هغه داسی دي ،چې جمهور رئيس په حقيقت کې دولت اداره کوي اوکنتروله ويي . دغه مسئلی ددی سبب ګرځيدلی دی چې دنوی زاړه پالو کړني په سياسي چارواونوروبرخوکې په بربنډه ډول سره څرګنده سی ،اوددوي فکری لړليدونه اوفلسفه لږلږدغه موجوده کلاسيکی چاری يې ،دامريکی په سياسی ټولنه کښې دګواښ سره مخامخ کړی دی،اوکرارکرار کار ودی ځای ته رسيدلی دی چې دغه ګواښ په يوډول سره دامريکی را استول سوی بهرنی سياست ددغوډلوولاس ته ورولويږی .
(( بات بيوکانن )) په خپل کتاب کې د ((ښی اړخی چيري تيروتنی وکړل ؟)) دسرليک په نوم سره،نوی زاړه پال يې په دی تورن کړ چې دبوش ددولت بهرنی سياست دوي په خپل لاس اوکنترول کې لری اودبوش وافکاروته يې بدلون ورکړی دی، په دی هکله يې داسی وليکل : نوی زاړه پالودبوش کړنی يې ترنيوکولاندی راوستل،دامريکی دلوي مفکوری اوکړنلاری نړيوال کيدل،دمخته نيونکوجګړودسياست پيل اورامنځته کيدل،داسرائيل نه ملاتړاودامريکايي فکری ايډی جوړه ونه، په اسلامی نړی اوپه عربی نړی کښې ستراوښتون اوبدلونونه ،اوددی هيوادونوبيا روغاونی ته بدلون ورکول بنسټيز مسائيل جوړه وي .
دجورج بوش ددولت په لمړی دولتی جوړښت کې ديک چينی دبازدمرغه په شان چې هغه دنوی زاړه پالودبازپه نوم مشهور دی ،دجمهوری رياست دمرستيال پرڅوکې،او((رامسفيلدپخوا نی ددفاع وزير )) ،دواړه په څرګنډه توګه دنوی زاړه پالوملاتړکوونکی دي اودغه دوکسه چيني او رامسفيلدپه دی سره مشهوردي،چې دغه دوه کسه دنوی زاړه پالودهغومهموکسانوڅخه شميرل کيږی چې دوي دبوش ددولت پرسياسي چارواوددولت پرکړنوباندی ډېرتاثيراو اغيزه درلودل اولريي .
(( باب ادوارد )) په خپل کتاب کې د ((انکار حالت )) په نوم کتاب کې وليکل : لمړی رامسفيلديې اوبيا يې ديک چيني دعراق دګډوډيومسئوول وبالل،چې امريکا په عراق کې دااوس مهال دمشکلاتواوپرابلمونو
سره مخا مخ اولاس ګريوان دی اونوی زاړه پال ودغو مسائيلوته په ټيټه سترګه ګوری اوزياته پاملرنه ورته نه لری .په دی کسانوکې يوهم پخوانی دموکرات ددفاع وزارت مرستيال(( پل ولفوويتز )) دی چې دعراق پرهيواد ديرغل اوترځواک اوښيکلاک لاندی دغه هيواددراوستلو ،دنظريې پلوی وو،هم شته دی ،پردغو کسانوسربيره(( ريچارد پرل )) چې ((دتورتمونواودتاريکيودامير)) په نوم پيژندل کيږی اوپه دی نوم هم مشهوردی، دی هم يودهغه نظريه ورونکوڅخه دی اوده ويلی يې دی ،چې پرعراق باندی يرغل اودامريکی دنظامی ځواک اوواک څخه کاراخيستل داسرائيل ددښمنانوپه وړاندی اوددغو دښمنانو دله منځه وړلودپاره ،دغه يرغل سم کار دی ، اوهمدارنګه (( داگلاس فيث )) په سياسي چاروکې ددفاع دوزيرځای ناستی چې دټول وژني وسلی په هکله يې دغلطواوناسمواطلاعاتواوجعلی اسنادوپه راټولواووړاندی کولوکې هم پوره لاس درلوددلته شتون لری او سته دی .
پل ولفوويتز ، ريچارد پرل او داگلاس فيث يودوزخی مثلث شميرل کيږی چې په درواغ ويلو سره دامريکا دهيواداودامريکادخلکوټوليز ذهنونه اوتوجويې دعراق دهيواددټول وژني وسلی پرخوا راوګرځول .
دوي ټوله دامريکا دولت يې وداسی جګړی ته ورګد کړچې دغه جګړه دمادي،سياسي اوانسانی له پلوه ډېردخرڅه اومصرفه ډکه يوه جګړه ده ،اودغه دوزخی مثلث دی چې دپردی ترشا اوپه پټه دپردی دشاڅخه غواړي چې همدارنګه دامريکی هيواد دی دايران دهيوادپه وړاندی جګړه پيل کړی .
اوهمداسی په ملګروملتونوکې دامريکی پخوانی استازی جان بولتون وويل ،دملګروملتونو سازمان يې دامريکی په لاس کې ديواوزاراووسيلی په څير ،يوسازمان وبلل ،دی وايي که دغه نړيوال سازمان دامريکا په لاس کې نه وی نو دغه نړيوال سازمان هيڅ شتون نلري اوويې ويل که په نيوريارک ددی سازمان دتعميردجوړښت څخه لس پوړی راپريوزی اورانسکوره سي،کوم مشکل اوکوم بل پرابلم نه رامنځته کيږی .
ديادولو وړدی چې جان بولتون دنوی زاړه پالوپه لوبوکې تړلی کس دی ، په امنيتی چاروکې ديهودانودمشورتی مجلس غړی هم دی ، اويوشمير دده دکورنی غړي،خصوصأ دهغه خورهمدا اوس په اسرائيلوکښې ژوندکوي .
جان بولتون دنړيوالوحقونواودنړيوالو قوانينوپه نقضولواوترپښولاندی کولوکې مشهورسړی دی .دوال استريت ژورنال ورځپاڼی په (۱۹۹۷) ميلادی کال کې،په خپل يوی ګڼی کې دده يوه مقاله يې خپوراونشرکړچې په هغه ليکل سوی وو : هغه نړيوالی معاهدی اوتړونونه چې دامريکا لخوا لاس ليک کيږی هغه الزام راوړکوونکی نه شميرکيږی ،بلکی هغه سياسي اړتياوی کڼل کيږی اوکيدی سی چې دوخت اوشرايطوپه تيريدوسره دهغه دقيده اوحکمه څخه خلاص سو ./
*********************************
لمړی برخه :
لاندنی مقاله دعربی سرليک المحافظون الجديد" .. منظرون الخراب العالم "د " علي عبدالعال " مصری ليکونکی دقاهری اوسيدونکی لخوا ليکل سويدی اودالعالم وسايت ته استول شوي اوپه فارسی ژبه ژباړل سويدی چې پښتوژباړه يې په لاندی توګه ومحترم لوستونکوته وړاندی کيږی .
نوی زاړه پال،دغه مطلب دهغه يوشميرروښان اندوپه هکله دی چې په واشينګتن کې ناست دي اوشمير يې دسلو(۱۰۰)اود دووسوو(۲۰۰) تنوڅخه زيات ندی،دوي دهغونظرياتواولړليدونوپلويان دي او داهسی طرحي دځانه سره لری چې غواړي امريکايې امپراطوری دوينوپرحمام ، په وژنو،په وهلواو ټکه ولواوترهګری باندی جوړاورامنځته کړی اودغه داستان دځنګله دنظريې غونډی ده چې يوشمير،وانسان ته ورته کسان هغه يې دحيواناتوڅخه په ننګ سره اخيستی دی اودهغه پربنسټ چوراوچپاول،وژنې اوويجاړي يې ديوعادت په توګه دنړی وخلکواووبشريت ته يې وراړه ولی اورامنځته کړی دی ،اوتردا اوسه يې دخوړلوشومه اوخونديې لاپای ته ندی رسيدلی،اووينه يې ددوي په وحشی اوڅيری کوونکوغاښونوکښې ليدل کيږی ،اودخوړلو دشومی اوخوند په هيله اودراتلونکی قربانی کولوپه سوچ کې دي .
کوم کسان نوی زاړه پال دي؟
نوی زاړه پال ،يوامريکايې سياسی ډله ده چې دهغوي پلويان دښي لاستی بنسټپالومسيحيانوڅخه ملاتړکوي اوپرنړی باندی دامريکی دواک اوښکيلاک په سوچ کې دي سربيره پردی چې دوي سياست پوهان هم ندی ،مګرددوي په منځ کې نامتوليکوالان،پوهان ،کړنلاره ليکوونکی،استراتيژيسټان دمسلحوقواوواوداردوپخوانی افسران اوسربازان اويوشميردامريکی داوسنی مختلفوفکــــری ډلو ليوال اودنوروقشرونو،بنسټپال پلويان په دی زاړه پالوکشې ليدل کيږی . همــــــدارنګه دوي د صهيونيستي ايډی ملاتړکوونکی هم دی چې دعــــربانواومسلمانانو سره ډېره ټينګه اوزيات سخت دښمنی لری اودجورج بوش درياست جمهوری په دوران کښې يې دامريکی باندني سياسي چاری يې په خپل لاس کې نيولي دی .
صهيونستي ايډيااوکړنلاره دهغه سياست داجراکولوترشا دی چې بيله کومه دپام وړاعتراضيه اوګوت نيونی نه ،دامريکی دنظامی ځواک څخه په کاراخيستنی سره دټولوموخي دلاسته راوستلوپه خاطردغه عمل اوکړنی روا کاربولی اوددوی په ادعا سره دغه کړنی سم کاربلل کيږی، ځکه دنوی زاړه پالوپه هانداوعقيدی سره چې حقيقت او واقعيت يوازی ددوی په واک کې دی اودوسلی څخه په ګته اخيستنی اوکارولوسره کولای سی چې پرټولوباندی برلاسی اوواک رامنځته کړی .همدا اوس دغه موضوع په روښانه ډول سره څرګنډه ده چې د امريکی نوی زاړه پاله ډله داسرائيلوسره ټينګی اړيکی لری اودتل حبيب دپاره دتعصب نه ډک، ملګري په توګه شميرل کيږی،اوپه همدی ډول سره دنوی زاړه پالونظريه ورکونکی ډېرزيات مشران اوپوهان هم يهوديان دی .
يوشميرکارپوهان په دی باور دی چې دنوی زاړه پالورامنځته کيدل دمنځ لاری يهودانو اودزاړه پالويهودانودخپل منځی اختلافونواوخپل منځی جګړوپه نتيجه کښې ددوي واکمنی اواغيزه دامريکی ديهودانوپر نړيوال لړليدباندی دی . نوی زاړه پال دخپلوکړنواولړليدونوپه انځورولواو لوبولوکې نوي دی ،ځکه دامريکی دهيواد دجوړيدلوڅخه زاړه پال فکرونه يودبنسټيزواصولو څخه شميرل کيدل اوهمدا اوس ددغوپه مخ کې نيول سويوکړنوترسيوری لاندی اودجورج ډبيلوبوش دسياسي کړنلارو اودزاړه پالودبيده فکرونوپربنسټ ،ددی ډول دزوراودتيری دپلويانواوددی ډلودرامنځته کيدلوسبب وګرځيدی .
دجيمی کارتردجمهــــــوری رياســت په دوران کښې ديوشميرزياتويهودی پوهــــانواوښــــي لاسوډلووتلـــو
ددموکرات له ګوندڅخه،نوی زاړه پال غورځنګ جوړاورامنځ ته سو،اوجمهوررئيس دکين اړخو نويوډلوکړنلاره يې ومنل ،اودشوروی سره دضديت نه،اودشوروی په وړاندی يې داخ اواډب څخه لاس واخيستل ،اودزاړه پالودطرحواوکړنوپه وړاندی په مخالفت کې ودريدل اوديوشميرنوی زاړه پالوغوښتنی يې چې ددندودترسره کولوپه خاطريې وجمهور رئيس ته يې وړانديزکړوو،جمهورئيس دغه ډله يې په خپل دولت کې يې ونه منل اورديې کړ .
نوی زاړه پالو وروسته ترهغه نه د پريګړندی سياست په مخ کې نيولو سره دنظامي واک دغښتلی کيدود
وړانديز نه يې پلوی وکړ، ترڅو دشوروی سره مخامخ سيالی وکړلای شی ،له دی امله يې دجمهوريت پلوی ګوند وخواته يې مخه وکړ او د رونالدريګن دجمهوری رياست په دوران کې چې دکړکيچ اوآخ اوډب وايډی اومفکوری ته باوری او عقيده من وو،اودکين لاسوزغرنده ګونيونی يې چې دامريکی دفرهنګی چارواوکلتوری اړيکوپه هکله يې درلودل، هغه يې رده ول اوهيڅ يې نه منل ،چې دغه کړنی ددی سبب وګرځيدی ترڅودزاړه پالوواک دامريکی پرباندنی سياست باندی زياتوالی ومومی، اووروسته له هغه نه دغه زاړه پالوددموکرات ګوند يوه جلاشوی ډله شميرل کيدل ،بيله دا چې دجمهوريت پلوی ګوند په چوکاټ کې ورګډ سی اويوه سياسي ډله يې جوړه وله چې تحريف سوی عقايد يې دځانه سره درلودل اود((ريګن ددموکراتانو)) په نوم پيژندل کيدل ،اوپه پوهتونو،علمي موسساتوکې دڅيړنواودتبليغاتی رسنيوپه مرکزونوکې تيت اوپرک اوخواره واره سول . په همدی پړاوکې د((زاړه پالوډله)) پراختيا وموندپه داهسی حال کې چې غورځنګونه په دقيقه توګه سره دفکری اوسياسي بدلونو سره دامريکی په ټولنه کښې يوشونی او وړفضا يې دفکرونو دپراختيا او دسياسي ډلودجوړښت اودهغو درامنځته کيدو دپاره يې رامنځته کړی وو.
دنوی زاړه پالو لړليدونه اونظري
نوی زاړه پال په نړی کې ((نظامی واک )) يوبنسټيزاوزار((افزار))اووسيله دکړکيچونوسره په مبارزه کې اوداخ اواډب په وړاندی يې بولی اوپه دی باوری دی چې نړيوال اړيکې پرواک ولاړاوتکيه دی اورښيتنی سوله ، په ډپيلوماسی او په عدالت سره نه سی رامنځته کيدلی ،بلکی يوازی دجګړی دبرياليتوب په نتيجه کښې رامنځته کيدی سی .
نوی زاړه پال وايي ،هغه لړليدونه اونظريات چې په دی وروستيوکالونوکې په واشينګتن کې يې پراختيا موندلی دی،اودهغولړليدونواونظرياتوپه سرکې داهسی راغلی دی : دوي وايی ((باورخودادی چې دامريکا دپاره دااوس مهال ډېرښه اوپراخه فرصت دنړيوال نظم په رامنځته کول کې رامنځته سوی دی ))، دوي ددغه مطلب اوددغه لاس ته راغلی فرصت نه يې ملاتړکوی . اودوی بيا په زغرده سره دهمدی لړليدونه اونظری پر دی فکتوراوايډی باندی هم ټينګار کوی،هغه داچې دشوروی اتحادودجمهوريتونو دنړيدلواودله منځه وړولووروسته دامريکا هيوادديولارښودپه توګه دغه دنده يې په غاړه اخيستی دی اوهغه تش ځای چې دشوروی دنړيدو راوروسته رامنځته سويدی هغه ځای بايد ونيول سی اوډک کړل سی . دوي په دی باور دی چې په اوسنی شرايطوکښې ونړی ته ديولارښود اړتيا سته دی اودامريکی هيوادبايد دغه لارښودنه په غاړه واخلی ،ځکه چې دامريکی ښکيلاک اومطلق ځواکمن کيدل پرنړی باندی دثبات منشاء اوپايښت دی .له دی کبله نوی زاړه پال دلويديز اودنړی دنوروهيوادونويووالی دامريکی ترلارښودونی لاندی ديوی نوی نړيوال نظم دجوړښت په خاطرپه طبيعی توګه اړين بولی .
.همدارنګه نوی زاړه پال په پراخه ډول سره زيارباسی ترڅودبی وسلوکولو اودقانون ښه تره تطبقولواوګټوررول لوبولو څخه مخ نيوی وکړی او دنړيوالوسازمانونودښوچاروسرته رسول په نړيوال جوړښت کې نه منی اودهغه نه هم مخ نيوی کوی ،دملګروملتونودسازمان په وړاندی ددښمنی څخه کاراخلی اوپه دی باور دي چې نظامی واک دی بايددبهرنی سياسي چارو لمړی سرليک اولمړی پړاوکې دی وی .
نوی زاړه پال په دی باور دی چی ديوی نوی جوړښت درامنځته کولو په خاطرکولای سی دعراق ،افغانستان ،لبنان اودايران په هيوادونوکښی نظامی لاسوهنی وکړی ،اودغه هيوادونه دبيلګی اوسرليک په توګه دی دامريکا د ځواک دپراختيا دپاره په لاسوهنوسره ،چې ګواګی دخپلودوستانوسره مرستي کوی ، اوونورته يې داهسی وروپيژنی او وروښئی چې موږوخپلودوستانواو ملګروهيوادونوسره مرسته کوو. په همدی علت سره دملی واکداری اودملی ځواکمنی محدوده لړليدونه ،اوهمدارنګه دملی واکداری اودملی ځواکمنی له منځه وړل دتيری په وخت کې دامريکی دپلان شوکړنلاری دګټو سره يوځای تبليغ شوی اوپراختيا ی موندلی دی ،امريکائيان دبيرونکونظامی يرغلونوزمينه يې دملګرومليتونوپر يوشمير ځانته آزاداوخپلواکو هيوادونوباندی رامنځته کړی،اوپه نتيجه کښې داهسی وضعيت اوحالت رامنځته سوی دی چې يوشميرلوی هيوادونه چې په نړی کښې ديواساسی او مثبت دريځ اورول درلودونکی دی،لکه دچين اودروسيی دهيوادونوپه شان، دهغوی ورول لوبول اوودريځ دی ته هم هيڅ ډول توجو ونشی اوهغوی ته دی په درنه سترګه ونه کتل سی .
د نوی زاړه پالودعقايدوڅخه يوهم دحضرت"مسيح" چټک اوژرراتک ومځکی ته دی اودغه مسله دزاړه پالوبنسټيزه دنده جوړه وی،اودمسلمانوپه وړاندی جګړی کول اوپرټولوسپيځلومځکوباندی ښکيلاک اوواکمنی دنوی زاړه پالوددی ډلی اصولی ، اساسی اوبنسټيزی موخي دي. دوي نوری ډلی اونورسازمانونه اونورخلک ترهګر،بنسټپال اودهشتګربولی اوپه دی باوردي هرڅوک چې ددغوډلونه وي ،دوي په هاندسره داخلک داهسی دښمنان دی چې هر څه ژراوپه چټکی سره بايد له ريښی نه ورک سی اوله منځه دی ولاړسي .
استيون هلبر" او "جاناتان کلارک" ،دوي دوه ليکوونکی دی چې دغه دوه ليکونکی د،((نوی زاړه پال اونړيوال نظام ))دکتاب ليکوونکی هم دی او دنوی زاړه پالودکړنلاری اوايډی بنسټيزاصول عبارت، دايمان اوعقيدی نه بولی ، اود"خير" او "شر" ترمنځ جګړه په دی کتاب کې توضيح کوی اوورپيژنی يې،اوپردغه بڼست " لئو اشتراوس " دنوی زاړه پالويونامتوکارپوه چې دالمان (جرمنی ) څخه وامريکي ته کډوال سوی دی ددی غوښتوونکی سوچې دامريکا هيواد دی بايددنړي ديوستراوځانګری واکمن اوځواکمن په توګه دی ، دشر،ترهګری اوبنسټ پالی په وړاندی جوړاورامنځته سی . نوی زاړه پال داقتصادپه هکله يې ديوی نوی ليبرالستيي استراتيژی طرح يې رامنځته کړی دی،چې ددی ليبرالستيي طرح پربنسټ دی،نړيوالوکيدلوچاری دی دامريکايي پروسی پراصولواوپرنسبونودی سم رامنځته سی،اودغه پروسه دی دتوليداتودپراختيا نړيوال کيدل،دځای پرځای راکړی اوورکړوچاری ،دټيلی کمونکيشن اونورپرمخ تللی اومدرنوتخنيکی وسائلواوسيسټمونوپوهنه،ټول ددی ارزښتونو،عقايدو،اضولواوسوچونوڅخه ګڼل کيږی .
همدارنګه دټولنيز سياست په هکله داهسی وړانديزونه او طرحی لری چې اساسی بنسټ يې دشتمنواوپانګه لرونکو څخه پلوی کوی،اوهمدارنګه دلوی اوستروشرکتونواوسرمايدارانواوپانګه اچوونکوڅخه په ټينګه ملاتړکوی ،ځکه چې دغه ډول شتمن خلک ،اودستروشرکتونوخاوندان ،سرمايدارانواوپانګه اچوونکی دي، چې دغه ډله خلک تل پاتي واك لري او وسياسي بدلونونواو ټوليزو افكاروته كومه اعتنا نه لري اودوي تل دخوارانواوغريبانواودخوارو،نادارواوپقيروقشرونوپه تاوان دی ،نه ددوي په ګټه ،چې دغه وګړي اوپرګني دټولنی اکثريته اوډېره برخه اوزيات خلک جوړه وی ،اودغه لږه کی دټولنی ديوی لوې برخی پرضددي .
نوی زاړه پال دهغه فرهنګی انقلاب سره چې دشپتمی لسيزی په کلونوکښې چې دامريکی په هيوادکې رامنځته ســـو،چې ددغه انقلاب پلويانو دلږه کيواوداقليتونو،دښځـــواودڅـــوډوليزوفرهنګی اوکلتوری دودونونه يې په دفاع اوپه ملاتړسره دټولنی دغه ټولنيزمسائل يې خپل شعار ورګرځول،زاړه پالوددوي په وړاندی يې په مخالفت کې قرارونيول اوپه دی عقيدی باندی وه چې کيدی سی دغه ډول انقلابی خوزښتونه دامريکی دضعيفه کيدواودنړيوال دريځ دټيټيدوسبب به وګرځی .
جيمي کارتر دامريکی پخوانی جمهور رئيس په خپل کتاب کې ((دامريکی ازرښتونه دخطرسره مخا مخ دی )) تردی عنوان لاندی ګواښ وکړ چې نوی زاړه پال ددی افکاروپه تبليغولواوترويجولو سره چې داهسی وايې :(( هرڅوک چې زموږ سره نه دی هغه زموږپرضد دی )) دغه خلک دخپل امپريالسټی فلسفی سره په نړی کې دامريکی دحيثيت اواعتبار دپاره سترخطر ګڼل کيږی . /
********
دوهمه برخه
رغنده شخړی ،اخ اوډب اوګډوډي !
رغنده شخړی ،اخ اوډب اوګډوډي په نړی کې اودنړی په شا اوخواوسيموکښې دنوی زاړه پالودلړليدونوښکارندوی دی،دا په دی مفهوم سره چې ((په کړکيچونواوپه شخړواوپه آخ اوډب کې دخلکواواولسونوډوبيدل اودمنځه وړل)) دنوی زاړه پالودلړليدونوبنسټيزی موخی جوړه وی ،اوهمدارنګه په ټولنه کښې دوضع تامينيدل،سوله اوثبات ديوشميرځانګړی ،مشخص اومعينوکسانو دپاره دی .
د" لئواشتراوس " دلړليدپربنسټ چې کارپوهانوهم وهغی ته يې اشاره کړی دی ؟ داهسی وايې که يوڅوک دثبات په وضعيت کې پاته سی اويا اوسنی وضعيت و ساتی نه سی کولای چې خپل رښتينی واک وکاره وی ،بلکی معکوسأ دهر ډول جګړيزدريځ دله منځه وړلودپاره بايدزيارترسره سی .درغنده اوموخی لرونکی کړکيچونواواخ اوډب نظری دنړی دپراخوسيموداوسيدونکوايستل دخپلوسيموڅخه او ددغوسيموڅخه دځای اوسيدونکوکډه کول،ددی لړليددپلويانويوبل بنسټيزه موخه جوړه وی چې ددی نظری پربنسټ هرومرودی دنوی نظام په رامنځته کولوکې ،اوددغوپراخوسيمودزيرمواوترمځکی لاندی شتمنيوپه خاطربايددوهلو،ټکهه ولو،وژنواووينی تويونی نه کار واخيستل سی . دغه لړليداونظريه يې (( هنري کيسينجر)) د (( ريچارد نيکسون)) دجمهوری رياست په وخت کې چې دامريکی دملی امنيت پخوانی مشاوروو،او دملی امنيت دسياست ترسرليک لاندی دغه طرحه يې دوخت ودولت ته ور وړاندی کړ اورامنځته يې کړل .
کيسينجر خپل دڅيړنواو مطالعی پربنسټ باند ی دغه طرحه يې جوړاووړاندی کړاوپه (۱۹۷۴) ميلادی کال کې دامريکی ددولت لخوا دملی امنيت ديادداښت په توګه ومنل سو،ددی طرحی دخورا ډېرومهموموضوعاتوڅخه يوهم دوګړودډېريدواودنفوسوزياتوالی څرګنده سوی اوښودل سوی وو،چې ددريمی نړی د هيوادونو دغه مسئله ،(( دوګړودډېريدواودنفوسوزياتوالی ))دامريکی اودواشينګټن دلويديزپلوملګروهيوادونودملی امنيت دپاره سترګواښ ګڼل کيږی ،ځکه دسيانس ،تخنيک اوتکنالوژی پرمختګ اوددی هيوادونودوګړو ورځ په ورځ ډېريدل اودنفوسودشميرزياتوالی په دی هيوادونوکښې د مځکی لاندی شتمنيواوزريمودمصرفولوسبب به ددی وګړوپه وسيله وګرځی .
هنري کيسينجر په خپل دغه څيړنه کې ټينګار کوی اووايې چې دامريکی دملی امنيت او د هغه د صنعتی ملګروهيوادونه دپاره دغه دنفوسوزياتوالی اود مځکی لاندی شتمنيواوزريمومصرفول يوسترګواښ ګڼل کيږی ،ځکه خو دامريکی هيواداودهغه ملګری هيوادونه دراتلونکی دپاره،خپل پرمختګ اودژوندپايښت ددريمی نړی ددغوشتمنيواوزريموپه کاراخيستلواوګټه اخيستلوکې بولی .
دکيسنجرپه څيړنه کښې د يوشميراسيايي اوافريقا ی
هيوادونو څخه هم نوم اخيستل سوی دی .چې دهغوهيوادونوله ډلی څخه يويې هم دمصر
هيواد دی ،چې همدا اوس دوګړودنفوسوکنترول دقانون له مخی په دی هيوادکې ترسره
کيږی .
.
په
دی طرح کښې همدارنګه ديوشميرآرامه اوباثباته هيوادونوويشل
پرڅونوروکوچنييويومليتيزه هيوادونوباندی اوددغوويشل شويوهيوادونوترمنځ
ددوامدارواوپراخوجګړورامنځته کيدل،اويوهيواددبل هيوادسره په جګړه اخته کول
،اوپه بل ساده سرليک سره ويلی سوچې ددغی طرحی اساسی اواصلی موخی دباثباته
هيوادونوويشل اوديوه ضعيفه اوکوچينی هيوادپه توګه دويشل شويونوی
هيوادونورامنځته کيدل دی اوبس ، ترڅوددی طرحی تطبيق کوونکی په ډېرساده ګی
اواسانی سره وکولای سی چې پردغه هيوادونوباندی واکداره سی اوددوي ددغه شتمني
اوترمځکی لاندی زريمی حخه ګټه ترلاسه کړی،لوټ اوتالايې کړی اوپه خوارزيات اسانه
ډول سره ددوي سرليک په خپلوګوتو کښې ونيسی او په خپلو لاسونوکې ولری.
ددی لړليدونواوموخوددلاروښانه کولودپاره ،دامريکی دنوی زاړه پالودکړنلاری په هکله،وی دی مطلب ته اشاره کوواوهغه دا چې د ((اکزکتف انتلجنس ريفيومجله ))په خپل يوی ګڼی کې دهغه کاملأپټ ،سری اوخواراشدمحرم غونډی په هکله چې په واشينګټن کې دراتلوونکی دريمی نړيوالی جګړی په خاطرجوړه شوی وه ،دغه مجلی ددغه غوڼدی تربحث لاندی موضوعات يې رسواکړ، او وی ليکل چې په دغه غونډه کې دامريکی ددولت اودنوی زاړه پالوډېرنامتوکارپوهانو،پړيکړه نيوونکی اونظريه ورکوونکی کسان چې ډېرپلويان هم لری،په دی غونډه کې ګډون کړی وو،همدارنګه په دی غونډه کښې د((بوش – چينی ))ددولت دری تنه جګپوړی چارواکی ((وولويتر)) دامريکی ددفاع د وزارت پخوانی مرستيال ،((جيمز وولزي)) او ((اليوت کوهينگ)) دغه دوه تنه چې ډېرجګړه غوښتونکی کسان دی اوجګړيزدريځ هم لری او همدااوس مهال هم دامريکی دهيواد ددفاعی سياستونودشوراغړی هم دی ،په همدی غونډه کښې يې ګډون کړی وو.
دغه امريکايي جګپوړی چارواکې چې د نوی زاړه پالوپه منځ کې ديوشميرصليبی تندلارو سره چې د ((اوسنی ګواښ دکميتی)) په نوم هم ياديږی اودمنعقدسويواومنل سويوآزاديو ددفاع دموسسی غړی هم دی په دی غونډه کښې ګډون کړی وو،دغه کميته هغه سازمان دی چې دسړی جګړی په وخت کې هم فعاليت کول اوپه (۱۹۴۹) ميلادی کال کې يې پرشمالی کورياباندی داټومی بمباريوغوښتوونکی وه،اودااس مهال هردواړه دغه سازمانونه مخ دمخه يې اعلان کړی دی اووايی چې ((اسلام دنړی نوی دښمن دی )) اوددريمی جګړی رامنځته کول هغه به وران اوويجاړکړی اوله منځه به يې يوسی ،اوددوی په هانداوپه ټينګارسره چې وايی دغه جګړه همدااوس پيل شوی دی . دوي په دغه غونډه کښې دی مسئلی ته په زغرده اوپه بربند توګه سره وويل اوټينګاريې پری وکړ،هغه هيوادونه چې دترهګروسره ملګری دی اوددوی سره مرستی کوی هرومرودی په جګړی سره،په کودتاواودنظاميانوپه نظامی پاڅون سره اويا دنوروچاروپه کاراخيستلوسره بدلونونه پکښې رامنځته کړل شی،وران دی سی اوله منځه دی يوړل سی ،اوهمدارنګه ټينګارپری وسول چې امريکا به په دی تل پاتی جګړی کښې ورداخليږی اوپه دی پړاوکې ډېره مهمه خبره اواساسی عامل هم دجګړی اداره کول به وی چې دامريکی هيواده به دا کار ترسره کوي .
((جيمز وولزي)) چې يووخت دامريکی دمرکزی اطلاعاتودسازمان ،دمديريت دنده يې په غاړه درلودل اوخپل په يوشميرپخوانيوخبروکې يې ويل،او دامريکی دنوروچارواکی په شان لکه د ((اليوت کوهن ))چې په دی باور دی اودوی ودغی جګړی ته سل (۱۰۰) کلنه جګړه وايی ،او ټينګارکوی چې دغه جګړه به ترسلوکلنوبه دوام ومومی .
((نورمن پودهورتز norman podhoretz)) پخوانی کمونيست چې دامپرياليزم مخالف اودنوی زاړه پالودډلی په بنسټ ايښودنکی باندی واوښت اوبدل سو،او دناڅاپه اوناببره دخطر دکميټی په غونډه کښې دجمهوررئيس وياند وو،اوهمدارنګه دده اخښی" ((اليوت ابرامز)) چې دجورج بوش په دولت کې دمنځنی ختيځ په چاروکې دملی امنيت دمشاورپه توګه يې هم دولتی چار ی يې ترسره کړی دی،دوی او پروفسور ((پورهورتز))د ((اشتراوسي)) دښوونځی دلمړی پلويانو،څخه دي، پروفسور ((پورهورتز))هغه سړی وو،چې د((ناڅاپه اوناببره خطردکميټی )) نوم يې دکمينتاری په مجله کښې يې خپور کړ،اوددغوډلودپاره يې دانوم کيښښود. دغه مجله دنوی زاړه پالودډېرومهموخپرونوله جملی څخه ګڼل کيږی او((پورهورتز))دهغه دمسوؤل مديرپه توګه يې ددی مجلی کارمخته بيول ،د(آلماني لئو اشتراوس فلسفه،په رښتياسره چې دهرم دقاعدی په شان دنوی زاړه پالوتيوری ده)او کتوونکی په دی باور دی چې دناڅاپه اويا ناببره دخطردکميټی دستورالعملونه اولارښودنی د ((ليندون لاروچ)) ددموکرات دګوند پخوانی نوماندی دجمهوری رياست دپاره وو،او د لاروچ دکميټی درياست دنده يې هم په غاړه لرله اودهغه نه يې ملاتړهم کول، .لاورچ په يو ه يادډاښت ډوله کړنلاری کې وليکل دبوش – چينی دډلواو ددولتی دستګاه موخی دټولوهغه قومی اصولو دله منځه وړل غواړی چی په نړي کې دملی واکمنی سره اړيکی لری اوپرقوميت باندی تکيه اوولاړ دی ،اوداورپه لګولوسره به تل پاته جګړه رامنځته کړی ، ده په .دی هکله يې وليکل :دجورج بوش اودديک چينی موخی په امريکاکښی اودامريکی نه دباندی دا نه دی چې دسياسی چاروله مخی يوشميرنښانی سوی او دمخه ټاکل سوی سيمی ترخپل ښکيلاک اوځواک لاندی رايې وړی ،بلکی ددوي موخي دټولوهغوخنډونه دمنځه وړلودپاره دی چې دوي په خلاص لاس سره دمځکی پرکروه باندی خپل ښکيلا ک اوځواک رامنځته کړی اوددوي بريالتوب يوځاي دمځکی دکروي فتحه کول ندی بلکی دملی اوقومی دولتونودواکداری دمنځه وړل اودمځکی دکروي داوسيدونکودنفوس اوشميرلږيدل دی چې هرومرودی يومليارډ کسان دنړی داوسنی نفوس اوشميره څخنه لږکړل سی ،دبيلګی په توګه ددوي موخي پردی دوه هيوادونو،عراق اوافغانستان باندی واکداری اوترخپل ښکيلاک لاندی راوستل ندی ،بلکی ددوی بنسټيزی موخی اوکړنلاره دادي چې په دی هيوادونوکښې دکړکيچونو،دوينی تويونو اوګډوډيو له لاری قومی اوملي واکداری ختم کړی او له منځه يې يوسی ،همدارنګه که څوک په عراق کې د نظامی عملياتوماته دجورج بوش دموخي ماته بولی ځان يې خطا ايستلی اوتيروتنه يې کړی دی ،ځکه دجورج بوش هيله اوموخه دقومی او ملی دولتونودوروستی واکداری دمنځه وړل دی ،چې دغه موخي همدااوس په دغه برخه کې ډېربرياليتبونه يې رامنځته کړی اولاس ته يې راوړی دی . يوه ډله دنوی زاړه پالوڅخه په (۱۹۹۶) ميلادی کال کې يوه طرحه يې د((توپيرماته ولو.،نوی کړنلاره داسرائيل دهيواد په ګټه )) جوړاوتدوين کړچې دمنځنی ختيځ دپراخه ښکيلاک منل او دکړنلاری نه ملاتړدی . دغه طرحه ديوشميرکارپوهانوپه وسيله جوړسو،اودغه کاپوهان يې (( ريچاد پرل )) ددی طرحی دجوړه ولو دپاره په کارواچول اوطرحه وروسته دجوړيدوڅخه و بنيامين نتانياهو ته وسپارل سو،ددغه طرحی ټول ځای پرځای سوی مواد د(( صهيونيستي افکارو)) ښکارندوی دی ،(( ولاديمير ژاپوتنسکي ))هغه څوک ووچې داسلودسولی ټول پريکړه ليکونه يې له منځه يوړل اود فلسطينيانوولسمشريې هم ووژل اوهغه يې دسياست دډګره څخه ليری کړ اودفلسطين مځکه يې ترخپل ښکيلاک اوځواک لاندی راوستل ،د صدام حسين دولت يې ونړه ول ،دسوری اودلبنان دهيوادونوبي ثباته کول ،دعراق ددولت دمنځه وړل ، د فلسطين ددولت دجوړيدلوڅخه مخ نيوی اود فلسطين په خاوره کې داسرائيليانو دواک اوښکيلاک رامنځته کول ديوی بنسټيزی اواصلی اډی په توګه د ستورودجګړی ترسرليک لاندی په ټينګارسره دامريکاهيواد ددی هيواده څخه په هراړخيز ډول سره کلک ملاتړ کول،اوداسرائيل ددولت څخه د فلسطينانوپه وړاندی کار اخيستل دی ./