د وردګو والي: (ټول مرور وروڼه بايد پخلا کړل شي)
سعيدالرحمن
نېټه : ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د وږی ٢١ - مه
دوردګو والي په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت دخرابوالي اودپوليسو او دامنيتي ځواکونو او په ټوليزه توګه پر امنيتي ارګانونوکې دهمغږۍ دنشتوالي په اړه اندېښنه وښوده .
والي دغه څرګندونې په يوه غونډه کې چې له انګريزانوڅخه دافغانانو دا ازادۍ د ترلاسه کولو دورځې ٢٨ دزمري په يې په ميدان ښار کې يوه غونډه جوړه کړې وه .
نعيمي دغونډې برخه والو ته وويل چې که څه هم په دې وروستيو کې يې ډيرې لويې –لويې لاسته راوړنې درلودې خو متاسفانه امنيتي ځواکونو له څرنګه چې په کاروه هغه شان امنيت راولي رانه وست اوپه ځني ځايونوکې دامنيت دخرابوالي لامل هم شوي دي .
نعيمي وويل چې که څه هم حقيقت ډير تريخ دي خو په کارده چې وويل شي ،هغه وويل : ((زموږ په دولتي ادارو کې څه اشتباګانې شته ، ددې پرځاي چې هغه مرور کسان چې په يوه اوبله موضوع له حکومت څخه مرور شوې دي پخلاکړي دوي نور هم خلک ځوروي . ))
نعيمي زياته کړه چې ټول هغه کسان چې مرور شوي دي بايد په خلاکړل شي اوپه خپل کلي او کور کې ازادانه ژوند وکړي .
نوموړي ويل چې دا د ولت پروګرام دي اوددې لپاره يې يوکمسيون جوړکړي دي اوبايد دې ته وده وکړل شي اوټول مرور په خوله شي .
نعيمي ، مخالفت کول دهرچاحق دي اوهرڅو ک کولاي شي دحکومت په کړنو اودحکومت دکارونوپه اړه ملاحظات ولري اوهغه خپل نظرڅرګندکړي .
نعيمي مخالفت په خپل چوکاټ کې په ټوله دنيا کې يواصل دي، خو دهغه کسانومخالفت چې دنظام دنسکورولو ،دخلکو دوژنو ،دښوونځيو دسوځولو،دپوليسو پرمرکزونو دبريدکوونکيو اوپوليسو وژونکيو غندنه وکړه .
هغه وويل چې دغه شان کسان چې مخالفت کوي دادافغانستان ، سولې اوبشريت دښمنان دي اوهيڅ کله به ورته اجازه ورنه کړو اوتر وروستۍ مرحلې پورې به ورسره جنګيږي .
نعيمي په وردګو ولايت کې دمخالفينو اوناپيژواندو کسانو لخوا دهغه کسانو وژنه چې له حکومت سره همکار دي اوياهم په ټولنيزو کارونوبوخت دي هم وغندله .
هغه وويل چې څو ورځې وړاندې د چک ولسوالۍ کې داسې يوکس دمخالفينولخوا ووژل شو چې دسره پوځ پروړاندې يې په مقدس جهاد کې جهاد کړي وو .
نعيمي وويل چې دوي نه پوهيږي چې دغه وژونکي ددغه شان کسانومړينې ته دکومې لارې روا والى ورکوي .نعيمي داهم ويل چې که دسيمي مشر دي که جهادي قومندان دي که ملک دي اوکه دولتي چارواکى دي راته وايې چې تهديژي .
هغه ويل چې نه پوهيږي څرنګه خلک چوپه خوله ناست دي دغه کسان چې پرون يې دسره پوځ وړاندې راولاړ شوي وو اوستره قرباني يې ورکوله نن ولې دڅوتنو غلو او وران کارو په وړاندې چوپه خوله ناست دي .
نعيمي وايې قانون يې اسلامي دي اوپه ټولو ادارو کې يې مسلمانان کارکوي اوهغه څو ک چې په کارونو کې يې نيوکې لري رادشي اوهغه دې خپل نظر راته ووايې .
نعيمي له علما ووڅخه هم ګيله وکړه هغه ويل چې نه پوهيږي علما هم دخپل رسالت په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي .
دده په وينا، دادعلماو دنده ده چې خلکوته حلال حرام وښيې اوداچې په کلي کې خلک راپاڅيږي اوغلاګانې کوي اودوي چوپه خله ناست دي فکر کوم خپل مسوليت په اداکولوکې پاتې راغلي دي .
نوموړي وويل چې دبيګناه خلکو دوژلو په برخه کې که چيرې علما چوپه خوله کښيني اوخلکوته معلومات اولارښوونه ونه کړي نودهغه کسانو په وژ نه کې چې بيګناه خلک وژني دوي وسره شريک دي .
دغه راز والي داړوندو موضوع ګانو په اړه په ولايت کې رامنځ ته شويو ستونزو په اړه دفرهنګيانوسره په يوه ليدنه کې هم له خلکو وغوښتل ترڅو خپلې غوښتنې ورسره شريکې کړي اوخپلې غوښتنې په ډاګه ورته وښيې .
فرهګنيانو له والي وغوښتل ترڅوپه خپلوادارو کې سمون را ولي ، او والي ته يې په ګوته کړه
چې دسيمه ايزو پوستو او ولسواليو امنيتي پوليس او نور اداري کارکوونکي له بډو اخستلو پرته دچاکارونه نه خلاصوي .
والي ومنله چې په دې اړه ورته راپورونه رسيدلي دي اوددې ستونزو دمخنيوي لپا ره يې هلې ځلې پيل کړې دي اوله مرکزي حکومت سره يې هم په دې اړه خبرې کړې دي .
نعيمي تر ټولو لويه نيوکه د خپل ولايت پر پوليسو او د امنيت په مسوولينو وکړه خونعيمي وويل چې ددغه شان ستونزو په اړه يې هغه ټول واک چې پخوا درلود لوى څارنوال ديومکتوب له لارې ترې اخيستى دي .
نوموړي وويل چې د لوى څارنوال د يوه مکتوب له مخې چې څلورمياشتې وړاندې يې دده په ګډون ټولو واليانو ته لېږلى دى، په کې راغلي واليان دې نور د امنيې د قوماندانانو په چارو کې مداخله نه کوي.
د همدغه مکتوب له مخې په ولايت کې اوس د امنيې قوماندان هغه څه کوي چې زړه يې وغواړي.
هغه د فرهنګيانو د ګيلو په ځواب کې دا ومنله چې د ولايت پوليس غلا کوي، له خلکو سره ناوړه چلند کوي او په نورو ناوړه کارونو کې لاس لري.
ککک
والي افسوس څرګند کړ او زياته يې کړه چې په وردګو کې د وران کارو اوسولې دګډوډونکيو پروړاندې چې عمليات کېږي په هغه وخت کې بيا د ملي امنيت د معلوماتو له مخې عمل نه کېږي.
کله چې د عملياتو پايلې گورو بيا پوليسو د قوم مخور، عام وګړي او علما راوستي وي.
والي ومنله چې پوليسو يې څه موده وړاندې د چک ولسوالۍ ته د تصفيوي عملياتو لپاره تللي وو، د دې پر ځاى چې هلته پېژندل شوي وران کاران او جنايتکاران ونيسي، دوي هغه کسان چې اوږدې ږيرې يې لرې وهلي وو او راوستلي يې و.
له دې پرته يې بې ځايه دخلکوکورنه هم تلاشي کړي وو چې دهمدې ناوړه کړنې ددې لا مل کېږي چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځ ته شي.
په دغه ولايت کې ډېرى وخت پوليس عامو خلکو ته د القاعده خطاب کوي او په دې تور يې وهي او ډبولي چې ترورستان دي .
والي نعيمي جالبه خبره ياده کړه چې فرهنګيان ورته ګوته په غاښ شول ، هغه ويل چې د سيداباد ولسوال ورته شکايت وکړ چې د ولسوالۍ امنيې قوماندان په قوماندانۍ کې د شپې له خوا نه وي، اوپه شاوخا پټيو کې ويده کيږي او وايي چې ولسوال القاعده دى ږيره يې اوږده ده او ... دي ترې ويرېږم .
د وردګو ولايت ته چې د پلازمينې کابل په پنځه ويشت کيلومترۍ کې پروت دى،په دې وروستيو کې امنيت دپخوا په پرتله لږ څه انديښمن شوي دي ، والي داهم ومنله چې په ولايت کې امنيتي ځواک دکمزورتياترڅنګ کم دي اودايې هم وويل چې دامنيه چارو پخوانۍ قومندان ددې پرځاي چې امنيت په ټينګښت کې هلې ځلې وکړي غوښتل يې چې لايې خراب کړي .
دا څووم د امنيې قوماندان دى چې په تېرو دوو کلونو کې بدلېږي خوبايد وويو چې دکورنيو چارو وزارت داسې امنيه قومندان نه دي را ستولى چې هغه دې ددې سيمې خلکوته امنيت ښه کړي .
نه پوهيږو مرکزي دولت دې ولايت ته داسې امنيه قومندانان را استوي چې يايې پخوانۍ بکرونډ دکرغيړنو رژيمونو کې ډير تور تير شوي وي اودګڼو جنايتونوترڅنګ سيمه د خلکو کولتوري ارزښتونو ته سپکاوي کوي .
هيره به مې نه شي دروان کال په پيل کې جنرال نه پوهيږم چې دجنايتونوپه اړه به ورته دارتبه ورکړل شوې وه که د....؟
مخکني امنيه قومندان ته دجلريز ،نرخ ولسواليو مشران راغلي وو هغه مشرانو له والي سره هم ليدلي وو او له هغه سره يې خپلې ستونزې مطرح کړې وې ولې دامنيه چاروقومندان دفتر ته په رسيدو سره سم ورته په سپکو اوبدرنګو الفاظو ويلي وو چې تاسو يا ست چې القاعده ته ځاي ورکوي اوتاسو ياست چې خلک وژنئ اوتاسو ياست چې ماينونه خښ وي اوبل آخره تاسو ګلبدين يان اوترورستان ياست ؟؟؟.
با ور وکړي مرکزي حکومت وردګو ولايت ته داسې څيرې دامنيه چارو دقومندان په توګه استوي چې چې د سيمې د خلکو سخت نفرت ترېنه کېږي.
زه نه پوهيږ م دکورنيو چارو وزارت کې نور جنرالان نشته چې وردګو ولايت ته يې واستوي اوداڅه علت دي چې هغه کسان دې ولايت ته استوي چې هغه خلک ددې ولايت له خلکو سره حساسيت لري .
مخکني قومندان به هره ستونزه چې پيداشوه هغه به غوښتل ددې پرځاي چې هغه دسولې له لارې حل کړې هغه به غوښتل چې هغه داسې خرابه کړي چې له بد بدتره شي .
والي که څه هم ديومنظم پلان له مخې غواړي چې په ټولو سيمو کې بيارغونه يوشان روانه وي اوټولې سيمې دبيارغونې دپروګرام څخه برخه منې شي .
والي ته دفرهنګيانولخوا وړانديز وشو ترڅو دخلکو دملاتړ دترلاسه کولو لپاره دولسواليو په سطحه له خلکوسره نيږدې وګوري اوددوي اوددولتي ترمنځ درامنځ ته شوې واټن دکمه ولو په اړه خبري وکړي .
والي نعيمي په ډي رورين تندي سره ومنله چې حاضر دي له ټول هغو کسانوسره نيږدې وګوري کوم چې دده دادارې په اړه ملاحظات لري .
نعيمي پرمرکزي دولت نيوکه وکړه چې دوي هلته دمخالفينودبريدونومخنيوي ونه کړ اوله امله يې اوس وردګو اولوګر ته هم مخالفين راورسيدل او خلکوته يې دبي امنيو پيغامونه راوليږدول .
والي ويل چې که چيري دولت دوران کارو په اړه په جنوب کې جدي ګامونه پورته کړي واي نو ولې به نن تر وردګو راسيدل ؟ .
والي په پاي کې له ورځپاڼه ليکونکيو او فرهنګيانوسره دليدنې په پاي کې وغوښتل ترڅو دسيمې دبي امنيو دپېښوپه خپرولو کې له ذغم او حوصلې څخه کار واخلي اوداسې ناتايد شوي راپورونه خپاره کړي چې حقيقت ونه لري .
والي دکورنيو چارو په وزارت نيوکه وکړه چې په تشکيل کې له زرو زيات پوليس وردګوته ورکړل شوي اوتنخوايې هم اخستل کيږي ، خو اوس په عملي توګه تر درې سوه څخه زيات پوليس نه ليدل کيږي .
د وردګو والي په دغه ولايت کې د مرکزي دولت د ځينو کسانو او د ملي شورا د ځينو غړو د لاسوهنې څخه هم يادونه و کړه دده په وينا هغوى د خپلو شخصي ګټو په خاطر په وردګو کې لاسوهنه کوي اوګډوډي رامنځ ته کوي.
, والي دکورنيو چارو وزارت څخه دريفورم په پروګرام کې ديوداسې افسر دراليږلو خبر ورکړ چې په دغه ولايت کې په ډيرو بدرنګوپېښو کې په لاس لرلو ککړ دي .
هغه وويل چې د جرليز ولسوالۍ ته يې داسې د امنيې قوماندان راليږلى چې ستر داړه مار دي .
هغه ويل چې مرکزي دولت ته مې څو ځلې وويل چې دا سړى پوليس نه بلکې يو جنايتکار دى، خو د کورنيو چارو وزارت راته ويل چې دا مو په ريفورم کې درته لېږلى څه به نه وايې.